د  اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د رحلت د نهم تلین په مناسبت د افغانستان له تکړه عالم ایت الله سید محمود هاشمی ارزګانی سره مرکه

سوال :

د حضرت امام خمینی علیه الرحمه د  رحلت د نولسم تلین شپې ورځې دي . هغه کس چې ثابته یې کړه د یو هیواد او حتی د نړۍ د   چلولو لپاره تر ټولو ښه نظام دین کیدلای شي . او دهغو کسانو خبره یې غلطه ثابته کړه  چې ویل یې دین او سیاست سره جدا څیزونه دي .  او مونږ  دهغه حضرت الهی پاڅون ولیده چې له جغرافیایی پولو واوښته  . مهرباني وکړئ مونږ ته دا ووایئ چې د امام خمینی د قدرت او  طاقت سرچینه له کوم ځایه وه چې دومره لوی انقلاب او اوښتون یې راوسته ؟

ځواب :

په سر کې ګرانو اوریدونکو ته سلامونه وایم او د امام خمینی د غمژن تلین په مناسبت غمرازي  کوم . امام خمینی یو عارف شخصیت و چې په اوسمهاله نړۍ کې یې دینی تفکر احیا کړ او او له اسلامی تفکره جوړه یوه سیاسی مفکوره یې نړیوالو ته وړاندې کړه او د حکومت  نوې بیلګه یې جوړه کړه . په هغه زمانه کې د لویدیځ او ختیځ په نامه د  مارکسیزم او لیبرالیزم دوه لوی بلاکونه په نړۍ واکمن وو او نړۍ  په دوو برخو ویشل کیده . او حتی اسلامی هیوادونه هم په دوو برخو  ویشل شوې وه یعنې یا په ختیځ او  یا لویدیځ بلاک پورې تړلې وه . چې شوروي او امریکا یې مشري کوله . دا ډل بندي په  هغه وخت کې د تفکر او آیديالوژۍ له نظره هم ښکاره وه .  او د متفکرانو او سیاستوالو فکر یا په ختیځ بلاک پورې تړلی و یا په لویدیځ .

هغه ازادي غواړې او اصلاح پالې  ډلې او غورځنګونه چې په اسلامی هیوادونو کې جوړیدل هڅه یې کوله چې که څه هم اسلامی مفکوره یې لرله خو  خپله  تشه  د خیتځ له مارکسیزم یا د لویدیځ له لیبرالیزم ډکه کړي .  ځکه چې فکر یې کاوه چې اسلامی مفکوره په ټولو اړخونو کې ځواب نه وایی . پ هغه وخت کې د مفکور ې او سیاست له  برخې ور تیر په پوځی ډګر کې هم دغه  ویش موجود و پّ دې ډول  چې یو د وارسا تړون و چې د ختیځ بلاک هیوادونه په هغه کې شامل وو او او بل د ناټو تړون و چې د لویدیځ بلاک هیوادونه په هغه پورې تړلي وو . له اقتصادی نظره هم دغه ویش موجود و ازاد اقتصاد چې لویدیځ  وړاندې کاوه او بل ماډل چې مارکسیزم یې غوره وهله د دولتی او عمومی واکمنۍ ماډل و . په دې مینځ کې که څه هم د نایپیلو په نامه  یو ډله  موجوده وه خو په عمل کې  د ناپیلو د غورځنګ غړیو له خیتځ یا لویدیځ بلاک سره تړاو درلود . او یوازې د ناپیلو نامه  یې په ځان پورې تړلې وه . او په  نړیوال سیاست کې اغیزمن نه وو . او  په اقتصاد او پوځی چارو کې د یو بلاک منونکي وو .

په دغه ډول فضا کې یوه نوې مفکوره مطرح شوه  چې له یوې خوا  یې د مارکسیزم او  له خدای سره د مقابلې  مفکوره نفی کوله او له بل پلوه یې د لویدیځ د بې عدالته نظام مخالفت کاوه . هغه لویدیځ  نظام یې چې د پانګوال بې رحمه نظام په سیوري کې  یو لږکی د اکثره خلکو وینې زبیښلې او دډیري په برخلیک واکمن وو ، د یو ظالم نظام په توګه  پیژانده . له همدې امله امام خمینی د ختیځ او لویدیځ په وړاندې ودریده اوو یوه نوې بیلګه یې وړاندې کړه چې څو ځانګړتیاوې یې لرلې . د هغې لومړۍ ځانګړتیا دا وه چې خپل ټول څیزونه او ښوونې یې له دین او وحی اخستلې او دین یې دومره بشپړ ګانه چې له لویدیځ او ختیځ بې نیازه و . په هغه زمانه کې هیچا دین ته دغه ډول ارزښت نه ورکاوه چې مثلا دین دې په سیاسی اقتصادي او اجتماعی مسائلو کې لاس  ولرلي شي .

دوهمه ځانګړتیا په خلکو تکیه وه ، د ولسوالۍ مهمه ځانګړتیا دا ده چې خلک بایدپه خپلو ازادو رایو سره خپل برخلیک  وټاکي . په لویدیځ کې دا یو داسې څیز دی چې د  جمعی عقلانیت د میوې په  توګه ګڼل کیږي او تر ټولو پر مختللی او ښه  سیاسي ماډل دی چې بشر په خپل تاریخ کې په خپل فکر سره تجربه کړی دی او دې ځای ته رسیدلی دی . او هغه ته  د بهشت برین نامه هم ورکوي .خو د لویدیځ په دموکراتیک نظام کې  د تبلیغاتو له لارې په عمومی افکارو د تجارتی ، مالی او اقتصادي کارټلونو  او رسندویو  واکمنۍ ته په پام سره ویلی شو چې په لویدیځې نړۍ کې عمومی افکار دیو  څو کسانو او ډلو په لاس کې بندي دي . نو په حقیقت کې په لویدیځ کې ولسواکی نیشته . امام خمینی ولسواکی له دغه افته لیرې او په یوه نوې سیاسي بیلګه کې تجربه کړه . او هغه یې کامیابه کړه . نو د ایران په اسلامی جمهوریت کې له هماغه پیله وینو چې د جمهورتی او  اسلامیت اصل یې د خلکو ټول پوښتنې ته وړاندې کړ او دهغه منل یې دخلکو خوښې ته پریښودل . نو په حقیقت کې د ولسواکۍ اولنی نظام دوی په ایران کې پلی کړ . او حکومت د خلکو په رایو او خوښې سره بدل شو . او نه په وینه بهیدلو او کودتا سره . او خلکو په سیاسي برخلیک وټاکه .

د  امام خمینی د مفکورې دریمه ځانګړتیا دا وه چې په دغه نظام کې هره ورځ د  لا ډیرو توفیقاتو او کامیابیو شاهدان یو او دا حکومت په لاډیرې ودې او غوړیدا سره پر مخ روان دی . او هره ورځ نوی سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزې بریاوې لري . او دا داسې څیز نه دی چې څوک پرې پرده واچول شي . په نتیجه کې ویلی شو چې امام خمینی د نړۍ تیر نظم په نوي نظم بدل کړ . او نن یو بل بلاک جوړ شوی دی . په تیره بیا د مارکسیزم له ړنګیدو وروسته چې امام خمینی یې اټکل کړی و . او  ویلی یې وو چې  مارکسیزم به د  نړۍ د تاریخ  په ټوکرۍ کې وغورځول شي . او په تیره نیمه پیړۍ کې چې د تاریخی بدلونونو لپاره ډیره کمه موده ګڼل کیږي . په نړۍ کې  یو نوی نظام جوړ شو چې یو لوری یې اسلام او بل لوری یې لیبرالیزم دی . او اسلام د جومات او مدرسې له ګوټه په نړیوال ډګر او نړیوالو بدلونو کې داخل شوی دی . او لویدیځ متفکران چې نن له کوم څیزه ویره لري هغه هم دغه اسلام او د امام خمینی تفکر دی .  د اوسمهال  په  نوی نظام کې د اسلام په مقابل کې چې د عدل او انصاف نظام دی  یوه بله جبهه ولاړه ده  چې د چور تالان او د پرګینزو اختلافاتو او توپیرونو نظام دی .

 پوښتنه :

نو په حقیقت کې دا د امام خمیني مشري وه چې نړیوالو ته یې ثابته کړه چې په خپل دین او ولس او باور په تکیې سره کولی شي  خپلواکه او ازاد ژوند وکړي خو پوښتنه دا ده چې ولې په نورو ځایونو کې  او په تیره بیا په اسلامی هیوادونو او غورځنګونو کې له دغه پیغام او بیلګې لکه څرنګه چې بایده وه بیلګه وانه خستل شوه .؟

ځواب :

له بده مرغه د امام خمیني دسیاسی مفکورې له مطرح کیدواو په نړیواله سویه د هغه له کامیابۍ او بریو  وروسته  بایده وه  چې اسلامی هیوادونه او هغه سیاسی نظامونه چې په اسلامی هیوادونو کې یې حکومت کاوه  د امام خمینی له افکارو الهام اخستی وای . او په خپلو هیوادونو کې یې بیلګه ګرځولی وای . په نتیجه کې به یې هم خپلواکی او هم  په خلکو تکیه او دخدای لایزاله قدرت خپله پانګه ګرځولې وه . خو تر ننه پورې هغوی لکه څرنګه چې بایده وه په دغه ایډیا عمل ونه  کړ . او د دې یو دلیل ښایی د استعمار ناوړه تبلیغات وي چې هڅه یې وکړه . د امام تفکر یوازې د شیعیانو تفکر معرفي کړي نه اسلامی . حال دا چې امام  خمیني د عدالت  غوښتنې خبره کوله او د نړۍ ټولو عدالت غواړو ته شاملیده حتی د مسلمانانو تر حدودو بهر . . نو استعمار په خپلو پروپاګنډو سره هڅه وکړه د امام خمیني دغه تفکر په یوې خاصې جغرافیا پورې محدود  وښیی . له بده مرغه  دهغه وخت په بلاک بندۍ کې زیاتره اسلامی هیوادونه په لویدیځ بلاک پورې تړلي وو او د شوروي له دړې وړې کیدو  او د لیبرالیزم د کیمپ له پاتې کیدو وروسته دغه تفکر هڅه وکړه چې د مارکسیزم ماته  د لویدیځ بلاک او د لیبرالیزم  بری  وبولی . له بده مرغه د لویدیځ بلاک  په افغانستان کې د مجاهدینو د بري په مراسمو کې هم هڅه کوي دغه کامیابي د  ځان وګڼي.او ووایی چې هغوی په افغانستان کې شوروي ته ماته ورکړه . او د مسلمانو مجاهدانو او  ولس په رول سترګې پټوي . همداراز لویدیځ بلاک هڅه کوي د شوروي له ماتیدو  وروسته ټول میراث په  ځان پورې وتړي د دې په نتیجه کې داسې یو خیال پیدا شو چې اسلامی هیوادونه باید په لویدیځ پورې خپلې پیلتیا ته دوام ورکړي او له نفسیاتي نظره د لویدیځ  د تبلیغاتو تر تاثیر  لاندې وي چې ووایی دا لویدیځ دی چې د نړۍ مشري کولای شي او څوک  چې له لویدیځ سره دی کامیاب دي . او یوازې لویدیځ  د نړیوال کلی بادار دی . او نور باید دهغه په څنګ کې ودریږي . دا غلظ باور او د پیلیتا دروغوالی چې سیاسی نظامونو درلود هماغه راز په ځای پاتې شو او اوس هم  دغه پیلتیا شته ده . او ځینې اسلامی هیوادونه په ځای د دې  چې ولس او خلک چورلیز وګرځوي لویدځ ته یې مخه کړې ده . التبه د ځوښۍ  خبره دا ده چې ورځ په ورځ حقیقتونه روښانه کیږي   او اسلامی ولسونه به متوجې شي چې هغه لور ته حرکت وکړي چې اسلامی انقلاب او امام خمینی یې بنیاد کیښوده . او اوس د رهبرۍ ستر مقام آیت الله العظمی خامنه ای په ډیرې  هوښیارۍ سره دهغه مشري په غاړه لري .اوس اسلامی امتونه په دې لور  روان دي چې یو ځل بیا د ن ړۍ په نورو  سیمو کې دغه اسلامی بیلګه تجربه کړي .نو د فلسطین او لبنان پیښې او د هغو تړونونو په وړاندې چې  امریکا یې د عراق په خلک تپل غواړي د عراق د ولس دریدل اویا په افغانستان کې د خلکو مقاومت ، دغو ټولو پیښو ته په پام سره هیله من یو  چې دا حرکت یو داسې توپان شي چې د لویدیځ بلاک لولپه کړي او د استعمار له ژغه  د اسلامی هیوادونو د ازادۍ سبب  وګرځي .

پوښتنه :

امام خمینی هغه تقوا او له خدایه ویرې ته په پام سره چې لرله یې او له دین او علمه په استفادې سره په شیعه او سنی کې د اختلاف تر خبرو لوړ شخصیت و او د انسانیت خبره یې کوله ولې زمونږ نور عالمان ونه توانیدل دغه ډول عمل وکړي ؟

ځواب :

څو لاملونو ته ګوته نیولی شو په قران کریم کې راغلی دي هر څوک چې تقوا ته مخه کړي خوای تعالی ورته یو خاص بصیرت او واقع بینی  ورکوي چې حقایق هماغه ډول  چې دي وویني چې دې ته حکمت وایی او څوک  چې تقوا ولري میوه یې حکمت  ده . او حکمت یعنې د  وګرنیز او ټولنیز ژوند  حکیمانه چلول ، او د حقایقو هغه شان پیژندل لکه څرنګه چې دي . امام خمیني په  هغه وخت کې په عین  حال کې چې لوی او پوه ساسی شخصیت و او متعبد او شب بیداره عارف و ، حقایق یې د ربوبیت له دره اخستل  او دهغه روښان بینۍ په برکت یې حقایق هغه شان چې دي لیدل او په هغه لاره  کې یې سم حرکت کاوه .  له  بده مرغه په ډیرو علماوو کې دا ډول پرهیزګاري نه ده موجوده . متاسفانه د نن مهال ډیر عالمان چې  ویجاړوونکی رول لري په داسې دربارونو پورې تړلي دي چې دغه دربارونه په دښمن او لویدیځه نړۍ پورې تړلي دي . یعنې په غیر مستقیم ډول د دښمن عوامل دي . نو لویدیځه نړۍ نه غواړي یو دینی عالم  که هغه شیعه وي او که سني داسې خبره  وکړي چې د کفر په وړاندې د اسلامي جبهې د یو والي سبب  شي .

پوښتنه :

تاسو د شوریانو په وړاندې د افغانانانو  جهاد ته اشاره وکړه  چې متاسفانه نن د دغه  جهاد میوه هغه شان چې بایده ده نه وینو . بلکه تر پخوا زیات  د بدو حالاتو شاهدان یو . نو تاسو دغه حقیقتونه څرنګه جاجوئ . ایا هغه تقوا چې د امام خمینی په باره کې مو وویل په واکمنانو کې د د دغه ډول تقوا  نیشتوالی  سبب شوی چې حالات نن داسې شي او مجاهدین  د شوروی له ماتې وروسته ونه  توانیدل دهغه میوه خلکو ته وړاندې کړي  او اوس په افغانستان کې د شوروي تر وخته زیات بد حالات واکمن دي . ایا دا ناکامی د تقوا د نیشتوالي له امله ګڼئ . او له دې امله چې د مجاهدینو په مشرانو کې د امام خمیني په شان تقوا لرونکي کسان نه وو  چې د مجاهدینو مشري یې کړې وای  او یو اسلامی حکومت یې جوړ کړی وای ؟

ځواب :

 په دې هکله باید څو ټکیو ته  توجه وکړو  چې حقیقت ته ورسیږو . د افغانستان جهاد دوه پړاوه لرل یوه مرحله د  ولس  د پاڅون وه چې د اسلامی ولسونو بلکه د ټولو ازادي غواړو په تاریخ کې یوه ډیره ځلانده  مرحله ګڼل کیږي . ځکه چې د یو  ولس ټول وګړي واړه او زاړه او ښځې او نران د یو ارزښت ضده  نظام په وړاندې ودریدل او خپل سر او مال یې قربان کړل . او تر یو نیم ملیارد زیات کسان یې قربان کړل .  او همدا مقاومت او د افغانستان د ولس عمومي پاڅون و چې شوري ته یې له اقتصادي او يوځي نظره زیات تاوانونه واړول او د خیتځ بلاک د ماتیدو سبب شو .

 بل پړاو د حکومت جوړولو پړاو دی یعنې که د شوروي کودتاچی حکومت ته نه وویل شول او ماته یې وخوړله او شوروي بلاک شاتګ وکړ تر دغه مرحلې پورې خلک مطرح وو او لومړی رول ولس درلود او په ښه ډول یې خپل رول ولوباوه . دوهم پړاو د سیاسی نظام د جوړلو پړاو و چې د خکو د باورونو او ارزښتونو په  اساس چې ورپاره یې وینې ورکړې وې یو نظام جوړ شي چې له اسلامه سرچینه واخلي او د ولس په رایو او خوښه ولاړ وي . خو به دې پړاو کې چله سیاسی مشرانو او د ګوندونو رهبرانو ته خبره رسیږي له بده مرغه ډیرې غمیزې رامینځته کیږي . چې نننی حالت هم د دغه  بې لیاقتۍ او نیمګړتیا دوام دی . او په دغه مرحله کې سیاستوالو او مشرانو خپل رول سم ونه لوباوه .

ستنیږو هغه څه ته چې تاسو وویل یعنې د   الهی تقوا او  په خدای  د توکل نه شتون . دا نه باور سبب شو چې  هغوی په بهرنیو هیوادونو تکیه وکړي او دهغوی له لارې پیسې لاسته راوړي او هر یو هڅه وکړه په هیواد په حکومت کولو کې زیاتې چوکۍ لاسته راوړي . او په نتیجه کې  له الحاد سره د خدای د لښکر جنګ د هوسونو او ځان منمیو په جنګ بدل شو چې هر یو غوښتل چوکۍ لاسته راوړي کله چې د دغو کسانو د هوسونو چې شیطان پکې ننوتلی و جنګ پیل شو نو هر ورځ د کړکیچونو کتونکي یو چې هره ورځ شیطانان نوی بحران پیدا کوي او دښمنانو چې کله ولیدل   چې افغان ولس مارکسیزم او ختیځ بلاک مات کړ نو وویریدل   چې که په افغانستان کې د اسلامی اصولو په اساس یو حکومت جوړ شي او دا هیواد د ایران د اسلامی جمهوریت تر څنګ ودریږي .هغه وخت به لویدیځ هم  د نابودۍ له خطر سره مخامخ شي . ځکه چې په دوو هیوادونوکې یعنې په افغانستان او ایران کې د شیعه او  سنی د دوو کامیابو سیاسی حکومتونو استازي به یو نظام   ولري چې  د فکری باورونو او جغرافیا له نظره هم سره نزدې وو . دې خبرې د لویدیځ له سترګو خوب تښتولی و او هغوی ته د زغملو وړ نه وه . نو په  ډير توان سره یې هڅه وکړه چې د هغه ټولنې په سیاسی مشرانو کې دننه ځینې کسانو واخلي او خپل تالي څټي یې وګرځوي . او د سیمې ځینې هیوادونه یې له دې امله چې دهغوی تر نفوذ لاندې وو په افغانستان  کې په ورانۍ مامور کړل او نتیجه دا شوه چې متاسفانه نن د افغانتسان ولس د خپلې ټولنې د مشرانو د بې کفایتې او بې تقوایۍ په اور کې سوزي .

پوښتنه :

د  افغانستان جهادي مشران هغه وخت چې جهاد اصغر روان و د جهاد اکبراو د تقوا د  حاصلولو  په فکر کې نه وو یا دا  چې لویدیځ کیمپ په خپلو مالی او  وسله والو مرستو سره جهادي مشران د تقوا له لارې بې لارې کړل . او شاید هغه وخت یې دا ویره او شننه لرله  چې که شوروي  ماته وخوري باید جهادي مشران داسې تربیت کړي چې د اسلامی ایران په څنګ کې یو حقیقی اسلامی افغانستان جوړ نه شي ؟

ځواب :

هغه مشران چې د ټولنې په مخ د مشرانو په توګه پیدا کیږي دوه ډلې دي . هغه مشران چې له اوله ځانونه جوړوي او بیا ټولنه پاڅون ته هڅوي او دوی یې مشري کوي او  په هغه تفکر سره چې پیل کړی یې وي له کامیابۍ وروسته یو سیاسی نظام  جوړوي . لکه څرنګه چې امام خمیني و او دوی له کلونو کلونو وروسته  د  ولایت فقیه په اساس یو نظام جوړ  کړ چې مخکې یې ورته قاعدې او ضوابط ټاکلي وو او د شاه رژیم له نسکوریدو وروسته یې اسلامی جمهوري نظام چې له مخکې یې پلان کړی و راوسته . چې د خلکو له  رایو او انتخاب سره هم یو ځای و .

دوهمه ډله هغه مشران وي چې په پیښو کې پیدا کیږي او دا مشران هم بیا په دوه ډوله دي یو هغه چې دخلکو له زړه او متنه راوتلي وي او دخلکو  غوښتنې ته تحقق وربخښی او بله ډله هغه مشران چې پیښو پیدا کړي وي او د نورو لخوا ګمارل کیږي . او دښمنان د خپلو اهدافو لپاره ځينې کسان په ټولنه  تپي . متاسفانه په افغانستان کې دغه دوهم ډول مشران پیدا شول او داسې جعلي او  ګمارل شوي مشران چې کوم پلان یې نه درلود  ځکه چې یو خو د خلکو له زړه او متنه نه وو خوټیدلي او بل یوازې د بهرنیانو د موخو د تحقق لپاره پیدا شوي وو هغه بهرنیان چې دوی  ته یې چوکۍ او پیسې ورکړې وې .

پوښتنه :

نو د  افغانستان د اسلامی غورځنګ په هکله ویلی شو چې له هماغه پیله کله چې جنګ پیل شو افغانستان په نامحسوس ډول د لویدیځ کیمپ لخوا  برمته کړی شو ؟

ځواب :

امریکا باور نه کاوه چې یو تش لاسی ولس د شوروي د سنبال او لوی پوځ په مقابل کې ودریدای شي . او شوروي ته ماته ورکړي . په هغه زمانه کې امریکا او لویدیځ هڅه وکړه  چې په پاکستان کې خپلې پښې مزبوتې کړي او پې نه ږدي چې شوروي له پاکستانه تیر شي . په تیره بیا  له ایرانه هم دوي ماته خوړلې وه نو نه یې پریښودل چې شوروي ګرمو اوبو ته ورسیږي . کله چې د مجاهدینو کامیابي په قطعی کیدو وه  لویدیځ په مخکې  ګام پورته کاوه . او اراده یې وکړه چې په مجاهدینو کې ځینې کسان له ځان سره کړي  او ښایی په پیل کې دجهاد  د ملاتړ په پلمه او داسې څیرې چې په ظاهره مسلمانې وې او په لویدیځ پورې تړلې وې د مجاهدینو په نامه له خپلو هیوادونو له شوروي سره د مقابلې په پلمه افغانستان  ته داخلې شوې وې . همداراز له اسلامی هیوادونو چې دلویدیځ تر سلطې لاندې وو ځنې کسان د افغانستان معرکې ته داخلې  کړی شول . او مونږ د افغانستان په راتلونکي کې تر ټولو زیات  تاوان له همدغه کسانو ولیده چې د افغانستان د جهاد دملاتړ په نامه افغانستان ته را لیږدول شوي وو . او په حقیقت کې په دښمن پورې تړلي کسان وو چې هم یې پخپله د دښمن په ګټه کار کاوه او هم یې په مجاهدانو کې ځینې کسان اخستل  او د دښمن په خدمت کې ګمارل   په دې خبره هغه وخت ښه پوهیدای شو چې د مجاهدانو له کامیابۍ وروسته او په  داخلی جګړو کې چې د همدغه لویدیځ د پیسو او وسلو په وسیله  رامینځته شوې تر پردې شاته لویدیځ  په دغو  مشرانو کې هر یو ته زیری ورکاوه  چې د افغانستان راتلونکی مشر به ته یې . لویدیځو مقاماتوبه په جنګ کې له ښکیلو بیلابیلو مشرانو سره جدا  جدا کتنې کولې او پټ ملاقاتونه به کیدل او پټې ستراتژۍ به یې ورکولې . چې بحران او جنګ هماغه راز باقي پاتې وي .او کله چې د مجاهدینو طاقت ختم شو یو بل سیاسی قدرت چې له مخکې د اسلام د دښمنانو لخوا روزل شوی و او  له افغانستانه بهر د ځینو مرکزونو له لورې  کنټرولیده  د طالبانو په  نامه افغانستان ته داخل کړی شو او د مجاهدینو ټولې بریاوې یې باطلې کړې او  هیواد یې د لویدیځ په غیږه کې وغورځاوه او په هغه وخت کې چې یو لویدیځ عسکر زړه نه کاوه چې د مجاهدانو په څنګ کې په افغانستان کې  شتون پیدا کړي نن ګورو چې  د ناټو په زرګونو عسکر په افغانستان کې موجود دي چې مثلا افغانستان له جنګه خوندي وساتي خو ایا دا د هغه داخلی جنګونو نتیجه نه ده چې د امریکا لخوا د  پیرودل شویو مشرانو په وسیله  رامینځته شوه او د بهرنیو ځواکونو د راتګ لپاره یې زمینه برابره کړه. لویديځ ورو ورو د هغو کسانو او ګوندونو په وسیله چې په افغانستان کې یې لرل په پیسې او وسلې سره  افغانستان ته داخل شو او دهغوی د عواملو پیسې د  فارس خلیج د څنډې عربو هیوادونو ورکولې  چې په افغانستان کې  یې دغه ډول حالات پیدا کړل .

پوښتنه :

شیعه او سنی مسلمانان په خپلو کې ډیر ګډولې لري او که دا دوه متحد وای نو دښمن په زمونږ په جغرافیایی سیمې کې د داخلیدو زړه نه کاوه . او زمونږ د  دین  سپيیڅلتیاوو او قران سپکاوی به یې نه کاوه . امام خمینی په دې خبره پوه شوی و او له همدې امله یې د انقلاب په هماغه لومړیو ورځو کې  ویلي وو چې څوک د شیعه او سنی  په مینځ کې اختلاف اچوي هغه نه شیعه دي او نه سني بلکه د دښمن ایجنټان دي   هغه ډلې چې نن په مسلمانانوکې د ناسور په شان په خپریدو دي او ځینې بیانیې خپروي ایا له دښمنه سرچینه نه اخلي او په دې بڼه کې ایا د مسلمانانو دنده  نه ده چې عملا پاڅیږي او د دغو ډلګیو په خلاف کار پیل کړي ؟

ځواب :

هر مسلمان  چې عقل او پوهه ولري که شیعه وي او که سنی که د دښمان له تبلیغاتو لیرې له ځان سره فکر وکړي او پوه شي  چې دښمن  هیڅکله په مسلمانانو که شیعه وي که سنی او که بیت المقدس وی او که د مسلمانانو بله ودانۍ رحم نه کوي او غواړي د مسلمانانو ټولې نښې له مینځه یوسي . او داچې ځینې مسلمانان  په تړلو لاسونو او ځینې یې په پرانستې لاسونو لمونځ کوي او یوه ډله وایی چې  دپیغمب(ص) ر له وفاته وروسته امام علی دخلافت وړتیا لرله او بله وایی چې د هغه حضرت له وفاته وروسته د ا دمسلمانانو دنده وه چې خلیفه وټاکی او خلکو ابوبکر خلیفه وټاکه . ایا  یو عاقل مسلمان د شیعه سني ټول مشترکات  او یوه قبله او یو کتاب پریږدي او په دښمن سترګې پټوي او دغه وړو اختلافاتو ته پام کوي ؟ دا کار هاله کیدونکی دی چې د انسان عقل د دښمنانو او تکفیري ډلو په  واک کې وي . نو په هر مسلمان د بل مسلمان د وینې بهیول حرام دي  هیڅ یو مسلمان د بل مسلمان په حدودو او حریم تیری نه شي کولی او باید په وړو وړو اختلافاتو سره د مسلمانانو کوټلی صفونه خراب نه کړی شي .

پوښتنه :

هغه ورځ چې امام خمینی رحلت وکړ ، هیواد باید بې رهبره نه وای پاتې شوی او د خبرګانو شورا ښاغلی خامنه ای د مشر په توګه وټاکه . تاسو مهرباني وکړئ د ایت الله خامنه اي د شخصیت په هکله زمونږ اوریدونکو ته معلومات ورکړئ چې دوي په دغو نولسو کلونو کې هیواد څرنګه وچلاوه ؟

ځواب :

په هغو کلونو  کې چې د امام خمینی له وفاته تیریږي معلومه شوې ده چې ایت الله خامنه ای هماغه لاره او روده خپله کړې ده چې د امام خمیني په نظر کې وه او د دې خبرې دلیل دا دی چې له یوې خوا خلک په اسلامی جمهوری نظام وفادار پاتې شوي دي او له بله پلوه نظام او حکومت هم په هماغه آیډیالونو او مفکورو پابند پاتې شوی دی او له همدې امله په سیاسی ، اقتصادي او نور زمینو  کې دکامیابیو کتونکي یو او له  همدې امله دښمنان ورځ په ورځ له دغه انقلاب سره خپله دښمني زیاتوي . که نظام له خپلو ايدیالونو او له استقلال ازادۍ او جمهوري اسلامی اصولو شاته شوی وای نو دښمنان به له دغه انقلاب سره دوستان وو  نو له دغه نظام سره د امریکا او صهیونست رژیم دښمنی د دې ښودنه کوي چې دا حکومت د امام خمیني په پله روان  دی .

پوښتنه :

نو له همدې امله امام خمیني په خپل وصیت کې فرمایلي وو چې په ډاډه زړه او ارامښت سره د ابدیت د کور په لور روان یم او تر څو چې دا انقلاب په خپلو اصولو پابند وي کامیاب به وي او د امام زمان له ظهور سره به یو ځای شي ؟

ځواب :

هو همداسې ده او حق بریالی دی البته کله کله حق غواړي کیدای شي یو څه کمزوری شي او حق لږ څه  تم شي خو د دې مطلب دا نه دی چې مغلوب او ناکامه شي . خو کله چې یوه  اسلامی جبهه په حقه وي او دامام خمیني د زمانې په شان حق غواړي ولري تل به د اسلامی انقلاب د ترقۍ او کامیابۍ کتونکي وو . د مارکسیزم  د ماتې له  وړاند وینې ورتیر امام خمیني دا وړاند وینه هم کړې وه چې یوه ورځ به لیبرالیزم هم ماته وخوري او او یوه ورځ به راورسیږي چې حق په په درسته نړۍ خپور شي او د ظلم او زیاتي ټغر به ټول شي .

 

 

 

 

 

 

 

د حضرت امام حسين د پاڅون او شهادت د څلويښتۍ د کليزې په مناسبت د افغانستان له تکړه  عالم ايت الله سيد محمود هاشمي ارزګاني سره د تهران ريډيو  د مرکې پښتو ژباړه .

پوښتنه :

ارزګاني صيب د امام حسين (ع) د شهادت د څلويښتۍ په شپو ورځو کې يو  دا  راته ووايئ چې د دکربلا په پيښه کې دغه څلويښتي څه اهميت لري  اولې   مسلمانانو د  تاريخ په اوږدو کې د امام حسين څلويښتي لمانځلې ده؟

ځواب : 

اول درسول الله مبارک د پاک لمسي  سيد الشهدا حضرت امام حسين (ع) د څلويښتۍ د رارسيدلو په مناسبت د نړۍ ټولو پتياليو  او د نبوي مکتب  لارويانو ته  تسليت وړاندې کوم ، اوله لوي خدايه دهغه   لارې د دوام توفيق غواړم چې رسول الله مبارک پيل کړه او دهغه حضرت د پاکو لمسيو په  وسيله يې دوام ومونده . او په تيره بيا سيد الشهدا  امام حسين عليه السلام او دهغه پاکې کورنۍ  بچيانو ، خپلوانو او يارانو يې ځانونه د هغه مکتب د احيا لپاره قربان کړل . او د خداي په  لاره کې يې قرباني ورکړه .

د امام حسين د څلويښتۍ په هکله بايد  دوه خبرې په نظر کي ونيسو  چې په ښه ډول د  څلويښتۍ په اهميت پوه شو .

اول دا چې دامام حسين (ع) غورځنګ او دکربلا پاڅون  دوه پړاوه لرل ، لومړى مرحله د ١٣٦٠  کال د رجب له اوه ويشتمې پيل شوه او د عاشورا تر مازيګره يې دوام وکړ . او په دغه پړاو کې د حسيني غورځنګ مشري پخپله امام  حسين په غاړه لرله . او د دغه پړاو پاي په دې ډول و چې اباعبدالله الحسين او دهغوي بچيان او ملګري شهيدان شول او امام حسين خپل ځان قربان کړ . په دغه مرحله کې يې مکې ته په ورتګ ، له مسلمانانو سره په خبرو اوله يزيد سره د خپل مخالفت په اعلان سره يې د ټولو مسلمانانو پام ځانته واړوه . او د رسول الله مبارک  له لارې د خلافت  غړيدل او د يزيد ظلم او استبداد يې خلکو ته روښانه کړ .

په کوم ځاي کې چې نن کربلا ده او دامام حسين د شهادت ځاي دى . په  هغه وخت کې يو وړوکى شان کلى و . او د يزيد منحرف دولت  او په تيره بيا عبيدالله بن زياد  دا سياست درلود چې امام حسين او د هغه بچيان  په دا سې ځاي کې شهيد کړي چې د خلک  له نظره ليرې وي او خلکو ته د هغه حضرت له رسيدلو مخکې يې دغه پيښه وکړه . او اراده يې لرله چې دا کيسه همدلته ختمه شي . او خلک پرې خبر نه شي  او خلکو ته داسې القا کړي چې يو څو کسان د يزيد دخلافت په خلاف پاڅيدلي وو او په اصطلاح د  مسلمانانو دخليفه په خلاف يې بغاوت کړى  او د اسلامي خلافت د دفاع له امله ووژل شول . او کيسه ختمه شوه .

خو هغه کسان چې  له دغه پيښې شاته پاتې وو منجمله ښځې او ماشومان او په سړيو کې امام سجاد (ع) چې دخداي  په مشيت  هغه حضرت بايد د امامت د لړۍ  دجاري ساتلو لپاره ژوندى پاتې واي په هغه وخت کې  ناروغ  او  له دغه  شيبې يعنې د عاشورا له مازيګره وروسته د قافلې مشري د بي بي زينب په  غاړه شوه . او دا مرحله ديو قول په  اساس تر څلويښتو  ورځو او د بل قول په اساس تر يو کال څلويښتو ورځو وروسته پورې ، د بې بي زينب(س) په غاړه وه . په روايتونو کې اختلاف دى چې ايا د امام حسين قافله دهغه کال په څلويښتۍ او که نه د بل کال په څلويښتۍ ستنه شوه .

د دغه پړاو مشري ډيره سخته او ترخه وه . ځکه چې په دغه پړاو کې هره شيبه داغدارو او پريشانو ښځو او ماشومانو د قافلې د مشرې زړه ځوراوه . ځکه چې ديزدي بې رحمه سپايانو هغوي ځورول ، او وهل به يې او په ټوله لاره  کې يې هغوي په متروکو سره وهل . دغو کسانو خپل ټول خپلوان له  لاسه ورکړي وو او غمژن وو او له بل پلوه له يو ظالم او خونړي حکومت سره مخامخ وو . په دغه وخت کې د دغه قافلې دنده دا وه چې خلک د يزيد له ظلم او ستمه   چې امام حسين يې په يوې ليرې سيمې کې شهيد کړ چې د دغه پيښې د ښکاره کيدو مخه ونيسي . خبر کړي او د امام حسين مظلوميت بيان کړي . حضرت زينب (س) دغه مرحله په ډيره ښه  توګه رهبري کړه . او دهغه وخت  خلکو ته يې دا حقيقت روښانه کړ  او هغه ټول محدوديتونه چې د ښځو يوه قافله يې لري  او سره له هغه غم او خپګانه ، کله چې کوفې ته  ورسيدل   د اسارت په جامه کې او  د لښکريانو له ټولو ظلمونو سره سره يې يوه ولوله ناکه خطبه ورکړه . په دې ډول چې د کوفې ټول خلک يې متاثره کړل او کومو کسانو  چې د پيغمبر ويناوې يې اوريدلې وې هغوي وويل چې دا خطبه خو بلکل د پيغمبر او  د علي د خطبې په شان ده . حالات بلکل بدل شول او د بنديانو د قافلې دساتلو اراده بدله شوه . ابن زياد پوه شو چې د قافلې د بنديانو دساتلو فيصله به د خلکو د پاڅون او بلوا سبب شي . نو اهل بيت يې د شام په  لور وليږل . او په شام  کې هم داسې مرحله وه . چې حضرت امام سجاد په جمات کې او د  خلکو د لمانځه په وخت له يزيده اجازه وغوښتله چې خلکو ته خبرې وکړي .خو يزيد اجازت ورنه کړ . او خلکو په ټينګار سره چې يې اجازه ورکړه چې دغه ناروغ او بندي کس خپله خبره وکړي .

ټولو ته پته ده چې مسلمانان يو بل نه شي اسيرولى او که يو کس د شهادتينو کلمه ووايي  د دغه کس نيول روا نه  دي .  خو يزيد د پيغمبر د کورنۍ او  د امت ډير غوره کسان نيولي وو . امام سجاد خپله خطبه ولوستله  او يزيد يې د  لمونځ ګدار په مخکې  رسوا کړ . بي بي زينب هم همدغه کار وکړ . نو يزيد متوجې شو چې د اهل بيتو شتون د هغه لپاره رسوا کوونکى دى  نو په  مکر او چل  ول سره يې اراده لرله چې له اهل بيتو بخښنه وغواړي او د خلکو په مخکې دهغوي لپاره د ډيرو ښو  جامو او ډاليو غوښتنه وکړي ، او ووايي چې دا کار ابن زياد کړې دى او هغه دامام حسين په وژول راضي  نه و . حال دا چې يزيد پخپله په  دربار کې د امام  حسين د سر بې حرمتي  کوله او دهغوي مبارک غاښونه يې په لخته وهل  . خو اوس خبره دې ته رسيدلې وه چې له اسيرانو او  ماشومانو او ښځو بخښنه وغواړي . او اهل بيتو ته اختيار ورکړي چې په خپله خوښه يا په شام  کې پاتې شي او هوسا ژوند ولري او يا هم مدينې ته ستانه شي . اهل بيتو وويل چې مونږ مدينې ته ستنيږو  ځکه چې په شام کې اوسيدل د يزيد د خلافت د تاييد په معنا وو نو فيصله يې وکړه چې مدينې ته لاړ شي او کله چې دا قافله د مدينې شام او کربلا درې لارې ته ورسيدله  د يزيد له سپايانو يې وغوښتل چې هغوي کربلا ته بوځي . او کله چې کربلا ته  ورسيدل د امام حسين د شهادت د څلويښتۍ ورځ وه .

د قافلې له رسيدلو مخکې دامام حسين په قبر باندې د رسول الله مبارک يو مشهور صحابي  موجود و. دا صحابي جابر بن عبدالله انصاري و چې  د امام محمد باقر (ع) تر زمانې پورې ژوندى و . کله چې قافله کربلا ته ورسيدله وې ليدل چې جابر بن عبدالله انصاري د امام حسين قبر ته ورغلى دى . جابر چې له پغمبر سره ډير نزدې کس و د امام حسين په مقام او منزلت پوهيده او په خپلو سترګو يې ليدلي وو چې رسول الله مبارک به امام حسين کله په اوږو سپرولو او کله به يې ښکلولو او ډيره مينه يې ورسره لرله . اوپه ځلونو يې له پيغمبره دا جمله اوريدله وه چې ( حسين مني  و انا  من الحسين لحمه لحمي و دمه دمي) نو جابر بن عبدالله انصاري چې بوډا له مدينې د امام  حسين دزيارت لپاره پلى کربلا  ته تللى و . په دې اساس د دغه ورځې لمانځل يو سنت دى . چې د رسول الله مبارک  اصحابو يې بنياد کيښوده .

د نړۍ مسلمانان او د اهل بيتوپيروان د دغه  ورځې په لمانځلو سره له يوې خوا له امام حسين سره تجديد بيعت کوي   او له بل پلوه  دامام حسين او په تورې د وينې د کاميابۍ درنښت کوي .او همداراز له شامه د کربلا  او مدينې په لور د امام  حسين د لوټلې قافلې د بريالي ستنيدو درنښت کوي .

پوښتنه :

نو نتيجه اخلو چې  که دکربلا دغورځنګ دوهم پړاو نه وى د دلومړۍ مرحلې ماهيت به نه و ښکاره شوى . او دوهمه مرحله تر لومړۍ مرحلې زياته سخته وه ، لکه څرنګه چې تاسو وويل او د حضرت بي بي زينب په شان باتورې ميرمنې دهغې مشري وکړه ، له تاسو غواړم چې مهرباني وکړئ  د شريکة الحسين حضرت زينب (س) د شخصيت په هکله هم راته يو څه ووايئ    چې د مسلمانو ښځو نننۍ ټولنه به تيره بيا زمونږ په سيمه کې چې له مشکلاتو سره مخخامخ دي پوه شي چې يوه ښځه په ټولنه کې څومره لوي کارونه کولى شي چې بي بي زينب د نننۍ زمانې د ښځې لپاره يوه بيلګه وګرځي  ؟

ځواب :

بي بي زينب داميرالمومنين حضرت علي (س) لور ده چې مور يې بي بي فاطمه الزهرا (س) ده . نو دا ددغو دوو لويو شخصيتونو په لمن کې روزل شوې ده . دوي بي بي زينب ته خاصه پاملرنه کوله او دا تربيت په ډير ښه ډول وشو . چې يو معصوم يعنې امام سجاد (س)به بي بي زينب ته  فرمايل : يا عمه  انت بحمدالله عالمة غير معلمه ،  يعنې اي ترورې!ته الحمد الله داسې لويه عالمه يې چې له هيڅ مدرسې دې سبق نه دى ويلې . چې دا دې ښودنه کوي چې دخاص علم له مجرا چې اهل بيتو رسو ل خداي او حضرت علي او فاطمه درلود  په يو ډول بي بي زينب ته منتقل شو  او ډيره عاقله وه په دې ډول چې دوي ته به يې عقيله بني  هاشم ويل . يعنې د بني هاشمو د قبيلې تر ټولو عالمه ښځه . او کومې خبرې چې دوي په کوفې کې وکړې او کومې يې چې د يزېد په دربار کې او کله چې د مختلفو هيوادونو مشران او استازي موجود وو  وکړې . د قران  دايتونو ا و روايتونو او د عقل او پوهې او منطق په لوړې درجې ولاړې وې  په دې ډول چې بې ځوابه شو او د هغې په مقابل  کې يې هيڅ ونه  ويل شول . او همداراز يې دکوفې په مجلس کې دومره په منطق او پوهې سره خبرې  وکړې چې له ابن زياد سره دځو اب لپاره ځه نه وو . چې له د ذدوي له خبرو ورسته يې ووايي . او کوم عمومي افکار  چې دخلافت په خلاف راولاړ شوي وو غلي  کړي .

که په پنځوسو کلونو کې د بي بي زينب ژوند ته پام وکړو هم هغه وخت چې دمو ر او پلار په لمنه کې روزيدله او هم هغه وخت چې د امام حسين د غورځنمګ مشري يې په غاړه واخسته ددوي ډير لوي شخصيت وينو  چې په  يو وخت د قران معلمه ده او کله چې د په کوفې کې دحضرت علي خلافت وو دوي د قران درس ورکاوه  او کله چې د اسير په توګه کوفې ته لا ړه هغه بوډۍ ښځې چې قران يې يو څه زده وو پوه شول چې دا هماغه غږ دى چې دوي ته به قران ښوده  نو په دغه ټول عمر کې ګورو چې د دوي يوه رڼه او څلانده څيره ده او مونږ بايد خپله زمانه له هغوې زمانې سره پرتله نه کړو او نن که ښڅځه په ټولنه کې شتون پيدا کوي او کومه خبره کوي او يا کومه سياسي او ټولنيزه مفکروه بيانوي په دې خاطر ده چې پوهنتونه ته ځي او په ټولنه کې  دشتون ډيرې زمينې لري خو په هغه زمانه کې يوه ښځه او هغه هم بندي او په داسې شرائطو کې چې د تبليغ  ټول اوزار د دښمن په لاس کې وو او دا په زولنو کې وه  او  دماشومانو او ښځو پهمنځ کې وه نو په دغو شرايطو کې چې په ټولنه کې د ښځې د شتون  او تعليم زمينه نه وه برابره دوي له ټولو  محدويتونو سره سره  دقران په ايتونو رواينونو او منطق په تکيې سره هغه ټول خلک قانع کړل او يزيد يې دخلکو په وړاندې رسوا کړ . چې يزيد هغه کس دى چې د  پيغمبر د سنت  په خلاف يې عمل کړى او جنايتونه يې کړي دي . که مونږ دغو ټولو زمينو ته وګورو کولاي شو چې له يوې خو ا د بي بي زينب (س) له شخصيت سره اشنا شو او له بل پلوه دا درس زده کړو چې هغه ښځې چې غواړي د پيغمبر په لاره روان  شي او د سړيو په څنګ کې شتون ولري او عالمانه  رول ولري  بايد دکربلا له غورڅنکه زده کړي چې که په يو غور ځنګ کې ښځې د سړيو په څنګ کې   نه وي هغه غو رځنګ کاميابۍ  او نتيجې ته نه رسيږي .

پوښتنه :

دا راته ووايئ چې دبي بي زينب ويناوې ، فداکاري او سرښندنه له  کومه ځايه سرچينه اخلي او څرنګه وتوانيده د عاشورا د غورځنګ د اولې مرحلې سختۍ  چې بې له امام سجاده ټول سړي  شهيدان شوي  وو تيرې کړي او او بيا دوهمه مرحله چې تر اولې سخته وه وزغمي ؟

ځواب :

د حضرت علي او حضرت زهرا (س) په شان مور او پلار او بيا د حضرت امام حسن او امام حسين په شان ورڼو په دغه تربيت کې رول درلود نو که دغه تربيت نه واي دومره لوي شخصيت به موجود نه و ځکه چې بي بي زينب امام نه وه چې ووايو چې د امامت علم ورته منتقل شوى وي خو د دغه علم يوه رڼا يې له ځان سره لرله ځکه چې په داسې فضا کې لويه شوې وه چې په لدني علم او  په پراخو الهي علمونو خړوب وه . او هغه جمله چې  امام سجاد دوي ته وفرمايله چې : ته داسې لويه عالمه يې چې مدرسې ته نه يې تللې . يعنې لدني علم لرې او دا علم چې امام معصوم يې بي بي زينب ته نسبت ورکوي  ډيره مهمه خبره ده  د دوي د پيژندلو لپاره  پر هغه تربيت سربيره چې دداسې مور او پلار تر څنګ يې لاسته راوړى و .

پوښتنه :

نو د دوي تقوا هم د دوي د شخصيت په جوړيدو کې مهم رول درلود  دوالدينو پر تربيت سربيره  يې لويه تقوا هم لرله او که دغه تقوا نه واي نو له لدني علمه به نه برخوره کيده ؟

ځواب :

بې له شکه همداسې ده  او تقوا ته رسيدل هم ځانته يوه مرحله ده چې له هغه چاپيرياله چې ماشوم پکې لوييږي سرچينه اخلي  او که چاپيريال او فضا ککړه وي نو يو کس ډير په سختۍ سره الهي تقوا ته رسيدلي شي  نو  دهغه بي د شخصيت په جوړيدو کې اول  رول د تربيت او بيا دهغوې د د تقوا دى چې دا پخپله د خداي د لطف او الهاماتو زمينه برابروي  چې دهر انسان په زړه او شخصيت کې پيدا کيږي  په يو حديث کې راغلي دي چې که يو انسان څلويښت ورځې په الهي لاره کې په اخلاص سره ګام پورته کړي او دخداي خاص بنده وي خداي تعالي الهي چينې دهغه په زړه کې روانوي  او دا هغه توفيق و  چې بي بي زينب ترلاسه کړ . دا فکر  ونه کړئ چې خداي تعالي خپل عمل او نور  په ککړو زړونو کې ږدي .

د کربلا پيښو  چې بي بي زينب د خپلو خپلوانو وروڼو او بچيانو   او دکورنۍ دغړيو د شهادت کتونکې وه د هغې بي بي په ارادې او ايمان کې کوم اثر ونه کړ او د شام غريبان په وخت چې خيمې سوزيدلې وې او ماشومان په  صحرا کې راغونډ وو بي بي زينب به نيمه شپه جانماز خوراوه او لمانځه ته به دريدله . او له دې امله چې د دريدلو توان يې نه درلود نو په هغه شپه يې په ناسته د تهجدو لمونځ وکړ او په هغه سخته شپه هم دهغې د تهجدو لمونځ پاتې نه شو . او دا هغه څيز و چې بي بي زينب ته يې لوي شخصيت ورکاوه او هغه يې د امام حسين د پاڅون په شان د دومره لوي غور ځنګ د مشرۍ وړ وګرځوله . يا هغه وخت چې د خپل ورور تنې ته څان رسوي  او هغه خبرې چې د خپل ورور له ټوک ټوک بدن سره يې کوي  د ورور تنې ته لاندې لاس ورکوي او هغه د اسمان په لور پورته کوي او وايي ، اي خدايه دا قرباني  له ال پيغمبر نه قبوله کړه . په دغه شيبو کې بي بي زينب يوازې خداي  ويني  او يوازې د پروردګار د رضا په فکر کې ده . د خداي سلام دې  وي په هغه  لويې او دقدرمنې ميرمنې .

پوښتنه :

نو يوازې يو داسې کس چې سم تربيت او تقوا ولري لدني علم لاسته راړولى شي .  متاسفانه په ټولنه کې ځينې  منحرف افکار حتي د معصومانو او پيغمبرانو لپاره هم ددغه ډول علم د لرلو قايل نه دي ؟

ځواب :

پخپله دا حديث چې ذکر مې کړ چې  څلويښت ورځې دخداي لپاره په خلوص سره دعبادت  په هکله  و يو مشهور او منل شوى حديث دى  او ټولې اسلامي فرقې يې مني  او مونږ په تاريخ کې هم دا سې القائات او الهامات لرو چې په  متقي کسانو شوي دي  او پاک او پرهيزګار کسان دخداي د عبادت او  بندګې په برکت دغه درجې ته رسيدلي دي  چې دخداي له  نور او علمه زياته ونډه ترلاسه کړي . دا په مسلمانانو کې يوه  مسلمه خبره ده  او که يو ښاپيرک  د لمر د رڼا منکر شي دا پخپله په هغه کې عيب دى  نه دا چې لمر نيشته يا رڼا نيشته .

پوښتنه :

دا چې په دوهم مرحله کې دکربلا ماهيت خلکو ته ښکاره شو د هغه وخت په خلکو  يې څه تاثير درلود  او دغه اثر څرنګه دوام ومونده ؟

ځواب :

که د امويانو او ديزيد او معاويه خلافت ته پام وکړو  چې په ناحقه د رسول الله مبارک په ګدۍ ناست وو او دا مقام يې غصب کړى و  او له بل پلوه يې د خلکو ذهنونه داسې جوړ کړي وو  چې د هغوي ټولې خطاګانې د خلکو له نظره پټې پاتې کيدلې . خلکو ډير  زيات باور کړى و چې دوي په حقه دي . په دې ډول چې د لوي مورخ طبري  په وينا که معاويه  خلک د چهارشنبې په ورځ د جمعې لمانځۀ ته  بللى هغوي ورتلل . دهغوي ذهنونه دومره تسخير شوي وو چې پوښنته يې  نه کوله چې ولې بايد د جمعې لمونځ  د شورو په ورځ وکړي . دا تسخيرونکى خلافت بايد په کلونو کلون چليدلى . خو دکربلا پاڅون او د محرم له لسمې وروسته د دغه غورځنګ دوهمې مرحلې چې امام سجاد او بي بي زينب وچلوله داسې نتيجې رامنځته کړې چې مونږ د اموي خلافت د جرړو د شړيدو او په کوفې کې د توابينو د قيام او بيا په مدينې کې د حرې د ترخې پيښې کتونکي وو  او په سلګونو قاريان او مسلمانانو د يزيد د ظالم حکومت په  وسيله ووژل شول .  او د کعبې سپکاوى وشو او د يزيد سپايانو سره د اسونو د پيغمبر حرم ته ننوتل  او دوه کاله وروسته  ګورو چې په  مکې کې قيام وشو  او مکه په منجنيقو وويشتل شوه  او په ډير کم وخت کې د يزيد حکومت له منځۀ لاړ   او زمينه دې ته برابره شوه چې د عباسي خلفاوو په شان کسان په خلافت کيني . چې د عاشوار له غورځنکه يې تاثير منلى و . او دوي د پيغمبر کورنۍ ته دخلکو پام اړولى و. دوي به د اهل بيتو  په نامه او د پيغمبر د کورنۍ ديو کس په نامه پاڅون پيل کړ . او دکاميابۍ علت يې همدا و که نه وي هيڅکله به نه وو کامياب شوي . چې البته وروسته پکې انحرافات پيدا شول او کله يې چې د خلافت په ګدۍ  تکيه ووهله د اهل بيتو حق يې غصب کړ . نو که دغه غورځنګ نه واي . اول دا چې د اموي کورنۍ  بد او سپک ماهيت به نه و ښکاره شوى او  خلکو به هماغه انحراف جاري ساتلى واي او د اهل بيتو د حقانيت  او د نبوي مکتب څيره به چې پټه پاتې شوې وه خلکو ته نه وه ښکاره شوې  او د ظالمانو  او د نبوي مکتب په منځ کې بۀ فرق نه و معلوم شوى .

پوښتنه :

نو هر کال د امام حسين دغورځنګ او د څلويښتۍ لمانځل دغه فلسفه لري چې تاسو عرض کړه او بايد هر کال ولمانځل شي ؟

ځواب :

د هغه غورځنګ چې دباطل  په خلاف پاڅيده د ياد لمانځل او د هغوي شهيدانو درنښت  چې ځانونه يې د پيغمبر د لارې او مکتب د ژوندي کولو لپاره  قرباني کړل او د کربلا له پيښې الهام اخستل او ا چې مونږ هم حاضر يو کله چې  په اسلام سخته راغله ځانونه قربان کړو  او له دغو ميړانو  درس واخلو . او د يو ځل بيا د پيغمبر له مکتب او لارې سره تجديد بيعت وکړو او دهغوي د قدرمن لمسي امام حسين او بي بي زينب لاره   جاري وساتو دا ټول هغه درسونه دي  چې مونږ يې دکربلا له پاڅونه اخلو .  او با يد ژوندي يې وساتو .

پوښتنه :

که د تاريخ به اوږدو کې دغو درنښتونو ته وګورو په مختلفو پړاونو کې له مشکلاتو سره هم مخامخ و  او د بني عباسو ظالمو واکمنانو چې تاسو وروته اشاره وکړه  ورسره يو ډول مخالفت کاوه  او په اسلامي ټولنه کې داسې منحرف کسان شته چې د امام حسين د ورځې له لمانځلو سره مخالفت او دښمني کوي ولې دوې تر اوسه په دغه فلسفه نه دي پوه شوي  او ايا دوي اوس هم د  يزيد او امويانو په لاره روان دي ؟

ځواب :

د امام حسين (س) په غزادارۍ او دوير په مراسمو کې د هر مسلمان شتونه  دا پوښتنه په ذهن کې پيدا کوي چې د پيغمبر لمسى ولې ووژل شو  او جګړه په څه شي وه .؟ او د دې ځواب دا دى چې خلافت او دربار  بې لارې شوى و او د پيغمبر په ځاي د امويانو جابر حکومت راغلى و . د پيغمبرد لمسي دنده دا وه چې  د باطل په وړاندې ودريږي که څه هم دهغه د سر او د کورنۍ د غړيو د شهادت  او بندي کيدو سبب شي . دا پيغام د هر غاصب او ظالم حکومت لپاره د منلو وړ نه دى . نو د تاريخ ظالمانو هميشه هڅه کړې ده چې دا شمعه مړه کړي . او تاسو ته به پته وي چې په ځلونو  يې دامام حسين قبر ړنګ کړى دى حتي   په هغه يې اوبه ورپريښي دي چې په پټي بدل شي او هير کړى شي خو کوم څراغ چې خداي يې بل کړي هيڅوک يې دګلولو  وس نه لر ي  د قران په وينا خداي يوه  رڼا بله کړې ده . دا رڼا چې د عاشورا په پاڅون کې يې دوام  ومونده ، نه مړه کيږي . او په دې وجه هر کال او په هر وخت کې د امام حسين په غزادارۍ کې په لکونو خلک شرکت کوي .

اموي تفکر چې په خلکو کې کلک شوى و او په حقيقت کې  له پيغمبر سره په دښمنۍ ولاړ و . خو له دې امله چې دښمنان مکار و له پيغمبر سره دښمنې يې پټوله او که ويلي يې واي چې د پيغمبر دښمنان دي نو خلکو بيا نه منل .  خو ورو  ورو دا ذهنيت راتلونکو نسلونو ته منتقل شو  . چې دهغوي دمشرانو سپيرو موخو ته متوجې شي  او پوه شي چې دوي له پيغمبر سره مخالف دي .

نو د هغه وخت ظالمو واکمنانو بيا د د عاشورا د پاڅون له درنښت او يادولو وسره مخالفت پيل کړ .

مونږ نن هم يزيدي  تفکر لرو   چې له حسين تفکر سره مخالف دى  او له بل پلوه حسيني تفکر لرو چې د اهل بيتو او دپيغمبر د بچيانو په لاره روان دى .

پوښتنه :

نن سبا کوم لوي قدرتونه د يزيدي تفکر په پياړوتيا کې  رول لري ؟

ځواب :

په دې زمينه   کې داسلام دښمنان په دې خبره پوه شوي دي چې اسلامي غورځنګ او د باطل په وړاندې د  مسلمانانو پاڅون له دوو سرچينو  الهام اخلي . د پاڅيدو او قيام ځواک دکربلا له پاڅونه اخلي او له بل پلوه د ښه راتلونکي الهام د رسول الله مبارک د  وروستې لمسي ، حضرت  امام  مهدي له فرج او پاڅونه اخلي . يعنې د باطل په وړاندې د  پاڅون څواک  د امام حسين له غورځنګ او راتلونکي او کاميابۍ ته هيله دامام زمان  د ظهور له انتظاره اخلي . نو هڅه کوي چې دا دوه انرژي ورکونکي او الهام بخښونکي سر چېينې په هر ډول چې وي له مسلمانانو واخلي . چې مسلمانان د پاڅون لپاره کومه سرچينه و نه لري . او ښه راتلونکي ته هيله ونه لرلى شي . او وينو چې د  اسلام د د ښمنانو  له لوري د انرژى او طاقت په  دغو دوو سرچينو   هره ورځ تر  پخوا زيات فشار او دباو راځي . او له بل پلوه پخپله په  اسلامي ټولنه کې هم د ناپوهو مسلمانانو لخوا له دښمنانو سره مرسته کيږي . او دامام حسين  د پاڅون د  درنښت او د امام   مهدي د فرج او ظهور لپاره د تياري په خلاف درنې حملې کيږي .

پوښتنه :

داهل سنتو لويو عالمانو په دې هکله څه ويلي او څه ليکلي دي ؟

ځواب :

دا خبره داسلام او کفر پوله ده . او دا نه شي کيداى  چې يو کس په پيغمبر ايمان ولري او دامام حسين منکر وي  چې پيغمبر په ځلونو فرمايلي دي چې حسين له ما دى او  زه له حسينه يم . او دا  چې حسين د هدايت کشتۍ  او د هدايت څراغ دى. او همداراز يې فرمايلي دي چې زما اهل بيت د نوح د کشتۍ په شان دي  څوک چې په دې کشتۍ کې کښيناستل وبه ژغورل شي او څوک چې ترې پاتې شول تباه به شي .

دا هغه حديثونه دي چې د شيعه او سنيانو په کتابونو کې راغلي دي . او ايا ممکنه ده چې يو مسلمان پيدا شي چې حسين ونه مني يا دا خبره ونه مني چې حسين د جنت د زلميانو سردار دى . او ماته ياد دي چې په بقيع کې چې د سعودي عرب دامر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورانو مسلمانان په قبرونو د زيارت نه منعې کول . هغوي ته مې يادونه وکړه چې ايا دخداي رسول نه دي فرمايلي چې حسن او حسين د جنت د ځوانانو سرداران دي . وې ويل : هو مونږ هم داخبره منو .او داسې مسلمان به نه وي چې داخبره ونه مني . خو کله د اسلام د دښمنانو غرضونه او موخې داسې په مسلمانانو کې پلې کيږي چې هغوي عملا د اهل بيتو له دره ليرې کوي . او انحرافي مفکورې  د مکارانه او غولوونکو طرحو په چوکاټ کې د مسلمانانو  په عامو افکارو کې خپروي .

پاي


 

دفرانسې له يوه تلويزيوني  چينل سره دايران دولسمشر ښاغلي احمدي نژاد مرکه  :

خبريال : ښاغلى ولسمشر زه له ښاغلي تري توليه سره په نوي کال کې او دنورورز په ورځ ستاسو خدمت ته حا  ضر شوي يو تاسوبه په راتلونکو څو ورځو کې  دملګرو ملتوپه عمومي اسمبلۍ کې وئ او دنړۍ مهمه برخه د ايران له لوري ديوه حرکت په تمه ده ،يو سوله ييز حرکت ،داسې حرکت چې دايران له لوري يو پرانستونکى حرکت وي او له نړيوالې ټولنې سره به د ملګرتيا سبب شي ايا تاسو  به په نيويارک کې داوسيد و په وخت کوم ابتکار وړاندې کړئ؟او مونږ به دايران په دريځونوکې دبدلون يا نوي ابتکار کتونکي واوسو ؟

ولسمشر :

بسم الله الرحمن الرحيم  .زه لومړى خپل سلامونه دفرانسې صميمي ملت ا و درستو فرانسوي ژبو ته وړاندې کوم تاسو ته هم په تهران کې ښه راغلاست وايم په دغې ښکلې هوا او دپسرلي په ښکلې ورځ  تهران ته راغلي ياست چې له يو بل سره خبرې وکړو.

 ما اعلان کړى دى په هغه ورځ چې   دايران داټومي مسلې په هکله خبرې کيږي زه به امينت شورا ته لاړ شم او هلته به دايران د ملت دريځونه بيان کړم . دايران ملت تل يو سوله ييز ملت پاتې شوى او هيڅکله دهيڅ يوه ملت په وړندې نه دى دريدلىخو دهغو کلمو په هکله چې تاسې خبرې وکړې لکه نړيواله ټولنه او يا دايران له لوري لارپرانستونکى او سوله ييز حرکت  په دې هکله ډيرې خبرې شته ،مونږ فکر کووله ځينو زور ويونکو او ځان منمو قدرتونو سره مخامخ يو،نه له نړيوالې ټولنې سره ، نړيواله ټولنه  خو څه دپاسه شپږ مليارده انسان دي چې  دځمکې په کرې کې ژوندکوي او دا څه دپاسه ١٩٠ هيوادونه دي. ځينې قدرتونه البته دهغوي حکومتونه  ستونزې لري مونږ  دامريکا له خلکو سره هم ښې اړيکې لرو همدغه راز  دبريټانيا له خلکوسره خو له حکومتونو سره  ېې نه، ځکه چې حکومتونه ېې ځان منمي او کبرجن دي هغوي دزور په ژبه خبره کوي خو دا هم ايران دى د تمدن او کلتور  دزرغونيدا ټا ټوبى ، دغه ستر ملت به تسليم نه شي ، درست دخبرو پلويان يو زه فکر کوم د فرانسې ملت هم همداسې دى ، ايا د فرانسې ملت چمتو دىد خپلې خپلواکۍ او مسلمو حقوقو په هکله سستي وکړي.؟ تاريخ خو  دغه خبره نه ده ثابته کړې او دايرا ن دملت لپاره هم دغه خبره نه ده ثبت شوې . البته مونږ تر اوسه پورې ښه وړنديزونه درلودلي دي او زمونږ دغه وړانديزونه دقانون په اساس او دايران دمسلمو حقوقو په لړکې دي .

خبريال :

ايا تاسو به په نيويارک کې داسيدو په وخت کوم نوى وړانديز مطرح کړئ ؟

 ولسمشر :

زمونږ وړانديزونه به دقانون او دايران په شمول د درستو ملتونود مسلمو حقوقو په  اساس وي  هسې نه چې دامريکا يا انګلستان حکومت  ېې واي .

 خبريال :

 ايا مثلاً تاسو چمتو ياست دايران په ضد دبنديزونو اوسزاګانو د ختمولو په وړاندې ديوارانيمو پخو لو بند کړئ ؟

ولسمشر :

دايران له لوري ديورارنيمو پخول بيخي قانوي کار دى  خو په امنيت شورا کې  دامريکا او انګلستان اقدامات بيخي غير قانوني دي  ايا يوقانوني کار له يوه غير قانوي کار سره پرتله کولاي شو؟دا خبره دملنډو نه ده؟ په دغسې نړۍ کې چې دغو  دوقدرتونوجوړه کړې په خپله ېې ډول ډول اټمي بټۍ جوړې کړې او دسونګو دتوليد څرخې لري حتي له سوله ييزې لارې هم غړيدلي دي خو په مقابل کې  دايران دملت  بيخي قانوني اوسوله ييزکاربندوي. دا دوه بيلابيلې خبرې دي او يو شان يې نه شو بللى .

خبريال :

په دې ډول تاسوپه ايران کې د يوارانيمو د پخولو ځنډولو ته چمتو نه ياست ؟

 ولسمشر :

دايوه غير قانون غوښتنه ده .

خبريال :

ښاغلى ولسمشرتاسو څه ډول درست هغه کسان چې همدا اوس مونږ ويني قانع کولاي شئ چې دايران ديورانيمو د پخولو فعاليتونه  داټومي بم دجوړولو په لړ نه دي؟

ولسمشر :

تاسو فکر کوئ څه ډول قناعت ورکولاي شو ؟ايا له اژانس او دآژانس له پلټنو پرته بله  لاره او قانون شته  ؟

خبريال :

خو تاسو دآژانس پلټونکوته بشپړه آزادي نه وه ورکړې ؟

ولسمشر :

اتفاقاً مونږ له آژانس سره ډيره ملګرتيا کړې ده دا به ښه وي چې آژانس زمونږدملګرتياو او دڅارنې په هکله يو راپور خپور کړي تر ځو معلومه شي کوم هيواد تر ټول  ډيره ملګرتياکړې ده . زه فکر کوم دغه مقايسه به ډير څه  روښانه کړي، آژانس دې اعلان وکړي امريکا ، انګلستان ،او نورو اروپايي هيوادونو ځومر ملګرتيا کړې ، زمونږ درست اتومي مرکزونه د آژانس دکيمرو تر څارنې لاندې دي آژانس هم  په لسګونو راپورونه خپاري کړي دي او په درستوکې ېې  ويلي چې هيڅ ډول انحراف نه دى ليدل شوى  و البته اژانس هم بايد دقانون په اساس خپل کار وکړي .

 خبريال :

خو دآژانس د راپورونو په اساس  ايرا ن په حقيت کې   دخپلو فعاليتونو پراخوالى پټوي ا وځيني فعاليتونه يې د آژانس  له نظره پټ ساتلي دي؟

 ولسمشر :

ويلاي شئ کوم راپور داسې ويلي ؟

خبريال :

ددغو راپورونو په اساس ايران  ډيره موده خپل فعاليتونه  افشا کړي نه وو؟

 ولسمشر :

دا سمه خبره نه ده ، دغه راپو ر په آژانس پورې اړوند دي، دا  د امريکا او انګلستان ادعا ده. هغوي ادعاکوي چې ايران ځينې خبرې پټې کړې دي، دآژانس درست راپورونه ددې ښودنه کوي چې ايران په سوله يزې او قانون لارې حرکت کوي ، البته  طبيعي ده  چې تل آژانس ځيني پوښتنې لري تاسو پوهيږئ چې آژانس  ډيره موده د امريکا او انګلستان تر سياسي فشارونو لاندې ؤ هماغه ډول چې اوس امنيت شورا د هغو ي تر دباوو لاندې ده ، خو په درستو راپورونو کې په ډاګه ويل شوي دي چې دايران  په اټومي پرګرامونو کې هيڅ انحراف  نه دى ليدل شوى  ، امريکا او انګلستان غواړي له قانونه بهر يوه لاره برابره کړي  او ددې معني  هم نړيواله ديکتاتوري ده چې داستعمار د وخت يادونه کوي.

 خبريال :

که تاسو واقعاً غواړئ په خپلو خبرو کې شفاف او روڼ واوسئ  مونږته ويلاي شئ په ايران کې څو سنټر فيوژونه فعاليت کوي ؟

 ولسمشر :

تاسو داټومي انرژۍ د آژانس مامور ياست؟ دآژانس پلټونکي دې راشي او راپور دې برابر کړي.

 خبريال  :

 نه زه خبريا ل يم.

ولسمشر :

دآژانس پلټونکي دې راشي او راپور دې ورکړي ، تاسو هم که غواړئ په خپله نيغ په نيغه ورتلائ شئ او هر څه کتلاي شئ فلمونه هم تر ې جوړولاي شئ .

خبريال :

 په هر حال مونږ غواړوستاسو له موخو خبر شو؟ ايا تاسو همدانن شپه په ډاګه ويلاي شئ چې ايران په اټومي وسلو پسې نه دى ؟

 ولسمشر :

 مونږ په ځلونو ويلي دي، وګورئ نن سبا اټومي وسلې کارندوالى نه لري، البته مونږ له اعتقادي پلوه هم اټومي وسلې نه غواړو دغه ډول وسلې اودهغو جوړول زمونږ له اعتقاداتو سره په ټکر کې دي ،  البته که څوک هوښيا رسياسي شنناندى وي پوهيږي چې نن سبا اټومي وسلې نور کارندوالى نه لر ي ، اوس دملتونو دبيدارۍ وخت دى ، بمونه ،انساني معادلې نه شي هوارولاي ، تاسو په عراق کې  دامريکا حالت ګورئ  دامريکا وسله کوټونه  د دريم او څلورم نسل له بمونو ډک دي دنړۍ لوي وسله کوټونه اوس له امريکا او انګلستا ن سره دي، آيا  دامريکا بمونه  دغه هيواد  دعراق له جبهې ژغورلاي شي؟ همداراز صهيونست  رژيم اټومي وسلې لري ايا په لبنان کې بريالى شو ؟ پخواني شوروي هم اټومي وسلې درلودې  آياا ټومي وسلو ددغه هيواد د دړې وړې کيدا مخه ونيوله؟نه ،  اوس دانساني معادلو وخت دى او تفکر  دى چې هر څه ټاکي بم دغه کار نه شي کولاي هغه کسان چې دخپلو خلکو پيسې په بمونو لګوي اوله خپلو خلکو سره خيانت کوي غوره ده دغه پيسې په   روغتيا او دخلکو په سوکالۍ ولګوي، البته مونږ په امريکااو انګلستان  کې ددغه ډول تفکرپر  جرړو ښه پوهيږو هغوي نړۍ ته  د دښمنۍ او تمې په سترګه ګوري، هغو ي له  ملتونو سره  دښمني لري ، هغوي غواړي په  درستو ملتونو سلطه ولري ، دملتونو فرهنګ ورته ارزښت نه لري ، تاسو وګورئ د اروپا پر ملتونو ېې څه ډول کلتوري يرغل پيل کړى دى ، اوس په فرانسې کې وګورئ دامريکايي کلتور د يرغل او بې پروايۍ کتونکي يو، هغو ي  غواړي نړۍ د دښمنۍ  او جنګ له  لار ې اداره کړي، خو زمونږ نظر  انساني دى مونږ وايوملتونه بايد له يو بل سره دوستان وي او خبرې اترې وکړي زمونږ له نظره درست انسان  ددرناوي وړ دي بايد داسې نړۍ جوړه کړو چې درست پکې وروڼه وي داسې نه چې ځينې پر نور ومسلط وي دغه سلطه مونږ نه منو.

خبريال :

که دايران دريځ دانديښې وړ دى  يو دليل يې داهم دى چې ستاسو خبرې تر يوحده ګواښونکې دي مثلاً داچې ويلي مو دي اسرائيل بايد دځمکې له نقشې ورک شي،دغو خبرو انديښنې راپيدا کړي دي چې په حقيقت کې ېې دايران اټومي دوسې  ته هم سرايت کړى دى ؟

ولسمشر :

ولي بايد انديښنې پيداکړي مګر صهيونست رژيم  دامريکا او اروپا يوه برخه ده، خو فکر کوو  دوي پر امريکا او اروپا تپل شو ي دي هماغه ډول چې دسيمې پرهيوادونو تپل شوي دي. زه له تاسو پوښتنه کوم چې شوروي  اتحاد اوس چيرته دى ؟ ايا دړې وړې نه شو؟ څه ډول محو شو؟مونږ د فلسطين لپاره بيخي انساني حل لاره لرومونږ وويل درست فلسطينان دې په يوې آزادې ټول پوښتنه کې ګډون وکړي او شپيته کلن جنګ دې پاي ته ورسيږي، نتيجه يې له همدا اوسه معلومه ده، له همدې امله ېې امريکا او انګلستان نه مني او غاړه ورته نه ږدي .

 خبريال :

ددې لپاره چې هر څه روښانه وي ، آيا تاسو په ريښتيا غواړ ئ چې اسرايئل دنړۍ له نقشې ورک شي که ددغه کار لپاره کوم پرګرام لرئ ، که نه ستاسو اټکل همدا دى ؟

ولسمشر :

وګورئ ما خپله حل لاره وړاندې کړه زه فکر کوم د فلسطين خلک د خپل برخليک دټاکلو حق لري راځئ چې پريږدو دوي خپله لاره انتخاب کړي  ،عيسايان ،يهوداناو مسلمانان ا و درست فلسطينيان  دې په دغې ټول پوښتنې کې گډون وکړي زه فکر کوم نتيجه يې معلومه ده هماغه ډول چې په تيرو انتخاباتو کې مو وليدل .

خبريال :

 که په خپله فلسطنيان ومني چې دوه حکومتونه ديوه بل په څنګ کې ګډ سوله ييزژوند ولري ايا تاسو به ېې منئ ؟

ولسمشر :

مونږ هم همدا خبره کو ، مونږ وايوپريږدئ دفلسطين ملت له فشار او تپلو پرته په آزادې فضا کې خپله فيصله وکړي اود خپل حکومت ډول وټاکي.

 خبريال :

 له اسرائيل سره ديوه ګاونډي په توګه ؟

  ولسمشر :

 پريږدئ دفلسطين ملت په خپله دخپل هيواد په هکله فيصله وکړي دا خو د فلسطينانو حق دى . خو زما لپاره يوه پوښتنه مطرح ده. د لومړۍ او دوهمې نړيوالې   جګړې ګټونکي څوک وو ؟ دغه مناسبات چې له دوهمې نړيوالې  جګړې وروسته رامنځته شول دا د چا په ګټه ،ؤ؟ د فرانسې ،په ګټه وو که دجرمني يا نورو اروپايي هيوادونو په ګټه ؟آسيا ترې ګټه پورته کړه که افريقا يا لاتيني امريکا؟ که نه ، يوازې د صهيونستانو په ګټه ؤ، يا په امريکا او انګلستان کې ديوې واکنې لږکۍ ډلې په ګټه دي .نور ملتونه خو درست تا وان ورکوي . تاسو فرانسې ته وګورئ  چې په دې شپيتو کلونو کې ېې ځاي او مقام په کوم حد کې دى ،اوس په نړيولو معادلاتو کې فرانسه څه رول لري ؟ دغه رول زيات شوى که کم شوى دى؟ نتيجه بيخي روښانه ده له دوهمې نړيولې جګړې وروسته ېې  داسې مناسبات برابر کړل چې يوازې يو شمير محدودو کسان ترې ګټه پورته کوي او نور تاوان کوي، درست تاوان کوي دوي چې هر چيرته غواړي پيسې ولګوي اروپايي هيوادونه هم اړباسي چې ورسره ملګرتيا وکړي او خپل تاوانونه پر اروپايي هيوادونو هم ويشي او چې هر چيرته خالصه ګټه وکړي ګټۀ  ځانته خوري .زه فکر کوم دغه خبره چې زه يې کوم دا داروپا دخلکو خبره ده نن ؛سبا چې مونږ له ځينو اروپايي حکومتونوسره خبرې کوووايي چې مونږ د امريکا تر دباو لاندې يو، يا وايي چې مونږ  دصهيونستانو تر فشار لاندې يو.

 ولې بايد داسې وي؟ او دغه فشار به تر کومه پورې  دوام ولري ؟ شپيته کاله تير شول آياا وس   دامريکا او صهيونستانو د فشار لپاره يو تاريخ ټاکلى شو چې له هغه وروسته به دامريکا او صهيونستان وفشار نه وي؟ راځئ چې په معادلاتو او راکړ و ورکړو کې له يو بل سره عادلانه ژوندوکړو. زما پوښتنه داده چې په ريښتيا کوم کسان غواړي دايران او فرانسې دملتونو اړيکې خرابې کړي؟ ولي بايد دايران او فرانسې ملتونه له يو بله ليرې وي؟

خبريال :

 خو د فرانسې ملت ستاسو له ځينو نورو څرګندونو هم حيرانه شوى دىمنجمله د هولوکاست خبره چې تاسو هغه يوه اسطوره بللې ده دتير دسامبر په غونده کې تاسو ټينګار هم پرې وکړ . آيا تاسو په  دوهم نړيو ال جنګ کې ديهوادانو په نسل وژنې منکره ياست ؟

 ولسمشر :

 زه فکر کوم ستاسودغه پوښتنه  زما په ځاي ډيره د فرانسي ملت ته راجع کيږي .

خبريال :

خوفرانسويانو دخپلو تاريخ ليکونکوله لارې په روښانه توګه ځواب ورکړى دى ؟

ولسمشر :

ستاسو دغه پوښتنه په يو ډول د فرانسې دملت څيره داغي کوي ، پوښتنه دا ده چې دهولوکاست له کيسې  څوک ؛ګټۀ پورته کوي؟ زما پوښتنه دا وه چې که هلوکاست سم وي چيرته دغه پيښه شوې ده ؟ ولې بايد دفلسطين ملت دهغه تاوان ورکړي؟پوښتنه دا ده چې که هلوکاست په اروپا کې  پيښه شوې خبره وي ولې بايد دفلسطين ملت يې جبران کړي؟ ولې بايدشپيته کاله هغوي له خپلو کورونو شړل شوي وي؟ ولې بايد دهغو پر ښځو او ماشومانو کورونه ونړيږي ؟ ولې بايد فلسطينان خپلې ځمکې ورکړي؟ هغو ي خو کوم رول نه دى لوبولى ؟هغو ي خو بې ګنا ه دي  که کوم جنايت هم شوى وي بايد جنايتکار  ېې ځواب  ورکړي.خو يوه دوهمه پوښتنه هم شته  او هغه داچې که دا يو تاريخي وداقيعت دى بايد پوهان په دې اړه له څيړنو منع نه کړوتاسو په خپله ځانونه له  اوسني وخت بهر  راوباسئ او  دتاريخ په دريځ کښينئ او ډګر ته وګورئ شپيته کاله کيږي چې اروپايان ېې تاوان ورکوي مالي اوسياسي تاوانونه زغمي زياتره سياستوالان او ګوندونه خپلواکه نظر نه شي ورکولاي او حق نه لري دصهيونستانو په هکله خبره وکړي ،دا  ولې ؟

خبريال :

ددې لپاره چې په هغو ي شک کيږي چې ښايي پر تاريخي واقيعتونو منکره شي؟

 ولسمشر :

 ولې ؟په تاريخ کې په زرګونو پيښې شوي دي په دوهم نړيوال جنګ کې ٦٠ ميليونه انسانان ووژل شول آيا هغه پنځه څلويښت ميليونه نور انسانان نه وو؟ دهغو ٤٥ ميليونو په هکله تحقيقات آزاد دي او دنورو په هکله  داسې نه دي. د ا ډيره بده  خبره ده چې فرانسه د هولو کاست په اړه د تحقيق په خاطر خپل څيړونکي بنديان کړي په هغه هيوادکې چې په تاريخ کې دهغه په  هکله ويل شوي دي په خپل انقلاب سره يې د بشري حقوقو او  آزادۍ کلمې د اروپا  سياسي ادبياتو ته داخلې کړې. دا  دتاريخ قضاوت د ى او داهماغه سياسي لګښتونه دي چې د فرانسې خلک يې ورکوي، دچا لپاره  ؟  ديوې صهيونستي ډلې لپاره. مونږ له دغه کار سره موافق نه يو.

خبريال :

 که دنړيوالو جنګونو د ٦٠ ميليونه قربانيانو په هکله خبرې کوو  ولې بايد په دې هکله د خبر و مخه ونيسو چې د نازيانو په کمپونو کې ٦ ميليونه کسان يوازې ددې لپاره وژل شوي چې يهوادان دي  ؟

ولسمشر :

تاسو پوهيږئ چې مونږ درستو ته درناوى کوو زمونږ په هيواد کې مسلمان  يهود ، عيسايي  درست آزاد دي زمونږ په پارلما ن کې استازي لري تاسو پوهيږئ چې زمونږ  د اساسي قانون په اساس يولکو پنځوس زره کسان په پارلمان کې يو استازى لري  خو ديهوادانو شمير په ايران کې  شل زرو ته هم نه رسيږي خو په پارالما ن کې يو استازى لري مونږ وايو چې هر انسان   د درناوي وړ دى مونږ هر جنايت غندو. خوپوښتنه د اده ولې اجازه نه ورکول کيږي  چې په دې اړه تحقيق وشي؟ په دې کې څه راز شته دى ؟ زه تاسو او داروپا خلکو ته وايم  رازېې په دې کې دى  چې که د هولوکاست په اړه تحقيق وشي دصهيونستي ډلې دغه ٦٠ کلنه سلطه  به چې دحکومتونو تر ژورو پورې ېې جرړې غځولي دي  لړزانه شي . داروپا خلک هم له دغې خبرې سره موافق نه دي تاسو  هم په دې اړه ټول پوښتنه کولاي شئ زه ډا ډۀ يم دفرانسې خلک  په فلسطين کې د صهيونستانو له جنايتونو سره مخالفت کوي هره ورځ ترور او  يرغلونه کيږي، ګواښونه کوي  دفلسطينانو کورونه ورانوي او زده کونکي وژني ، تاسو فکر کوئ دفرانسې ولس له دغو کارونو سره موافقه دي؟  هيڅکه به داسې ونه شي فرانسويان فرهنګي خلک دي؛ دفرانسې تمدن  ، تاريخ او ملت سترمقام او لوړ تمد ن لري دفرانسې ملت زمونږ له ملت سره ښې اړيکې لري په تيره بيا  دانقلاب په وخت کې چې زمونږ ستر مشر هلته وو دغه عاطفي اړيکي ډيرې ژورې شوې خو زه فکر کوم صهيونستان نه غواړي دملتونو تر منځ دوستي ژوره وي هغوي غواړي دښمني او تفرقې وي ترڅو هغوي واک وچلوي  او هر څوک چې په دې اړه څۀ پوښتنه کوي سمدستي ېې تورنوي، زه يو ښوونکى يم زما وسله ژبه او قلم دي  له درستو سره مينه کوم خو ؛پوښتنه کوم   خوهغوي زما له پوښتنو ويريږي، ٦٠ کاله د هولوکاست په پلمه دفلسطين ولس وژل کيږي او په اروپا تپل کيږي مونږ دا نه غواړو .

 خبريال :

البته داسې ښکاري چې نن سبا ستاسو د خبرو پر سبک انتقاد کيږ ي او تاسو هيڅکله هم د هلوکاست واقيعت نه دى منلى او نن سبا ويلاي شو چې ډير کسان ستاسو پر دغه سبک نيوکه کوي او دغه چاره ددې سبب شوې ده چې له خلکو ليري شئ اويا په بله وينا په دغودريځونو سره مو ايران په انزوا کې راوستى دى په دې اړه ستاسو نظر څه دى ؟

ولسمشر :

 کولاي شو امتحان ېې کړو تاسود اروپا له خلکو پوښتنه وکړئ زه فکر کوم د اروپا خلک ددغو ادبياتو پلويان دي داورپا خلک صهيونستان نه خوښوي کولاي شئ پوښتنې وکړئ البته تاسو خپلواکه رسندويي نه هغه رسندويي چې په صهيونستانو پورې پيلي وي.

 خبريال :

 تاسو فکر کوئ چې مونږ دصهيونستانو له لو ري کنتروليږو؟

 ولسمشر :

 نه ، ما وويل تاسو يې کولاي شئ  هغو ي يې نه شي کولاي،  تاسو چې خپلواکه ياست ځکه چې تاسو خپلواکه بولم له تاسو سره خبرې کوم ځکه چې د فرانسې ملت  سره د نيژدې والي احساس کوم.آ

 آ خبريال :

البته مونږ په ايران کې پخوا د محصلينو لخوا دمظاهرو کتونکي وو چې ستاسو له نظر او خبروسره موافق نه وواو س ظاهراً نوى وضيعت رامنځته شوى او ستاسو ګوند په وروستيو انتخاباتو کې خپل برياليتوپ له لاسه ورکړ، آيا  په خپلو دريځونوکې يو ډول انزوااو شاتګ نه احساسوئ ؟.

 ولسمشر :

 زه نه پوهيږم دغه خبرونه چا درکړي دي؟ زمونږ خبرې بيخي آزادې  دي او کوم کنترول پرې نه شته له دووزرو محصلينو  ١٩٠٠ تنو زما له نظرونو سره موافق وو١٠٠ کسوهم مخالفت کاوه هغه چې لږه کي وو نارې ېې وهلې ددې لپاره چې دآزادۍ احساس يې کاوه. خو د شوارګانو په انتخاباتوکې بايد ووايم چې زه کوم ګوند نه لرم چې ګډون مې دې کړى وي تاسو بايد د خلکو منځ ته ورشئ  ترڅو خبر شئ چې اصلي خبره کومه ده   زمونږ ملت او حکومت يو دي او دا د ايران د بچيانو له لوري دايران د ملت   ژبه ده .

خبريال :

 آيا تاسوپر ايران د امريکا پر  حملې انديښمن نه ياست؟ ځکه چې دواشنګټن له لوري دغه فرضيه لا نه ده څنګته شوې؟

 ولسمشر :

 نه ضروري هم نه ده . په دوو دليلونو يو داچې شرايط بيخي دغه اجازه نه ورکوي او فکر کوم په امريکاکې هم داسې هوښياران شته چې ددغه ليونتوب اجازه نه ورکوي  . او دوهم دليل دادى چې مونږ زده کړي دي څنګه له ځانه دفاع وکړو او پوهيږو چې څنګه ځآنونه وساتو، تاريخي تجربو دا رازده کړي دي او اته کاله سخت جنګ  مو تير کړ چې له بده مرغه اروپايي حکومتونه هم د صدام ملاتړي وو  البته امريکا او بريټانيا يې  مشر ي کوله  دلته ده چې ګټۀ يې امريکا يوړه او تاوان يې اروپاته رسيږي، زمونږ ملت بلد دى چې څنګه له ځانه دفاع وکړي خوزه تقريباُ پوځي مسله منتفي بولم .

 خبريال :

تاسو يوروحاني کس نه ياست خو په خپلو دريځونو  او ويناوو کې غالباً ديني او مذهبي ارجاعات لرئ، آيا فکر کوئ چې په اوسني وخت کې مذهب سياست هدايتولاي شي ؟

ولسمشر :

تاسو پوهيږئ چې زه د پوهنتون يو استاد يم او رياضيات مې هم لوستلي او بيا مې  انجنيري ولوستله اوس هم  دترافيک اوترانسپورت د پلانولو انجنير يم خو اصلي دنده مې په پوهنتون کې استادي  ا وتحقيق دى مونږ فکر کودبشر لپاره يوازنۍ لاره له ديني ارزښتونو استفاده ده دغه ستونزې چې نن سبا نړۍ ورسره مخامخ ده له دين  څخه د ليرې والي له امله ده ، البته سم او حقيقي دين نه  تحريف شوى دين ، زمونږ دين وايي  يوازې د خداي عبادت وکړه  او له خداي پرته بل چاته مه تسلميږه ، له نورو انسانانو سره مينه وکړه، په خپلو کې په عدالت سره چلند وکړئ، پر چا تير ى مه کوئ ، ظلم مه کوئ ، دروغ مه وايئ او صادقه اوسئ ،آيا دا بد شيا ن دي ؟مونږ فکر کوو چې ننيو سياستولانو دغه ارزښتونه پريښودلي دي نو پر بشر يې ژوند تريخ کړى دى ، ملتونه درست ښه دي