|
|
|
عشق دوه بابه دى کربلا او دمشق يو يې حسين انځور کړ او بل يې زينب (اقبال لاهوري )
حضرت زينب (س): د کربلا په پيښه کښې يوه ډيره مهمه او برخليک ټاکوونکې څيره چې د حضرت امام حسين (ع) د پيغام رسولو ډير دروند مسئوليت يې په غاړه واخيسته او ډير ښه يي هم ترسره کړ هغه د زينب (س) په نامه ميرمنه او شخصيت دى . دغه ستره ميرمنه چې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د ګران لسمې خور او د حضرت امام علي (ع) لور ده که په اجمالي ډول د هغې ژوند ته وګورو نو د کربلا ذ پيښې په وخت يې له 54 تر 55 کلونو عمر درلوده ، ځکه چې د جمادي الاول په پينځمه نيټۀ په مدينه کښې وزيږيده او هماغه وخت يې خپل پلار امير المومنين ته راوړه چې نوم ورته کيږدې خو حضرت امام علي (ع) وفرمايل : زه په دي کار کښې د هغې د نيکه د اسلام له ګران پيغمبر څخه نه مخکې کيږم . حضرت محمد (ص) په دي وخت په سفر تللى وو نو دوئ صبر وکړ چي حضرت محمد مصطفى (ص) بيرته راستون شي نو هغه حضرت راستون شو او نوم يې ورته زينب کښيښوده . د يوه روايت له مخې د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) وفرمايل : زه نه غواړم له خدايه مخکې په دغه ماشوم نوم کيږدم . له دي سره په يوه وخت د وحي فرښته حضرت جبرئيل (ع) حضرت محمد (ص) ته راغله او د الله تعالى لخوا يې ورته د زينب نوم راووړ . د حضرت زينب (س) کنيه ام کلثوم ده او پلار يې لکه څرنګه چې مو مخکې وويل حضرت على (ع) او مور يې هم د اسلام د ګرام پيغمبرقرمنه لور حضرت فاطمه الزهرا (س) ، او مورنى نيکه يې د الله تعالى رسول وو . همدغه راز د خوليه لور حضرت بي بي خديجه د حضرت محمد (ص) نږدي او خوږه ماندينه او لومړنۍ ښځه وه چې اسلام يې ومانۀ د هغې مبارکۍ انۍ وه . د حضرت زينب (س) پلرنى نيکه د حضرت محمد (ص) تره د عبدالمطلب زوي ابوطالب وو . همدغه راز د اسد بن هاشم بن عبدالمناف لور او لومړنۍ ښځه چې ميړه يې هاشمي وو يعنى فاطمه بنت اسد د حضرت زينب (س) مورنۍ نيا وه . په دي ډول حضرت زينب (س) د محمدي ، علوي او هاشمي له سترې کورنۍ ده . د حضرت زينب (س) لپاره لقبونه هم شته چي دلته يې دريوو لقبونو ته اشاره کوو . د حضرت زينب (س) يو لقب زينب الکبرا دى چې دا لقب يې په نورو خويندو کـښې د هغې مبارکې د معلومولو لپاره وو چې د اميرالمومنين له نورو ماندينو پيدا شوي وو او نومونه يې ورته زينب ايښې وو . يا په بله وينا د حضرت امام على (ع) د نورو لورګانو نومونه هم زينب وو نو ددي لپاره چې د هغو تر مينځ توپير وشي حضرت زينب (س) چې ځانگړنې يې وويل شوي هغې ته د زينب الکبرا لقب ورکړ . د حضرت زينب (س) بل لقب د هغې مبارکې د ګرانې مور حضرت زهرا (س) په شان صديقه وه . حضرت زينب (س) ته يې صديقه صغرا وويله او دريم لقب يې هم عقيله بنى هاشم يا عقيله طالبين وو چې هدف يې د پلرنې نيکانه دى . عقيله د هغې ښځې په معنا ده چې په خپل قوم کښې ځانگړى کرامت ولري او په خپل کور کښې ډيرنده مينه ، عزت او محبت . د حضرت زينب (س) لپاره نور لقبونه هم ذکر شوي دي لکه : موئقه ، عارفه ، عالمه غيرمعلمه ، عابده آل على ، فاضله او کامله . حضرت زينب (س) تر څلور کلنۍ پورې د خپلې مور تر ښوونې او روزنې او له هغې وروسته د خپل پلار او ورونو هر يو امام حسن مجتبى او امام حسين (عليهما اسلام ) تر روزنې لاندي ورغله او کله چې د واده عمر ته ورسيده نو د خپل تره زوي عبدالله بن جعفربن ابي طالب ته يې ورکړه چې مونږ يې د جعفر طيار په نامه پيژنو . هغه د اسلام يو ستر مخکښ وو چې د على ، محمد ، عون او اکبر په نامه څلور زامن او د ام کلثوم په نامه يوه لور ترې پيدا شوي دي . حضرت زينب (س) په مديني کښې ژوند کاوه او د کربلا د پيښې تروخته يعنى د شپيتم هجري قمري کال د ر جب تر 27 په مديني کښې اوسيدله ، هغه وخت د امام حسين (ع) له کاروان سره عراق ته ولاړه او هغه پيښې چې دلته وشوي چې وروسته به يې ووايو خو اوس ضروري ده چې لږ د حضرت زينب (س) شخصيت ته اشاره وکړو په خپلو سترګو وليدلي . حضرت زينب (س) ځانگړى فوق العاده استعداد او نبوغ درلوده په داسي ډول چې کله به اميرالمؤمنين غوښتل څه ورته وروښيي نو د درس ويلوپه مهال به يې پام شو لوريې مخکې له مخکې په مطلب پوهه شوي او خبر ده . نو داد دې ښودنه کوې چې د حضرت على (ع) ګرانې لور ډير استعداد درلوده او په همدې دليل د خپل مور او پلار په نزد د هغې مبارکې د زهد ، حرمت په څير مسئلي ددي لامل ګرځيدلي وي چې حضرت امام حسن (ع ) او حضرت امام حسين (ع) د خپلي ګرانې خور حضرت زينب (س) لپاره ډير درناوى کاوه . د بهرامي په نامه يوه تاريخ ليکوونکى د عوام العلوم په نامه کتاب کښې ليکي : کله چې به حضرت زينب (س) حضرت امام حسين (ع) ته ورغله نو په ډير درناوى سره به يې مخ ته ودريده او هغه مبارکه به په خپل ځاي کښينوله . حتى ويل شوي دي که کله به حضرت امام حسين (ع) د قرآن تلاوت هم کاوه او بي بي زينب (س) به ورغله نو پا به څيدلو او خپل ځاي به يې ورته پريښوده . حضرت زينب کبرا (س) د خپل ژوند په اوږدو کـې ډيري ترخې وليدلي نو په همدي دليل ورته ام المصائب يعني د مصيبتونو مور هم ويل کيږي . که وغواړو ددغه سترې بې بې د ژوند ناخوالي د لست په شکل بيان کړو نو ځيني پيښې يې عبارت دي له : د هجرت په لسم کال کښې د خپل نيکه حضرت محمد (ص) او په همدي کال کښې د خپلې مور زهرا مرضيه له لاسه ورکول او د اسلام د وروستې پيغمبر له وفات وروسته د هجرت د 35 او 40 کلونو تر مينځ د جمل ، صفين او نهروان جنګونه چې د هغې مبارکې د پلار حضرت على (ع) د پر ضد وشول او بي بي زينب دغه درست جنګونه او وژلي او د هجرت په څلويښتم کال کښې يې د خپل پلار امير المؤمنين حضرت على (ع) شهادت ، د خپل پلار ژوبل شوي تندي ليدل ، په امام حسن او د هغه په پيروانو د معاويه سپکاوې او په اميرالمؤمنين (ع)، امام حسين (ع) او د هغه حضرت په هکله د خطيبانو په څرګنده سپکاوي
او د هجرت په پنځوسم کال کښې د هغه حضرت امام حسن (ع)شهادت په بقيع کې د هغه حضرت خاورو ته سپارل وليدل . حضرت زينب (س) په خپلو سترګو وليدل چې دښمنانو څنګه د حضرت امام حسن (ع) په جنازي غشي وورول او دغه مخنيوى وليده چې څرنګه يې هغه حضرت پرې نه ښوده چې په نبوي حرم کښې د خپل نيکه تر څنګ خاورو ته وسپارل شي . همدغه راز په شپيتم هجري قمري کال کښې له خپل خاونده بيلتون او له مکى د عراق په لور له حضرت امام حسين (ع) سره يو ځاي هجرت د بي بي زينب په ژوندون کښې نوى باب پرانيسته . دا ټول کړاوونه دي چې بي بي زينب وزغمل . يا په بله وينا له شپيتم هجري قمري مال وروسته نور داسې مصيبتونه په دي سترې ميرمنې راغلل چې د پخوانيو کړاوونو په نسبت ستر بلل کيږي . د کربلا په پيښه کښې حضرت زينب (س) ډيرې دندي ترسره کړي چې که له دغه سترې بې بې پرته بل څوک واي نو دغه دندې او مسئوليتونه به يې نه وو ادا کړي . دا زينب وو چې دروند پيټي واخلي هغه زينب چې له مخکې يوه علمي څيره او دغه ډول يو ستر مسئوليت منلو ته چمتو وه چې که داسي نه واي نو دغه دروند مسئوليت يې نه شو ادا کولاي . په هر حال حضرت زينب (س) د کربلا په پيښه کښې څو دندې درلودي چي يوه يې د ماشومانو ساتنه او سرپرستې او بله يې نړيوالو ته د عاشورا د پيغام رسول وو . بايد پام وشي چې هغه وخت کومه وسيله نه وو چې د عاشورا پيغام او حقيقتونه نړيوالو ته ورسيږي . پلان داسي برابرشوى وو چې په کربلا کښې چې يوه دښته وه يزيد او عمر سعد بايد د خلکو له سترګو ليري په يوه لري پرته سميه کښې دغه غميز رامينځته کړي څو مسلمانان په اهل بيتو روان جنايتونه ونه ويني . د کربلا مظلوميت او سخت زړي توبونه له نږدي ونه ويني او د حضرت امام حسين (ع) وينا او د کربلا پيښه نړيوالو او راتلونکو نسلونه ته نقل نه کړي . دغه درستې مسئلي ددي سبب شوي چې بي بې زينب دغه دروند مسئوليت په غاړه واخلي او د کربلا د غميزې په باب پيغام د نړيوالو غوږونو ته ورسوي او که مونږ دا ګومان کوو چې وروسته له دې چې د عاشورا پيښه وشوه او د يوشپيتم هجري قمري کال د محرم په لسمه د ابا عبدالله الحسين په شمول درست نارينه شهيدان شول او د اهل بيت او امام حسين (ع) کورنۍ اسيره شوه او د هغو په پاکو او سپيڅلو بدنونو اسونه وزغلول شول او اهل بيت په اوښانو لاس تړلي له کوم پالان پرته سواره او د شام او کوفي په لور له دين څخه د ويستل شويو او کفارو د اسيرانو په څير روان کړاي شول . په دي بهير کښې د يوې داسې ميرمنې روحي حالت ته په پام سره چې اسيره ده غمونه يې ليدلي . د کربلا غميزه يې وليده ، په کربلا کښې يې دوه اولادونه شهيدان شوي دي ، شپږ ورونه يې شهيدان شوي دي . په کربلا کښې يې د آل علي (ع) ، آل جعفر ، آل عقيل ، آل هاشم له د سرونو غوڅيدل يې ليدلي او بدنونه يې د آسونو ترپښو لاندي شو ي دي . همدغه راز يتيم ماشومان او بي سرپرستي ښځې چې د بي بې زينب (س) تر شاوخوا زګيروي کوي دا درست هغه ويروونکې انځورونه دي د حضرت زينب (س) په روح او سلامتيا يې اغيز کاوه ، په هغي مبارکې يې دباوو اچوو او زوروله يې . حضرت زينب (س) بايد په همدي غمجن او بد روحي وضعيت کښې د خپل ګران ورور حضرت امام حسين (ع) د غورځنګ او کربلا حقيقتونه خلکو ته رسولي واي . له دې امله ده کله چې د کربلا د اسيرانو کاروان د يزيد د لښکر تر سختو تابياوو او څارنې لاندي کوفي ته ننواته او د کوفي ښار ماشومان ، ميرمنې او نارينه د لارو دواړو لورو ته ولاړ دي او ددغه کاروان سيل کوي او ځينې هم چې د پيښې په اصلي ماهيت او حقيقت پوهه دي خپه دي ، غاړي يې غريو نيولي او اوښکې تويوي . په دي وخت کـښې حضرت زينب کبرا (س) له درستو روحي ستونزو او مشکلاتو سره سره چې دباوو يې پرې اچوو خلکو ته مخ کړ او له هغوئ يې وغوښتل غلي شي او له هغې وروسته يې د حضرت علي (ع) په څير په ميړانې سره د اوښ له شا چې د شهيدانو سرونه او ورپسي ماشومان روان وو په تړلو لاسونو ، له اوښکو په ډکو سترګو او غمجنه وينا پيل کړه او د کوفي خلکو ته يې وفرمايل : اي د کوفي خلکو! آي د دوکي او چل خلکو ژاړئ ، اي کاشکي هيڅکله مو اوښکې نه واي ختمي شوي او هيڅکله مو ژړا غلې نه شي . بي شکه تاسو هم د هغې ميرمن په څير ياست چې يوشى سم ووبوي او بيا يي غوڅ کړي . تاسو خپل قسمونه په خپلو کـښې د فساد لاسوند وګرځول ، نو خبر واوسئ دا ډيره بده ده چې ګناه مو په غاړه وي ، هو په خداي مو قسم ډير وژاړئ او لږ هم وخاندئ ځکه چې هم د ننګ غيږ او هم ډير ه بي شرمي ده چې هيڅ کله بۀ يې له خپلو لمنو پاک نه کړئ ، تاسو څنګه دغه ننګ پاکولاي شئ چې د اسلام د وروستي پيغمبر او د رسالت د کورنې بچيان مو ووژل ، په داسي حال کښې چې هغوئ مو د اختلافاتو د ختميدو مرجع او ستاسو د ژوند لارښود او د جنت د ځوانانو سردار ان وو ، ستره ګناه او سپيره کار مو کړى دى ، که له آسمان څخه وينه تويې شي نو آيا حيران به شئ . خبر واوسئ څومره بد وو چې نفس درته حکم وکړ او خداي تعالى يې درباندي غوسه کړ او تل به په عذاب کښې ياست . آيا پوهيږئ کوم ځيگر مو څيرې کړ ، کومه وينه مو تويې کړه او کومې سترمنې مو له پردې راوويستي ، ډير بد او منکر کار مو کړى دى چې نږدې ده آسمانونه يې هم په ليدلو راوغورځيږي ، ځمکه څيرې شي او غرونه ټوټې ټوټې شي . د حضرت زينب (س) دغه خطبه ډيره اوږده خو مونږ دلته لنډۀ راواخيسته . په دي خطبه کښې يوه موجود روايي ددي خطبي له لوستلو وروسته د خپل سترګو ليدلى حال داسي وايي : په خپلوسترګو مي وليدل د کوفي ښځو او نارينه ووي چغې سوري جوړي کړي او د ابن زياد په ناوړه کار پښيمانه دي خو څۀ يې نه شول کولاي . حضرت زينب (س) په کوفه کښې دغه وينا وکړه خو دا د هغې مبارکې وروستۍ وينا نه وه او دلته يوازي د کوفي له خلکو سره وغږيده او هغوئ يې په خپل بد کار خبر کړل . کله چې د کربلا اسيران د ابن زيا د ماڼۍ دارلعماري ته بوتلل او د هغه تر مخ مشرکانو د اسيرانوپه څير ودرول شول . نو ابن زياد چې په خپلي بريا مست وو په ډير تکبر سره يې وپوښتل : دا ميرمن څوک ده ؟ نو ځواب ورته ورکړل شو . دا زينب د حضرت علي (ع) لور ده . ابن زياد له دي وروسته د حضرت زينب (س) سپکاوى پيل کړ . خو بي بي زينب (س) چې ډيره ميړانه يې درلوده د يوه خونړۍ او جلد ا کس ابن زياد ته چې قدرت يې په لاس کښې وو او بي بي زينب يې د اسيري په څير مخ ته ولاړه وه دا ځواب ووايه : الحمد الله الذى اکرمنا بنبى و طهرنا منالرجس تطهيرا انما يتفتضحل فاسق و يکذب الفاجر و هو غيرنا . ژباړه : هر ثنا او صفت دى خداى لره چې مونږ ته يې د خپل پيغمبر په وسيله کرامت راکړ ، له هر ډول پليت رزق ککړتيا يې پاک او وژغورلو ، په تحقيق سره روښانه ده فاسق به رسوا شي او بد کاره دروغ وايې او هغه له مونږ څخه نه دى . حضرت زينب (س) له دي وروسته وفرمايل : اى د مرجاني زويه مور دي بوره شه . عبيدالله ابن زياد په داسي حال کښې چې له غوسي سور اوښتى وو په ملنډو سره وويل : د خپل ورور او کورنۍ سره مو د خداي کار څنگه وليده ؟ بي بي زينب (س) هغه ته په ډير بي پروايۍ سره وفرمايل : ما چې هر څه وليل د خداى ښکلا او خير وو ، هغوئ هغه ډله وه چې الله تعالى ورته په ازل کښې شهادت ليکلى وو ، نوځکه د مرگ ميدان ته ولاړل او ډير زر به الله تعالى تا او هغوئ يو ځاي سره راټول کړي ، د هغه مخ ته به محاکمه شئ څو دا معلومه چي څوک په حق وو اى د مرجانې زويه ! حضرت زينب (س) وروسته له دې چې د هغه وخت ظالم او ستمګر خليفه يزيد ته ورغله نو بيا يې هم په خپلې حق وينا سره يزيد رسوا کړ او هغه يې ژړا ته اړ کړ چې نور يې حتى د زينب کبرا (س) ځواب هم نه شو ويلاي . حضرت زينب (س) د شام په غونډه کښې چې د يزيد دناروا خلافت درست مشران راټول شوي وو او خپله يزيد هم شراب خوړل او مست وو او د خپل سيال حضرت امام حسين (ع) باندي د بريا جشن کاوه يزيد ته وفرمايل : افسوس چې مجبوره يم درسره وغږيږم که نو زه خو تا له هغې هم سپک او کوچنى بولم چې له تاسره وغږيږم . په خداي مي دي قسم وي چې له هغه پرته له بل چا نه ويريږم او له هغه پرته بل چاته شکايت هم نه کوم هر مکر او حيله چې دي په ياد ده ويې کاروه او هره هڅه چې لري ويې کړه او څومره چي يې کولا شي له ما سره دښمنې وکړه ، خو پوهه شه په خداى مي دي قسم وي زمونږ ياد له مينځه ينه شي وړلاي او د اهل بيتو ذکر نه شي ختمولاي . له دي وروسته حضرت زينب (س) او يزيد تر مينځ خبرې اترې وشوي او په غونډه کښې درست موجود کسان د بي بي زينب دي ميړانې او فصاحت ته حيرانه شول . حضرت زينب (س) له دي وروسته خپله مهمه خطبه پيل کړه چي ځيني برخي يې په دي ډول دي : اي يزيده ! ايا دا فکر کوي چې مونږ دي په تنګسا کښې راوستو ، ځمکه او آسمان دي په مونږ تنګ کړ او د اسيرانو په څير دي دي خو ا اخوا ته را کاږلو اوس مونږ د خداي په نزد خوار شوي يو او خپله الله پاک ته نږدې شوى يې ؟ نه داسې نه ده ، پوهه شه که الله تعالى درته کوم مهلت هم درکړى دى ددي لپاره دي چې الله تعالى فرمايي : کفار فکر کوي که ور ته مهلت ورکړو نو د هغوئ په ګټه دى خو مونږ هغوئ ته فرصت ورکوو څو ډيري ګناوې وکړي او وروسته به ورته سخت عذاب وي . حضرت زينب (س) ددغه مبارک آيت په استدلال سره غواړي د يزيد کفر اشوا کړي او داسي وښيي چې دغه فرصت چې تاته درکړل شوى دى يو ازموينه او فرصت دى چې الله تعالى په دغه مبارک آيت کـښې فرمايي : ژباړه : مونږ هغوئ ته مهلت ورکوو څو يې ګناوې او بدۍ زياتي شي . يزيد چې دغه وينا يې په زړه د غشي ګوزار وو له وحشته يې بدن ولړزيده او ځواب ويلو توان يې هم نه درلوده . له مجبورۍ يې له حضرت زينب (س) څخه مخ واړوو او لږ وروسته يې چې د امام سجاد (ع) وينا واوريدله نو د ابن زياد او ابن مرجانه رټل او هغوئ ته د لعنت ويل پيل کړل چې هغوئ ددي لا مل ګرځيدلي څو اهل بيت اسيران کړي ، د کربلا غميزه رامينځته کړي . همدومره زر د عاشورا د پيغام په رسولو کښې د حضرت زينب (س) د سم کړچار اغيز وليدل شو او ومو وليدل چې د بي بي زينب (س) له خطبې سمدستي وروسته يزيد پښيمانه شو او درسته ګرمه يي د کوفى په والي ابن زياد ورواچوله او غوښتل يې خپله لمنه له دغه تاريخي شرمه پاکه کړي . خو د حضرت زينب (س) د حقيقت غوښتنې او ميړانې او همدغه راز د حضرت امام حسين (ع) او د کربلا د شهيدانو په رڼا کښې د تل لپاره په يزيد او د هغه په ظالم حکومت لعنت ويل کيږي . خو له بلې خوا په حضرت امام حسين (ع) ، د هغه په يارانو ، د هغه حضرت په خور او د عاشورا په پيغام رسوونکې حضرت زينب (س) تل درود ويل کيږي . په دي ډول وه چې حضرت زينب (س) د عاشورا د غورځنگ پيغام په ډير ښه ډول ورسوو او د حضرت زينب (س) د ميړنيو ، او سوزونکو خطبو له امله لومړۍ لړزه د يزيد په اندامونو ولګيده . درود دې وي د کربلا په شهيدانو او د حسيني غورځنګ په پيغام رسوونکې حضرت زينب کبرا (س) پاي |