اروپاي اتحادیې ته داسلامي نړۍ دروڼ اندو لیک

 
 

له حضرت محمد (ص) سره د دښمنۍ اوهغه مبارک ته د سپکاوي او دغه  راز د اسلامی ارزښتونو په ضد دنفرت دخپراوي په اړه داروپایی اتحادیې دهلوځلو په باب د اسلامي نړۍ دروڼ اندو ،هنرمنانو، پوهنتونوالو،او وتلیو شخصیتونو سبمولیک اعتراض . 

 مونږددغه فرهنګي ادعا لیک او اخلاقی مجازات نامې لاسلیک کونکي چې غالباً علمي ، کلتوري اوغیر حکومتي څیرې یو چې له حقوقي او منطقي عینکو دنړۍ فرهنګي ډګر ته ګورو په اروپاکې  دځینوحکومتونو ،رسنیو اوډلو له نامتمدنه  چلنده خواشیني او حیرانه یو او په  دې ډول پرځینوناوړه اقداماتو،دروغ وینو، او محمدي ضد او اسلام دښمنه فاشیستي لهجو اعتراض کوو اوتاسو منطق،اخلاقو ، دوه اړخیزو ازادیو،دسانسور نفي کولو او دغه راز اسلام ته له سپکاوي ډډه کولو اودنړیوال وجدان په محکمې کې ښکاره او شفافو خبرو اترو ته  رابولو .

  مونږ اندیښمن یو چې په اروپاکې دمسلمانانو او اسلام په ضد غیر منصفانه او تاوتریخجنې پروژې روانې دي دغه کسان له اسلامه دنفرت او ویرولو په دودولو او داخلاقود معلم او  دمتعال خداي دپیغام راوړونکي او ددرحمت او عقلانیت دمبشر محمد بن عبدا... ص  دنوراني څیرې په ضدپه وحشیانه تبلیغاتو او رواني جنګ بوخت دي چې دا چاره دتبلیغاتي ترهه ګرۍ اود کلتوري خشونت ښکاره مصداق او دنړۍ د کابو یونیم ملیارډ مسلمانانو دحقوقوښکاره سرغړونه ده چې نړیوالې  خطرناکې پایلې درلودلاي شي .

 له دښمنۍ ډکې رودې او دتاوتریخوالي دغه کلتور چې دبیان دازارۍ په نوم ترسره کیږي نه ېوا زې داسلام دګران پيغمبر نوراني څیره په نښه کړې ده بلکه دمسیح ع  مریم ع موسی ع او ابراهیم ع په شان ېې دنورو نبیانواو ولیانو نوراني څیرې هم  په نښه کړي دي او دفلم ، ناول ، کاریکاتور، اومقالو په چوکات کې فرهنګي ترهه ګرۍ او نفرت پالنې ته  لمن وهي .

 دځینو اروپایي مسولینو ویناوې په تیره بیا د جرمني دخارجه وزیر څرګندونې چې داورپایي اتحادې  دویندوي په توګه ېې له دغو غیر اخلاقي او شیطاني  اعمالو ملاتړ کړی دی دهغه د ټولو اروپایي هیوادونوله رسندویو غو ښتي دي چې رسول ا.... مبارک ته سپکاوی وکړي دغه مسله ددې ښودنه کوي چې دغه مسله شخصي اړخ نه لري او ناڅاپي هم نه ده په دې ډول پر اسلام حمله په یوه رسمي او حکومتي سیاست بدل  شوی دی .

 دغه لیک له دې امله لیکل شوی دی چې مونږ لانه یو ډاډه شوي  چې آیادغه سیاست داروپايي اتحادېې نوی او عمومي سیاست دی که نه د  اروپايي اتحادېې د ځینو  حکومتي چارواکواو ویندویانو شخصي نظر دی چې دصهیونیزم تر فشار لاندې  ترسره کیږي ؟

که فرض وکړو داروپا مشکل په ریښتیا دبیان ازادي وي غوره به دا وي چې دغو څو پوښتنوته  هم ځواب ووايي :

 ۱ :آیا له اخلاقو اومنطق څخه پرته آزادي او د دوروغو اوسپکاوي آزادي دپوهې او ترقۍ په خدمت کې ده که تبعیض او  تاو تریخوالي ته خدمت کوي ؟ آیادغه کسان دخپلو ارزښتونوپه خلاف دنورو له لوري دغسې ازادي او حق مني ؟

۲:  ولې ازاده اروپا چې دمسلمانو نجونوکالي هم نه شي زعملاي او دښځو حقوق او دهغو په سر کې دحجاب او ښځینه  کرامت دساتلو حق ترپښو لاندې کوي،هغه اروپا  چې  د هلوکاست اود قدس دنیواکګر رژيم دنامشروعیت  په برخه کې دپوښتنو مطرح کول نه غواړي ،هغه اروپا چې له اتلسمې پیړۍ څخه تر ننه پورې په تیره بیا په وروستیو۲۵ کلونوکې ېې دامریکا ترڅنګ  په پوځیتوب او نیواک سره تل له مراکشه رانیولې ترمصر ،فلسطین ،عراق مالزیا او افغانستانه پورې د اسلامي نړۍسرچینې لوټ کړي دي ، هغه ار وپا چې دازادو خبرو اتروپه ځآي ېې دنورو دسپکولو اواهانت پروژه پيل کړې ده څه ډول نه یوازې اسلامي او انساني بلکه په اصطلاح خپل اروپايي  ارزښتونه  ترپښو لاندې کوي  ؟

اسلام  سولې معنویت ، توحید ، او وروګلوۍ ته بلنه ورکوي خو د اروپاله لوري دمسلمانانو او ټول بشریت په خلاف د وژلې اولوټمارۍ له اوږدو کلونو وروسته، او د دوپيړیو صلیبي او سیکولري  جنګونو په دوام پسې لاهم لودیځ واکوالان چمتو نه دي له کینې او دښمنۍ لیرې دحضرت محمدص ویناوواوقضاوتونو ته غوږ ونیسي؟ او ولې لاهم داروپاولس ته  اجازه نه ورکوي چې دقضاوت او اوریدا حق ته ورسیږي ؟

 سمه ده چې په ټول نړۍ او لودیځ کې  ښایي  داسلام دخپراوي چټکتیا پا پ هم اندیښمن کړی وي او لودیځ حکومتونه ، صهیونسیتي رسندویې او  پانګوالې کمپنۍ به ېې غوصه کړي وي خو د عمومي افکارو سپکاوی او  دهغوي اندیښمنول له اسلام او یا بل هر منطقي او اخلاقي مکتب سره دمبارزې سمه   لاره  ده ؟ .

 که په لویدیځ کې مسیحیان یا سیکولار کسان ډله ډله اسلام ته ګروهنه پیداکوي بایداصلي جرړو ته ېې  پام وشي او ستاسو حل لاره له اسلامه ویرول او  دحضرت محمد ص له نوراني جماله  د دروغجنې څیرې خپراوی دی چې دا سمه لاره نه ده. .

 که دفاشیستانو،ستالینسټانو او لیبرالیسټانوله لوري ناسمې رودې وکارول شي پّه هر حال کې ناکامه کیږي هماغه ډول چې دګوبلز او اشویټس او یا دسټالین ادبیاتو او دسیبریا جیلونو دمادي آیډیالوژیو بقا تضمین نه کړاي شوه .که نن سباهم د اسلام او مسلمانانو په خلاف دلودیځ له سپکونکو ادبیاتو او ګوانتانامو څخه استفاده کیږي دغه لارې به هم دپانګوال او لیبرال نظام بحران حل نه کړاي شي دا د دلودیځ دپوچې ایډلوجۍ وروستی مورددی .

 که اروپا دخپل دین  او دیندارۍ له مخینې ویریږي او  که  دمنځنۍ پیړۍ خاطرې  اودپاپانو دواکمنۍ ،صلیبي جنګونو ،. دعیسانود شګنجه ځایونو او دهغوي دعلم دښمنه رودو یادونه  دهغوي وجدان ځوروي باید پوه شئ چې دهغو دجبران لاره له هرډول دین اومعنویت سره مبارزه نه ده او باید دمنځنۍ پیړۍ انتقام له اسلامه چې دعلم منطق او عقلانیت دین دی  ونه خلي .

 آیاداروپادنوي تمدن تاریخ په ډاګه اعتراف نه دی کړی چې له منځنیو پیړیو داروپا وتل او دلویدیځ له دینی او علمي رنسانس  او نویو علمونو سره دهغوي بلدتیا دلومړي ځل لپاره داسلامي تمدن له لارې ممکنه  شوی ؤ او دلومړي ځل لپاره  اروپا له  اسلامي نړۍ څخه دنویو علمونو دترجمې له لارې نوي علمونه ترلاسه کړل .

 سیکولره اروپادې پوهه شي چې  بایددتیروپيړیو عیسایي او کلیسایي تاوتریخوالی داسلام په خلاف په متعصبانه غبرګونونواو په مډرن او سیکولر تاوتریخوالي سره جبران نه کړي ځکه چې اسلام داروپا په تاوتریخوالي او تاریخ کې لاس نه درلود .

قران مجید چې دیوه انسان مرګ دټول بشریت مرګ بولي د موسي ع او عیسی ع په شمول د ټولو نبیانو درنښت کوي . رسول ا..... مبارک چې بدني تاوتریخوالی او حتی ژبنی خشونت ستره ګناه بولي او دبې ګناه وژله دخداي شرک ته ورته بولي  دنړۍد ستر تمدن بنسټ  ېې په ډیر لږ وخت کې کیښود څه  ډول په څو کاریکاتورونو او  دروغویاسپکاوي سره هغه نابودولاي شئ ؟

مسلمانان له دې وروسته له  تاسو حتی تساهل او پلورالیزم نه غواړي بلکه یوازې دادب او انصاف تمه کوي .له بده مرغه له نړیوالو ارګانونو هم ناامیدي  پراخه شوې ده خو په دغه سیکولار ډګماتیزم او دلویدیځ په وسپنیز الیګارشي نظام  او دغه راز په ډیر غواړواوځپونکو رود او دسپکاوي او دروغو په ادبیاتو سره یوازې دوه اړخیزې افراط  پالنې ته لمن وهل کیداي شي .

 که ستاسوهدف په غیرمسلمانې ټولنې په تیره بیا په امریکا او اروپا کې داسلام دخپراوي مخنیوی وي ، که ستاسو موخه په مسلمانو ځوانانوکې داسلامي بیدارۍ دغورځنګ مخنیوی وي بیا هم غوره ده د استدلال ،خبرو اترواو  اخلاقو رودې وآزمایئ او په یوې ډمکراټیکې او منطقي سیالۍ کې ، په اروپا کې مسلمانوښاریځو ته دحجاب دحق په ورکولو او دبیان ازادۍ ته په پام سره   دخبرو اترو اجازه ورکړئ  ځکه چې غوره ده زموږ  او ستاسو استدلال له یو بل سره وجنګیږي نه مونږ اوتاسو .

 دلویدیځ هژموني دعراق ، فلسطین اوعراق په نیواک او دسورېې او ایران او نورو مسلمانو ملتونو په ګواښلو او دغه راز په غیر منطقي او غیر اخلاقي رودو اوپه توکمپال ډول له علمي پرمختګه دمخنیوي په رودو سره نه شي ساتل کیداي .

له سلمان رشدي او وروستیو احمقانه کاریکاتورونو داروپایي اتحادیې دحکومتونو ملاتړ او دتوهین په آزادۍ د بیان دازادۍ بدلول او دغه راز په سیکولرو هدفونوسره  دصلیبي جنګونو دوام له خشونت او فرهنګي ترهه ګرۍ پرته بل څه نه دي آیاغوره نه ده چې دګواښ او سپکاوي په ځاي پریږدئ چې داسلامي نړۍ    استازي له تاسو سره په روښانه او اکاډمیکه ژپه دمیلیونونواروپايي او غیر اروپايي ښاریځو په وړاندې په یوه رسندويي پروګرام کې خبرې وکړي . اوهرڅه په ازاده توګه ووایي او  واوري  . دوي باید داروپایی ښاریځو شعور ته هم درناوی  وکړي غوره ده اجازه ورکړئ چې د دواړو لورو خبرې واوري له هغه وروسته په خپله فیصله وکړي.

زمونږ ترټولو کوچنۍ غوښتنه دا ده چې دمسلمانانو کلتوري حقوقو او داروپا دخلکو شعور ته درناوی وشي .

په اسلام پورې دروغ ویل  او  دحضرت محمد دنوراني شخصیت  په خلاف تبلیغاتي  یرغل   دعقیدو  پلټل اوسیکولره بنسټ پالنه ده چې  غواړي مینه عقلانیت ، او اخلاق له نړیوال سیاست او رسندویو لیرې کړي .

 که دځینو کسانو لپاره جنګ دعاید ښه سرچینه وي خو مونږ داسلامي هیوادونو دورڼ اندو او پوهنتونوالو په توګه داروپایي اتحادېې حکومتونو ،سیکولرو پوهانو ، دیني شخصیتونو او متفکرانو ته سپارښتنه کوو ځپوونکي اوتاوتریخجنې رودې په هربڼه چې وي کنټرول کړي اوپه انساني رودوداسلام دمخنیوي او له هغه سره دمبارزې فکر وکړي او مرسته دې وکړي چې دخبرو اترو شفافه لاره د ټولو لپاره اواره شي .

 دیوې بلې نړۍ جوړیدل ممکنه دي راځئ چې دهغې دجوړولو لپاره  ملګرتیاوکړو

 

 
 

HOME