دخپرونو وختونه او فركوانسونه

ډېرو درنو او محترمو ليدونكو

تاسو زمونږ خپروني په سپوږمكۍ هم اوريدلاى شئ  ،چي په هاټ بړډ، آسيا سټ او اوس په عرب سټ  هم خپريږي چې په دغو فركوانسونو يې رانيولاى شئ

:Hotbird

د دولس زره څلور سوه اوه ديرش ميګاهرتزو د افقي پولرايزيشن د اووه ويشت زره پنځه سوه سيمبل ريټ په درى په څلور فريكوانسو اوريدلاي شئ

:Asiasat

 دري زره شپږ سوه شپيته ميګاهرتزود عمودي پولرايزيشن د اووه ويشت زره پنځه سوه سيمبل ريټ د درى په څلور فريكوانسو زمونږسهارنۍ ، غرمنۍ ، او مازيګرنۍخپرونې خپريږي

 

:Arabsat

 

په عرب سټ زمونږ سهارنۍ ، او مازيګرنۍ خپرونې د يوولس زره شپږ سوه دوه شپيته ميګاهرتزو ، د عمودي پولرايزيشن د اووه ويشت زره پنځه سوه سيمبل ريټ دري په څلور فريكوانسو اوريدلاي شئ.

سهارنۍ

ډيرو قدرمنو اوريدونكو زمونږ دغه خپرونه هره ورځ د يو ساعت له مخې د ايران او  افغانستان  په وخت د سهار په اوو  چې  د پاكستان  اووه نيمي بجې کيږي د لنډو څپو د يو ديرش  ميترو په نهه زره شپږ سوه پينځه ، د يو څلويښت مترو په اووه زره يو سل او ديرش  او د مينځينو څپو په يو زرو اته نوي کلو هرتزو او همدغه راز په ايف ايم سل عشاريه اووه ميګاهرټزو خپريږي . 

غرمنۍ

عزتمندو اوريدونكو زمونږ سهارنۍ خپرونه هره ورځ دايران   او افغانستان په وخت دغرمې په دولسو چې د پاكستان دولس نيمې بجې کيږي ، دلنډو څپو د پينځه ويشت مترو په يوولس زره نهه سوه نوي كلوهرتزو ، اود نولس مترو په پينځلس زره څلور سوه څلويښت كلوهرتزو او دمينځنيو څپو په يو زرو اته نوي كلوهرتزو تكراريږي  چې اوريدل يې مه هيروئ .

مازيګرنۍ

ډيرو قدرمنو اوريدونكو زمونږ دغه خپرونه هره ورځ د يو ساعت له مخې د ايران او  افغانستان    په وخت د مازديګر  پينځو او د پاكستان  په  پنځه نيمو بجو د يو ساعت له مخې د لنډو څپو د پينځه ويشت مترو په يوولس زره اووه سوه ديرش ،د يوديرش مترو په نهه زره اووه سوه نوي  کلوهرتزو  خپريږي ، چې د تهران او شاوخوا سيمو اوريدونكى يې په ايف ايم سل اعشاريه اوو مېګاهرتزو هم اوريدلاى شي.                              

ماسخوتنۍ

ډيرو قدرمنو اوريدونكو زمونږ دغه خپرونه هره شپه  د يو ساعت له مخې د ايران او  افغانستان  په وخت د ماسخوتن په نهو چې  د پاکستان  نهه نيمي بجې  کيږي د لنډو څپو د نهه څلويښت مترو په شپږ زره کلوهرتزو  او د يو څلويښت ميترو  په اووه زره يو سلو پينځه نوي کلوهرتزو او د مينځينو څپو په يو زرو اته نوي کلوهرتزو اوريدلاي شئ .

Home