|
|
|
ملي وحدت او اسلامي انسجام ۱۳۸۶ کال دحضرت آیت ا.... خامنه ای له لوري د ملي اتحاد او اسلامي انسجام کال بلل شوی دی ښايي ددې نومونې یو دلیل هغو پیښو ته وګرځي چې په دې وروستیو کلونو کې په ایران او نورو اسلامي هیوادونو کې رامنځته شوي دي .په نیویارک کې دنړیوال تجار ت پرغبرګو برجونو له حملې وروسته په نړیوال ډګر کې یو لړ اقدامات وشول چې داسې ښکاري له واحد منطقه پیروي کوي او هغه له بیلابیلو حربو په استفادې سره پراسلامي نړۍ فشار دی پر افغانستان او عراق دامریکا او دهغې دمتحدینو حمله او ورپسې پر فلسطین او لبنان د اسرايلو حمله ، داسلام ګران پیغمبر ته سپکاوی او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه پر مسلمانانو دفشارونو سختیدل او نور دغسې اقدامات درست ددې ښودنه کوي چې له اسلامي نړۍ سره دمقابلې لپاره دلودیځ له لوري جدي اراده موجوده ده . په دې منځ او مان کې ددغو اقداماتو په وړاند ې داسلامي نړۍ غبرګون که څه هم لږ وو خو د اسلامي نړۍ داتحاد په پلویانوکې ېې دهیلې بڅرکی روښانه کړ ډیر کسان په دې باور دي چې اسلامي ویښتیاپه ایران کې داسلامي انقلاب له بري سره په یو وخت پیل شوې ده خو له دغو پيښو وروسته ګړندي شوې ده په ټول کې ویلاي شو چې په اسلامي ويښتیا او تحاد کې دایران ونډه تر بل هر هیواده ډیره د ه له دې سره سره چې ایران له ډیرو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخا مخ ؤ خو۱۳۸۵ لمریز کال ېې دپیامبر اعظم په نوم او ۱۳۸۶ کال ېې دملي اتحاد او اسلامی انسجام کال وباله اوپه دې ډول ېې هڅه وکړه ددغه اتحاد اوبیدارۍ ستنې مذبوتې کړي حقیقت دا دی چې اسلامي نړۍ داسلامي هویت او ټاټوبي دساتلو لپاره له اتحادپرته بله چاره نه لري له بده مرغه دایو واقیعت دی چې اسلامي نړۍ له دې سره سره چې دڅه دپاسه یوملیارډ نفوس او ډیر بالقوه اقتصادي ظرفیتونه او پوټنشیلونه لري خوپه نړیوال ډګر کې مناسب ځاي او مقام نه لري او تل دپردیو له تیري او دسیسو سره مخامخ دی . اسلامي نړۍپه اتحاد ا و انسجام سره په نړیوال نظام کې ستر بدلون راوستلاي شي او په اسلامي هیوادونوکې دموجودې انرجۍ په بسیجولو سره په نړۍ کې ددغه ستر امت سیاسي ونډه اومقام لوړولاي شي . دغو ارونو او مسلو ته په پام سره تهران راډیو د( ملي وحدت او اسلامي انسجام) د پرواګرام له لارې هڅه کوي داسلامی مصلحانو او روڼ اندو د مفکورو ، مقالو او کتابونو په مټ په څو پرګرامونو کې پردې حیاتي مسلې خبرې وکړي هیله کوو دغه ټولګه ستاسو خوښه شي او مونږ له خپلو نیوکو او وړاندیزونو خبر کړئ په لومړیو څو پرګرامونو کې هڅه کوو داسلامي نړۍ دمصلحانو په اندونو او تفکراتو کې داسلامي وحدت پر مقولې وغږیږو . داما م خميني له نظره داسلامي وحدت مسله : قدرمنو اورید ونکو نن به د وحدت په هکله دحضرت امام خمیني رح د تفکراتو په اړه خبرې وکړو او دهغه حضرت دزوي حجت الاسلام سید احمد خمیني له ویناو په استفادې سره به دحضرت امام خمیني پر اندونو رڼا واچوو : له ډیرې مودې راهیسې په اسلامي ټولنې کې دمسلمانانو وحدت اود اسلامي هیوادو نو ترمنځ پیوستون ډیر مطرح کیږي او په دې اړه بیلابیل کتابونه او مقالې لیکل شوي دي خو کله هم عملي ګا م نه دی پورته شوی کله چې دتوحید تفکر او اخلاقي اصول چې دوحدت لپاره ضروري دي په یوې ټولنه کې نه وي هلې ځلې به نتیجه ورنه کړي له همدې امله ده چې حضرت امام خمینې فرمايي تفرقه له شیطانه او د کلمې وحدت او اتحاد له رحمانه دی هغوي په بیلابیلو موردونوکې فرمایي که درست نبیان په یوځاي کې راټول شي له یوبل سره به هیڅ ستونزه او لانجې ونه لري ځکه چې درست د خداي فرمانبرادران دي دهغوي له نظره په اسلامي تولنه او ملتونوکې هغه وخت وحدت راتلاي شي چې درست په الهي رسۍ منګولې ښخي کړئ او په دې الهي چارې عمل وکړي چې فرمايي واعتصمو بحبل الله جمیعاً ولاتفرقو . داما م خمیني له نظره دوحدت دراتلو شرطونه په دې ډول دي : ۱ ـ ځان جوړونې او اخلاقو ته پام . ۲ـ پراخ ټټر او دسلیقو داختلاف زغمل . ۳ ـ دستو نزو په اواري کې دوحدت په رول اعتماد اوعقیده . ۴ ـ دتفرقه اچونکو او وسوسه پارونکو په و ړاندې هوښیاري . ۵ ـ وحد ت ته داحترام ترڅنګ دا صولي دریځونو ساتل . ۶ ـ د ډيرو ګډوټکو دموندلو لپاره هڅه او داختلافاتو کمول . ۷ ـ دتوحیدي فرهنګ احیا او دحج ، جُمعی او جَمعې لمانځه ،په شان د اسلا م ټولنیزو احکامو ته پام . ۸ ـ په وروستیوپیړیو کې دمسلمانانو دځوړتیا دعلتونو په هکله دمسلمانانو هوښیارتیا. ۹ ـ په اسلامي نړۍ کې دلویدیځ پالنې د روحیې ختمول او پر ځان دباور دروحیې پیاوړي کول . ۱۰ ـ داسلام دحقیقي دښمن پیژندل . ۱۱ ـ دجهاد او شهادت د روحیې او کلتور دودول . ۱۲ ـ له خرافاتو سره مبارزه . ۱۳ ـ دوحدت دجارچیانو په قول او فعل کې دانډول دراوستو لپاره هڅه . دامام خمیني په تفکراتو کې اسلامي وحدت هغه چاره ده چې الهي او معنوي سرچینه لري او په کتابونو او بیلابیلومتنونوکې دهغه عملي او نظر ي چارې په ګوته شوي دي دامام خمیني له نظره دالهي پیغمبرانو او دینونو یوستر هدف د کلمې او عقیدې وحدت او یووالی دی . حضرت امام خمیني عقلي ،شرعي او پړاویزو غوښتنو ته په پام سره په ببلابیلو ملي او نړیوالې سویې دمسلمانانوترمنځ پروحدت ټینګار کاوّّه او دمسلمانانو ترمنځ تفرقه او دمستکبرانو سلطه قراني آیتونو او دینې بنسټونو ته دنه پام له امله بولي : دنړۍ درست مسلمانان دې د قران مجید دغه آیت ته پام وکړي چې مسلمانان ېې وحدت او داسلام پر پړي منګلوښخولو ته بللي دي . دامام خمیني له نظره په هرځاي کې چې یو مسلمان پیدا شي باید له نورو مسلمانانو سره تفاهم وکړي او دا هغه خبره ده چې پاک خداي په قران مجید کې ورته اشاره کړې ده ،رسول ا.. .... مبا رک یې سپارښتنه کړې او معصومو امامانو یې سپارښتنه کړې ده او داسلام عالمانو دغه مسله تعقیب کړې ده او هڅه ېې کړې ده چې مسلمانان داسلام تربیرغ لاندې راټول او وحد ت ا ویوالي ته وبولي هغه کسان چې دینې او عاطفي پیلتیاوې له باطني ژمنتیا سره یوځآي ولري دهغوي له نظره درست هغه کسان چې په امت پورې اړوند دي او ګډې جرړې او پیوندونه لري ځانونه( مونږ) بولي او هیڅکله دځان منمۍ خبره نه کوي او دځان لپاره ګډه دنده او برخلیک قايل وي هرڅومره چې له امت سره اړوندوالی زیاتیږي او موخې او ګروهنې پراخیږي هومره ډله یېز او وګړنیز اړوندوالی کمیږي . هغه فرصت ته په پام سره چې دحضرت امام خمیني دغورځنګ په برکت ددیني تفکر داحیا په لړ کې رامنځته شواو هغه څه ته په پام سره چې په ننۍ نړۍ کې تیریږي او هویتونه په ځوړتیا دي باید د مسلمانانو ترمنځ وحدت ته توجه وشي او دواحد امت په رامڼځته کولو کې تر ټولو ډیره هڅه وشي که مسلمانان د دپرګنیزې تنګ نظرۍ او فرقه پالنې په لومه کې راشي دغه تاریخي او استثنایي فرصت به له لاسه ورکړي ددغه اسلامي پاڅون ددوام لپاره بایددوخت له اړتیا و سره سمې رودې غوره شي او مسلمان پوهان دټولنې د اصلاح اوپراختیا لپاره هڅه وکړي . داسلامي نړۍ دوحدت دمفکورې مطرح کول دحضرت امام خمینې رح یوه پخوانۍ ذهني بوختیا وه چې د خپل ټولنیزا وسیاسي فعالیت په اوږدوکې ېې تل ورته پام کړی دی او له انقلابه مخکې او وروسته هیڅکله ترې غافله نه ؤ وحدت ته د امام صادقانه خدمت هغه په نړۍ کې په غوره شخصیت بدل کړ پردې سربیره هغه وتوانیدپه بیلا بیلو اسلامي فرقوکې دځآن لپاره غوره مقام پیداکړي امام خمیني هیڅکله دوحدت په برخه کې کلي خبرې ونه کړې او په دې برخه کې ېې سطحي فکر نه کاوه .بلکه په ډیر عالمانه او تخنیکې ډول ېې دوحدت بیلابیل اړخونه وڅیړل او په دوعملي او نظري برخه کې ېې مفصل توضیحات ورکړل . دوحدت یواساسي اړخ چې بحث پرې کیداي شي دهغه ستراتیژیک او عملي اړخ دی په دې معني چې څه ډول داسلام له تاوتریخوالي په ډکې نړۍ کې چې عملاً د ګډ فکر او غږملتیا زمینې له منځه تللي دي د غې آیډیالي ښکارندې ته ورسیږو ؟ دامام خمیني په سیاسي تفکر کې ددغې پوښتنې ځواب ورکړل شوی دی . دوحدت لپاره دامام خمیني په مبارزاتي ستراتیژۍ کې دوو چورلیزونو ته پام شوی دی لومړی فکري او کلتوري حرکت او دوهم سیاسي او عملي حرکت . حضرت امام خمیني رح په اسلامي ټولنې کې موجوده کولتوري اوفکري خلاډیره ښه درک کړې وه ځکه خوېې ددغې خلا دډکولولپاره په نجف کې دیو فکري اوسیاسي نظام بنسټ کیښود او دانقلابي او سیاسي اسلام په اساس ېې داسلامي نظام تیوري وړاندې کړه . دامام خمیني رح فکري نظام له دریو اساسي مفهومونو جوړ دی اسلام ، استقلال ، او آزادي . په حقیقت کې دغه درې ګوني مفاهیم په تیروخت او اوسني پړاو کې داسلامي نړۍ ددرستو ناخوالو لپاره نسخه کیداي شي که دغه مفاهیم عملي شي د اسلامي امت هیرشوی او خراب شوی هویت به بیرته ورغیږي او داسلامي هیوادونو لپاره به دهیلې یو بڅر کی پیدا شي ځکه چې دامام خمیني رح په باور داسلامی نړۍ اصلی ستونزه داسلام له ژغورونکو تعالیمو دهیوادونو اوو لسونو دواټن له امله دی اوپردې سربیره مسلمانان د استعمار تر سلطې لاندې کړاونه زغمي او په ډیرو دغو هیوادونوکې پیلي او تالي څټي حکومتونه قدرت په لاس کې لري له دغې ستونزې دخلاصون یوازنۍ لاره داسلام ،خپلواکۍ ، او آزادۍ دمفهومونو احیا ده له همدې امله امام خمیني رح له عالمانو او روڼ اندو غواړي ددغو درې ګونو مفهومونو له احیا سره مرسته و کړي دهغه په ویناد اسلام عالمان دنده لري داسلام له مسلمو احکامو دفاع او ننګه وکړي داسلامي هیوادونوله خپلواکۍ دفاع وکړي او له ظالمانو او ستم کونکو خپله کرکه څرګنده کړي . دحضر ت امام خمیني په فکري ټولګه کې اسلام ډیر خوځنده او انقلابي مفهوم لري خو هر اسلام نه بلکه سوچه اسلام چې دین او سیاست دیو بل بشپړ ونکی بولي خو داسلامي ټولنو د دردونو دعلاج یوازنۍ نسخه دسوچه محمدي اسلام په احیا کې ګوري دهغه په باور یوازې سوچه محمدي اسلام دی چې پولې بریدونه او وګړنیزې او کولتوري پیلتیاوې له منځه وړي او رنګ ،توکم ، ژبې او قومیت ته له پام پرته درست په یو واحد چورلیز کې راټو ل کړي دامام په فکري نظام کې بل چورلیزي مفهوم خپلواکي ده دهغه په باورباید درست اسلامي امت دختیځ او لویدیځ د قدرتونو له سلطې وژغور ل شي د امام د خپلواکۍ غوښتنې بنسټ دهغوي له دې خبرې کیداي شي چې فرمايي : پاک خداي دهیڅ یوه کافر لپاره پر مسلمانانو د سلطې لار نه ده پریښې و باید مسلمانان دغه سلطه ونه مني . دامام خمیني دفکري نظام په ټولګه کې وروستی بنیادي مفهوم دآزادۍ مفهوم دی دآزادۍ بحث ډیر دهیوادونو په کورني اړخ پورې ارتباط لري او په نړیوال او بهرني اړخ کې نه شي مطرح کیداي خو له دې امله اهمیت لري چې داسلامي هیوادونو حکومتونه دستر اسلامي حکومت اساسي رکن جوړوي او دهغه دپروګرامونو او موخو دپرمخ بیولو لپاره چورلیزي رول لوبوي . داسلامي نړۍ دسیاسي وحدت دتحقق په چاره کې دحضرت امام خمیني رح ستراتیژیکه طرحه په حقیقت کې څلورپړویزه مرحله ده چې لومړی پړاو ېې دوحدت دسریزې دبرابرولو لپاره دمناسبو شرایطو رامنځته کول دي په دوهم پړاو کې دسیاسي شخصیتونو فعالیت او دطرحې دمجریانو په توګه دهغوي رول لوبول دي دامام له نظره په دریم پړاو کې هغه لاره راځي چې دغه مجریان ېې باید ووهي داما م په اند دغه لاره په دو ډولونو کچ کیداي شي یو دسیاسي تفاهم له لارې چې سیاسي شخصیتونه ېې له یو بل سره ولري او دوهمه لاره دولسي ډلو له لوري سیاسي او انقلابي حرکتونه دي . دلته څلورم پړاو دورستي پړاوپه توګه هغه بریا ده چې ترلاسه کیږي او د وحدت غورځنګ هغه تعقیب کړې وي دغه پړاو دستر اسلامي حکومت په جوړولو سره بشپړیږي اوپه دې ډ ول داسلامي نړۍ همیشنۍ هیله پوره کیداي شي . دمسلمنانو په وحدت ا وبیدارۍ کې د اسلامي انقلاب رول : داسلامی وحدت په ستراتیژۍ کې هغه ا صول او لارې چارې شاملیږي چې دوحدت او اسلامي اتحاد د تحقق لپاره په پام کې نیول کیږي دغه اصول په دې ډول دي : ۱ ـ داسلامي مذهبونو دعالمانو او متفکرانو ګډې هلې ځلې : داسلامي عالمانو او متفکرانو اندونه او دریځونه په مسلمانان کې دپام وړ اغیز کولاي شي ځکه خو د اسلامي ټولنې په وحدت ، دمسلمانانو ترمنځ په تفاهم او اسلامي تقریب کې دهغو ي رول ډیر جوت دی . ۲ ـ دکورني اوبهرني سیاست غږملتیا : که دغه غږملتیا نه وي نو متناقصې خبرې به کیږي او ورسره موجود اعتبار له منځ ځي . ۳ ـ داسلامي مذهبونو پرګډو اصولو ټینګار : ۴ ـ داسلامي مذهبونو ترمنځ مسامحه او سستي اوله بیلونکو سیاستونو ځان ساتل . په قران مجید کې د درې ډوله وحدت یادونه شوې ده یو بشري وحدت چې له دې نظره درست انسانان ژبې رنګ ، توکم اوقومیت ته په پام سره باید له یوبل سره متحد واوسي اویوازنی ملاک یې الهي تقوي ده دوهم وحدت د آسماني دینونو وحدت دی چې درستو له شرکه لیروالی او خداي ته تسلیمیدل غوره چاره بللې ده . دریم وحدت داسلامي امت ترمنځ وحدت دی . درست مسلمانان واحد امت بلل شوی دی اوباید په الهي پړي منګولي ښخې کړي هغه څه چې د درستو مسلمانانو ترمنځ ګډ اوبرابر دي دتوحید،نبوت ، او معاد آرونه دي رسول ا... مبارک هم اسلامي اخوت دواحد امت درامنځته کیدا اصلي عنصر او درست مسلمانان سره وروڼه بولي او په دې ډول ېې داختلافاتو درامنځته کیدا مخه نیولې ده . اسلامي اخوت دانساني چلند او خوی یو غوره بیلګه ده چې اسلام ته دغیرمسلمانانو دجذبولو اساسي علت ګڼل کيږي. دامام خمیني له نظره د مسلمانانو ترمنځ دبیلتون او تفرقې علتونه : امام خمیني دایران اونړۍ له تاریخه بشپړ معلومات درلودل اوپه دې پوه ؤچې داسلام او ایران دښمنان څه ډول دسیسې برابروي ځکه خو یې دایران ملت وحدت ته راوبوله او له تفرقې ېې دهغوي د ډډه کولو سپارښتنه کوله او ددغه اتحاد په سیوري کې وتوانید اسلامي انقلاب بریالی کړي دهغوي له نظره دتفرقې عوامل په دې ډول دي : ۱ ـ دسلطه پالو قدرتونو سپیرې دسیسې چې په اسلامي هیوادونوکې دشیعیه اوسني ترمنځ په اختلافاتو سره په خپلو ګټو پسې دي . ۲ ـ له اسلام او قرانه دمسلمانانو لیرې کول چې دمسلمانانو عظمت یې ورسره کمزوری کړ او د اعتصموا بحبل الله جمیعاً ولاتفرقوا شعارورسره هیر شو . ۳ـ ددیني عالمانو دفتوا ګانو او نظرونو ترمنځ اختلاف چې داختلاف له حده هم واوښت او دفرقو او ډلو ترمنځ دجدي ویش سبب شو . ۴ـ داسلامي انقلاب دکورنیو دښمنانو دسیسې چې په قصدي توګه دشیعیه او سني په نوم اختلافاتو ته لمن وهي . دحضرت امام خمیني له نظره داسلامي وحدت دتحقق اسباب او عوامل : ۱ ـ دقران مجید له حکمونو پیروي : دوحدت اړتیا یوقراني حکم دی . ۲ ـ دواحد امت او حکومت جوړیدل : امام خمیني دنظام او دمسلمانانو دوحدت دساتلو لپاره دحکومت جوړیدل ضروري بولي چې دغه حکومت دپردیو په تیره بیا د استعمار له نفوذه دمخنیوي لپاره دغه حکومت اړین دی . ۳ ـ اخوت او وروګلوي : امام خمیني ټینګارکوي که په اسلام کې دبیلابیلوقومونومومنان چې درست پر خداي او رسول ا ... مبارک عقیده لري سره وروڼه وي او دوروڼو په شان له یوبل سره مینه وکړي ډیرې ښې نتیجې به ولري . ۴ ـ تقیه یا له اختلافاتو ډ ډه کول : امام خمیني په دوو موردونو کې تقیه روا بولي یوه اضطراري تقیه ده چې له مال او ځانه دویرې په هکله ده او دوهمه تقیه داسلامي ټولنې دمصلحت لپاره ده تر څو په اسلامي امت کې داختلافاتو مخه ونیول شي باید يادونه وکړو چې تقیه له ستمکارانو او ظالمانو سره دسازباز او دهغوي په وړاندې دچوپتیا په معنی نه دی . ۵ ـ دمعصومو امامانو له سیرته پیروي دمثال په توګه حضرت امام صادق ع داهل سنتو په صفونو کې لمونځ کول روا بلل . په لنډه توګه به دهغو اقدماتویادونه هم وکړو چې داسلامي وحدت لپاره دایران داسلامي جمهوریت له لوري ترسره شوي دي : ۱ ـ د اسلامي فرقوعقیدواو حقوقو ته درناوی : په اساسي قانون کې ا هل سنت مذهبونه دعقیدې دآزادۍ له حقه برخور دي اواوس سني مذهبونه په خپلو سیمو کې دجمعې لمونځ داهل سنت امام په امامت تر سره کوي . ۲ ـ دوحدت داونۍ دستورو ترسره کول چې دربیع الاول له ۱۲ تر ۱۷ مې نیټې ترسره کیږي . ۳ ـ په سني میشتو سیمو کې دروزنیزو ،روغتیایي او رفاهي امکاناتو رامنځته کول او په دغو سیموکې دمحرومیت ختمولو دطرحو اجرا کول . ۴ ـ له تفرقه اچونکو تبلیغاتو سره مبارزه . ۵ ـ دوحدت دکنفرانسونو جوړیدل ایران ددغو نړیوالو اوسیمه ایزو کنفرانسونو له لارې داسلامي عالمانو او روڼ اندو دغونډو لپاره مناسبې اوښې زمینې برابرې کړي دي . ۶ـ د اسلامي مذهبونو دتقریب دنړیوالې ټولنې جوړیدل چې په ۱۳۶۹ کال کې دحضرت آیت ا.... خامنه اي په حکم جوړه شوه ددغې ټولنې موخې په دې توګه دي : الف : داسلامي نړې دمخکښانو او متفکرانو او عالمانو ترمنځ دتفاهم او ډیرې بلدتیا لپاره هلې ځلې . ب : داسلام ددښمنانو دکولتوري یرغل او دسیسو په وړاندې دمسلمو اسلامي اصولوپه اساس دواحدې جبهې جوړول او دغږملتیا رامنځته کول . ج : دمسلمانو پرګنو ترمنځ دتقریب دفکر دودول او د دښمنانو له دسیسو دهغوی خبرول . د :په اسلامي مذهبونو کې داستنباط او اجتهاد دا صل پیاوړتیا .
دسید جمالدین له نظره اسلامي اتحاد سید جمال الدین له دې وروسته چې سترو اسلامي هیوادونو ته سفر وکړ او له نیژدې ېې دهغوي خراب حالت ولیدخپل اصلاحي پروګرامونه ېې پیل کړل ظاهراً په وروستیو پیړیو کې دلویدیځ په وړاندې داسلامي ا تحاد لومړنی بیرغوال بلل کیږي دهغه له نظره اسلامي اتحادمذهبي اتحاد نه ؤ چې یوه غیر عملي چاره ده دهغه هدف دسیاسي او جبهه ای اتحاد رامنځته کیدل ؤیعنې مسلمانان دې ددښمنانوپه ضد یو ه واحده جبهه جوړه کړي سید جمال الدین باوري ؤ چې مسلمانان ددغسې یوې جبهې دجوړلو وس او وړتیاوې لري دهغه له نظره په یو ځاي کې د اسلامي ټاټوبو موقیعت اووحدت ته دقران مجید بلنه هغه مهم عوامل دي چې داسلامي ټولنې په وحدت کې اغیزمن ثابتیدلاي شي دغو آرونو ته په پام سره لومړی خو مسلمانان دخطرو په وړاندې واحد احساس پیداکولاي شي او له هغه وروسته ددفاع لپاره باید واحده جبهه جوړه شي او بیا په ګډه عمل کولاي شي . سید جمال الدین به خبرداری ورکاوه چې په مسیحي لویدیڅ کې صلیبی روح هماغه راز ژوندی او غړغړانده دی له دې سره سره چې لویډیځ دآزادۍ غوښتنې په ماسک سره تعصب غندي خو په خپله د تعصب په تیره بیا له مسلمانانو سره له مذهبي تعصب سره مخامخ دی . له دې چې لویدیځوال دمسلمانانو دینې عقیدې دهغوي ترمنځ استواره تړاو بولي نو هڅه کوي د مخالفت یا تعصب له لارې دغه پیوند کمزوری کړي له همدې امله سید جمال الدين باوري ؤ چې که تعصب په هماغه سم مفهوم یعنې دینې غیرت وکارول شي دواحدې عقیدې پر چورلیز دملتونو داتحاد سبب کیدا ي شي او هغوي به له دښمنانو سره ګډې مبارزې ته یو موټي کړي .خو له بده مرغه په اسلامي ټا ټوبو کې دپان عربیزم ، پام ترکیزم ، پان ایرانیزم او نورې دغسې ملت پالې ګروهنې د لویدیځ له لوري تبلیغیږي پردې سربیره ېې په مسلمانانوکې دشیعه اوسني ستونزوپه پيدا کولو سره هڅه کړې ده له استعار سره مبارزه له ستونزوسره مخامخ کړي او اسلامي اتحاد ته ستونزې پیدا کړي . داسلامي اتحادلپاره دسیدجمال الدین هڅه یوازې نظري نه وه هغه ددغه اتحاد د تحقق لپاره عملي طرحې هم وړاندې کړي دي سید جمال الدین هڅه کوله مسلمانان یو ستر او پیاوړی هیواد له پردېو سره دمقابلې لپاره دیوې اډې په توګه ومني په لومړي سر کې هغه عثماني هیواد ددغه کارلپاره غوره کړ او هلته ېې داسلامي اتحاد د جمیعت بنسټ کیښود چې سلطان عبدالمجید عثماني هم دهغه نظر تاید کړ په سر کې وپتیل شوه چې له هر اسلامي ټا ټوبي دې یو استازی دحکومت په انتخاب سره او عالمانو له منځه یو استازی د دخلکو په خوښه غوره شي او دغې ټولنې ته دې واستول شي او په دغه کانګرس کې دې شتون ولري تر څو داسلامي ټولنې لپاره فیصلې وکړاي شي هغه غوښتل چې ملتونه او حکومتونه دې دهغو دفیصلو درناوی وکړي او کله چې یواروپایي هیواد پر کوم اسلامي هیواد ظلم او ناورا کوي دغه کنګرس او ټولنه دې سمدستي فیصله وکړي دمثال په توګه ددغه اروپايي هیواد شیان دې بایکاټ کړي اویا دې ورسره دجهاد اعلان وکړي د سلطان عبدالحمید له موافقې وروسته کابو ۶۰۰ لیکونه ولیکل شول چې تر دووسو زیات ځوابونه ېې هم ترلاسه کړل خو له دې چې سلطان عبدالحمید ددغه کار داجرا مسولیت شیخ الاسلام ته وسپاره له بلې خوا په ایران کې ددغه فعالیت مسولین دناصرالدین شاه قاجار له لوري ونیول شول نو دسید جمال الدین دغو هلو ځلو نتیجه ورنه کړه . دجمیعت اتحاد اسلامي اصول : هغه اصول چې سید جمال الدین دجمیعت اتحاد اسلامي لپاره غوره کړي وو په هغو کې دغه اصول دیادولو دي : ۱ ـ دهر هیواد اتحاد باید د خپل هیواد دسیاسي او ټولنیز نظام داصلاح لپاره وي ددغې چارې اړتیا دا ده چې تر هرڅه وړاندې دې ددغه هیواد خلک سره متحد شي او بیا دې فاسد ډارن او بېکاره مشران دخلکو په ملاتړ او عالمانوپه ملاتړ څنګته شي . ۲ ـ سید جمال الدین توکم پالنه او قوم پالنه ددغې ټولنې ستره بلا بلله ځکه خو یې ځان کله افغان ،کله ایرانی او کله ترکی معرفي کاوه . ۳ ـ داسلامي هیوادونو پیروان ېې زغم ته بلل هغه دلویدیځ و لو په وړاندې دمسلمانانو تعصب ستایي خو دیو بل په وړاندې ېې دمسلمانانو تعصب اوفرقه پالنه غندله هغه یوځل ویلي ؤ داسې ښکاري چې مسلمانانو اتحا د کړی ددې لپاره چې اتحاد به نه کوو .
دعلامه اقبال په افکاروکې داسلامي نړۍ د وحدت مسله :
علامه اقبال باوري ؤ چې مسلمانان هیڅ جدي اختلاف او ستونزه نه لري په حقیقت کې دهغوي اصلي ادعا یو شی یعنی حق دی نو کله چې په اصل کې اختلاف نه وي په ظواهرو او سطحي مسلو کې اختلاف اصلي نه دی او مسلمانا ن باید د اسلام اعتقادي جوهر یعنې وحدت ته پام وکړي او په لهي رسي منګولي ښخي کړي اقبال هڅه کوله چې مسلمانان دوطن دوستۍ او خپل هیواد ته دوفادارۍ ترڅنګ له یو بل سره هم متحد وي او هر مسلمان د درستو مسلمانانو په وړاندې عاطفه ولري او درست دتوحید په چورلیز متحد شي داقبال داندیښنې وړ موضوع داسلامي نړۍ وحدت وخو دهغه دنظر وړ وحدت اساس قران او سنت دي ځکه چې توحید نه شلیدونکی وحدت رامنځته کوي او دمسلمانانو دعمل او نظر وحدت له همدې ځایه سرچینه اخلي . اقبال په دې خبرې باوري ؤچې یو ه وروځ به داسلامي نړۍ وحدت په سیاسي او جغرافیايي زمینوکې تحقق پیدا کړي ځکه خوېې دمسلمانانو ترمنځ وحدت ته جدي پام کاوه . هغه د اسلامي وحدت ځوړتیا په دوشیانوکې ګوري لومړی داچې یو مسلمان هیواد پر خپلو مذهبي ا صولو په سترګو پټولو سره ځینو سیاسي اواقتصادي قوانینوته غاړه کیږدي دوهمه داچې یومسلمان هیواد پر بل اسلامي هیواد حمله وکړي له همدې امله باوري دی چې په اسلامي هیوادونو کې داختلاف په پیدا کیدا سره باید هڅه وشي دغه اختلافات اوار شي داقبال سپارښتنه داده چې دتوکم ،ژبې ،هیواد په شان دمولفوپه ځاي دې درسول ا.... مبارک د احکامو په اساس چې پر ایمان او وحدت تکیه ده له یوبل سره متحد شي . داقبال له نظره قران احتمالاً لومړنی مذهبي کتاب دی چې بشر ېې یو ژوندی ارګانیزم بللی دی او دغه کتاب پر ټولنیزو اخلاقو پر پابندۍ او په بله ویناپه ټولنیز ډګر کې داخلاقو په شتو ن ټینګار کوي . اقبال د داسلامي امت ملاک او معیار دهغوي ایما ن بولي او اسلامي امت شاتو ته ورته بولي چې دبیلابیلو بوټوله شیرې نوی او واحد شی جوړیږي اوباوري دی چې نور ملاکونه له که رنګ توکم ، ءژبه او داسې نور داسلام له نظره دهیواد او ملت دبڼه خپلو لو لپاره ملاک نه شي کیداي . اقبال دخپل وخت نړیوالو او سیمه ایزو شرایطو ته په پام سره داسلامي نړۍ داتحاد لپار ه درې رودې مطرح کړي دي چې پر یوې ېې ډیر ټنیګار کاوه په دغو رودو کې لومړنۍ روده دا ده چې درست اسلامي هیوادونه یوې واحدې مشرۍ له لوري اداره شي چې دومره ممکنه چاره نه ده دوهمه داچې اسلامي نړۍ دې دیوه فډریشن په بڼه اداره شي چې داهم دومره آسانه کار نه دی دریمه لاره چې اقبال هم پرې ډير ټینګار کاوه دا وه چې اسلامي هیوادونه دې دکولتوري ،اقتصادي ، سیاسي ، او پوځي تړونونو په چوکاټ کې له یو بل سره نیژدې اړیکې ولري اقبال باوري ؤ چې داسلامي نړۍ دستونزو داواري او پیاوړتیا لپاره باید اسلامي هیوادونه دنبوي تعالیمو په اساس له یو بل سره متحد شي تر څو وژغورل شي . اقبال د پنځو ن دنظام له وحدت څخه د مسلمانانو د وحدت دتفکرنتیجه واخیستله او دمسلمانانو په ټولنو کې دموجودو واقیعتونو له درک کولو څخه یې دقران مجید او ر سول ا... مبارک پرچورلیز دوحدت نظریه وړاندې کړه . اقبال تل اسلامي ملت ته خطاب کړی دی او له اسلامي ملته دهغه هدف اسلامي امت دی که څه هم هغه هیوادپالنه ستايي خو له نشنلیزم سر ه په کلکه مخالف دی او دهغه جرړه هم دارپايانو په تفکر او کولتورکې لټوي . اقبال ژبني او توکمیز او نشنلیستي تعصبات خطرناک بولي او باوري ؤ چې مسلمانان بایدځانونه په جغرافیايي محدودې پورې محدود نه کړي . اقبال تل دسیمې څلورو ملتونو یعنې ایراني ، افغاني ، ترک او عرب ته توجه کړې ده او دهغوي دقوت او کمزورتیا ټکي په ګوته کوي عربانو ته په خطاب کې وايي چې دهغوي دین دجهاد او هڅو دین دی او له هغوي غواړي چې خپلې کمزورتیا او انحطاط ته توجه وکړي هغوي له ویرې منع کوي او دعربي ملت له دوه ګوني والي خواشیني څرګندوي . داسلامي نړۍ په وحدت او هویت د اقبال ټینګار هیڅکله دتعصب او توکپالنې رنګ او بوي نه لري او هدف ېې اسلامي نشنلیستي او تنګ نظري او دغیر مسلمانانو رټل نه دي اقبال د اسلامي نړۍ دکړاونو او ناخوالو له امله اندیښمن دی او دغه مسلې هغه کړوي هغه داسلامي نړۍ کمزورتیا او وروسته پاتې والی له دې امله بولي چې مسلمانان له اسلامي فکر او معنویاتو لیروالی بولي او ټینګار کوي چې که مسلمان خپل اسلامي هویت او شخصیت بیرته ترلاسه کړي خپل له لاسه تللی وحدت به هم ترلاسه کړي هغه دمسلمانانو دځوړتیا او انحطاط عوامل په دې توګه بیانوي : ۱ ـ له نویو اړتیاو سره دمسلمانانو دکولتو ر نا غږملتیا . ۲ـ دملي ګټو نه پیژندل او هغو ته بې پامي . ۳ ـ په تعلیمي او روزنیزو برخوکې. جدي نیګړتیاوې ۴ـ په اسلامي ټولنو کې تفرقه او تیت پرکوالی . ۵ ـ دمسلمانانو ترمنځ دصوفیګرۍ دودیدا . ۶ ـ تقلید . ۷ـ دتوکل له مفهوم څخه ناسم اخیستون . ۸ ـ دپوهو او صالحو مشرانو نه شتون . ۹ ـ په اسلامي کولتور کې دوارداتي غلطو ذهنیتونو موجودیت . اقبال خپل عظمت او لوړاوي ته داسلامي نړۍ دستنیدا لپاره یوطرحه وړاندې کوي چې څلور آرونه لري : لومړنی اصل پر قران عمل او درستو وګړنیزو او ټولنیزو برخو ته هغه داخلول دي دوهم آریا اصل اسلامي روایتونو او درسول ا..... مبارک دسنت په شمول اسلامي دودونو ته ستنیدل دي اوپه دې باور دی چې پخواني دودونه دنسکوریدا په حال کې ملتونه ژغورلاي شي . داقبال په طرحه کې دریم ا صل له اسلامي شریعت څخه پیروي اودهغه اجرا ده او بالاخره څلورم اصل دمسلمانانو لپاره دیوه ملي اړ ډله ایز مرکزشتون دی چې دغه مرکز حاضردمه هماغه کعبه ده او داسلامي ملت لپاره اساسي مرکز ګڼل کیږي چی فنا نه لري . اقبال ډیر داسلامي نړۍ ستونزو ته پام کړی دی اوهغه داسلامي نړۍ دوحدت مهم نظریه ورکونکی بلل شو چې په ډیر درایت سره یې مناسبي لارې چارې وړاندې کړي دي داسلامي اتحاد په هکله دعبده او رشید ر ضا نظرېې
محمد عبده او رشید رضا هغه مسلمان نظریه ورکونکي وو چې له سید جمال الدین وروسته ېې داسلامي نړۍ دوحدت نظريه په ډیر دقت سره تعقیب کړه . . شیخ عبده دمصر هغه مخور متفکر ؤ چې دسید جمال الدین تر اغیز لاندې ېې د دیني تفکر احیا ته مخه کړه او هڅه یې وکړه له اسلام څخه دنوي تفکر په وړاندې کولو سره دمسلمانانو اړتیا و ته له وخت سره سم ځواب ورکړي په داسې حال کې چې سید جمال الدین دوحدت نظریه او د مسلمانانو دسیاسي او دیني تفکر داصلاح لپاره هڅه په واکمنۍ کې له عیني اقداماتو سره اغښلې وه . عبده داسلامي نړۍ دوحدت په وړاندې داصلي خنډونو په توګه له استعماراو استبداد سره مبارزې ته دلومړیتوب په ځاي کولتوري پرګرامونه ، اوفکر ي اصلاحات دخپلو پرګرامونو په سر کې راوستل . عبده دسید جمال الدین په شان په اسلامي نړۍ کې ددرز یو علت دشیعه اوسني ترمنځ مذهبي اختلاف بولي او پر نهج البلاغه په یو ه لمن لیک کې ېې هڅه کړې ده اسلامي وحدت دشیعه اوسني دمذهبي اخنلافاتو دحل په بسترکې دتیورۍ په بڼه وړاندې کړي . عبده د اسلامي نړۍ داتحاد په تیورۍ کې لاندې ټکو ته اشاره کوي : ۱ ـ په اسلام کې دعقل او تیورۍ دتعادل اړتیا . ۲ـ دتوحید ، عقلي مقدماتو او دوخت داړتیاوو اصل ته په پام سره په دینې بحثونوکې داجتهاد ضرورت ۳ـ له دندې او مسولیت سره یوځاي دانسان دارادې او آزادۍ ترمنځ پیوند . په هغوشرایطو کې چې په نولسمې پیړۍ کې داروپاکلتوري نفوذ او قدرت په اسلامي هیوادونو کې دبهرنیو ګواښونو او کورنیو مفاسدو په وړاندې دیو اسلامی پاڅو ن زمینه برابره کړه په مصر کې دمحمد عبده په مشرۍ غورځنګ هڅه کوله له لویدیځو تفکراتو په استفادې سره په اسلامي ټولنه کې یو بدلون رامنځته کړي شیخ محمد عبده وتوانید په مصرکې داسلامي ریفورم غورځنګ رامنځته کړي . دمحمد عبده دسوري شاګرد رشیدرضا له لوري په اسلامی نړۍ کې ددیني تفکر په تیره بیا دوحدت د نظرېې داحیا بهیر تعقیب شو هغه دسوریه دمهاجرو له کهوله ؤ رشید رضا قومي تعصبات وغندل هغه پر ملت پالنې اوقوم پالنې دنیوکې په ترڅ کې د دسوریې دعربي ملت پالنې فعال ویندوي ؤ او په ۱۹۲۰ کال کې دسوریې دملي کانګرس مشر شو چې فیصل یې د سوریې باچاهۍ ته غوره کړ . رشید رضا په خپل ځان کې د عربی نشنلیزم او اسلامي نړیوالیدا احساسات ورزول . رشید رضا چې د شعار او اصلاح غواړو اصولو له پلوه د سید جماالدین او عبده شاګرد ؤ دخپل استاد عبده په خلاف یې دخلافت په ساتلو سره پر اسلامي وحدت ټیګارکاوه هغه به ویل چې خلافت باید په بدلون او ا صلاحاتو سره احیا شي رشید رضا هغه ځآي او مقام ته په پام سره چې اهل حل او عقد ته ېې ورکاوه نیت درلود دخلافت بحران په خپل وخت کې حل کړي هغه د ترکانو خلافت داسلام له اصولو یو ډول سرغړونه بلله او غوښتل ېې چې دخلافت انتقال دې داهل حل عقد له رودو په استفادې سره وشي دغه اهل حل وعقد په حقیقت کې دخلکو استازي بلل کیږي او دهغه دتفکر ا صلي جرړه تر دې وړاندې چې خلافت ته ورسیږي داهل حل عقد مسلې ته رسیده چې هماغه دخلکو استازي دي دغه استازي د رشید رضا دخوښې حکومت اصلي ستنه جوړوي دا چې رشید رضا په خپله خلیفه اویا دخلافت په مرکز تکیه نه کوله ښايي علت یې داو چې په هغه وخت کې تر ټولو هڅآند خلیفه یعنې شریف حسین داستبدادي خویو نو ، نا لایقۍ و ناپوهۍ او له انګلستان سر ه دپيلتیا له امله درشید له لوري اعتماد وړ کس نه ؤ . په هر صورت داسلامي وحدت لپاره درشید رضا طرحې او پلانونه دسید جماالدین او عبده په شان داصلاح غواړو له تفکراتو سره ډیر ګډ ټکي درلودل پر دې سربیره دهغه اندونو ډیر نوي ټکي هم درلو دل . رشید رضا دواحد ا سلامي نظام د بڼه خپلولو او اتحاد لپاره وړاندیز وکړ چې په اوسني پړاو کې دې دمسلمانو ملتونو له غوښتنو سره انډوله قوانینو تدوین شي هغه ددغه کار لپاره داسلامي هیوادونو د مخورو او کارپوهانو مشورې او ګډې هلې ځلې ضروري بللې او په دې باور ؤ چې دغه کسا ن باید د درستو مذهبونو فقهې قوانین او احکام له قرا ن او سنت سره انډوله کړي او یونوی قانون دې ترې وباسي چې تر هرڅه زیا ت پر الهی قوانینو متکي وي رشید ر ضا په دې باور ؤ چې ددغه ډول قانو ن له جوړیدا وروسته باید هغه خلیفه اجرا کړي او په درستو اسلامي ټا ټوبو کې خلیفه ګانوته دضروري حکمونو په ورکولو سره دهغو په اجرا څارنه وکړي .
دابو لکلام آزاد له نظره داسلامی نړۍ وحدت : ابوالکلام محي الدین احمد آزاد وتلی سیاستوال ، خبریال ، دقران مفسر او متفکر ؤ چې په ۱۸۸۸ کال کې په مکې کې وزیږيد دآزا د په وینا دهغه نیکونه دظهیر الدین بابر دباچاهۍ په وخت له هراته هندستان ته مهاجرت وکړ او په آګره کې میشت شول له هغه وروسته ډیلي ته لاړل دآزاد پلرني او مورني نیکونه په خپل وخت کې لوړ رتبه سیاسي او مذهبي چارواک وو دآزاد پلار خیر الدین په ۱۸۵۷ کال کې دهند دنا مساعدو حالاتو له امله له مورني نیکه منورالدین سره یوځاي مکې ته دهجرت نیت درلود خو منورالدین په بهو پال صوبې کې ونیول شو اوپه بمبئ کې ومړ دآزاد پلار خیرالدین مکې ته لاړ او هماغلته میشت شو هغه هلته دمذهبي او علمي فعالیتونو له امله ډیر مشهو ر شواو دهغه وخت دیومشهور عالم له لور سره یې واده وکړ. ابوالکلام آزاد چې تاریخي نوم ېې فیروز بخت بیان شوی دی په ۱۸۸۸ کال کې دمکې په قدوه سیمه کې وزیږید او په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره دهند کلکتې ته لاړ . آزاد دخپل عمر په دو همه نیمایي کې هڅه وکړه دمصر ،سورېې ، ترکیې او ایران حالات له نیژدې وګوري په دغه سفر کې هغه دایران له انقلابیونوسره آشنا شو ، په مصر کې ېې دخلکو احساسات چې دمحمد عبده دهلوځلو په نتیجه کې بیداره شوي ؤ وکتل او له یو شمیر ځوانو ترکانو سره پرکتنې سربیره ېې له الازهر څخه هم کتنه وکړه . آزاد ترکې ته په سفر سره دسلطان عبدالحمیدپه ضد له مخالفوډلوسره ارتباط ټینګ کړ دنړۍ مهمو اسلامي هیوادونو ته له سفره وروسته فرانسې ته لاړ او بالاخره له نویوافکارو سره یوځاي هند ته روان شو . له دغو سفرونو وروسته دآزاد دغه عقیده تردې هم پیاوړې شوه چې باید دهند مسلمانان دهیواد دآزادۍ په چاره کې ملګرتیا وکړي له همدې امله دانګلستان له استثماره د خلاصون په موخه ېې دهند دمسلمانانو ترمنځ دیوه غورځنګ دجوړیدا اړتیا احساس کړه او سیاسي کارونه ېې په ډیر جدیت سره تعقیب کړل له دې وروسته دهغه په خبرو او وینا وو کې پان اسلامیستي ګروهنې له ورایه څرګندې وې هغه له بریټانوي استعمار سره دمبارزې په اړه دنظر داختلاف په خاطر جلا وطن او بیا په ۱۹۱۶ کال کې ونیول او بندي شو له جلاوطنې او بندي کیدا سره سره آزاد پان اسلامیستي نظرې وساتلې او له جیله په خوشې کیدا پسې د۱۹۲۰ کال په جنورۍ کې ېې دخلافت په غورځنګ کې فعال رول ولوباوه . دغه غورځنګ په حقیقت کې داسې فرصت ؤ چې آزادله یوې خوا خپلې نظرېې او افکار معرفي کړي او له بلې خوا دهند دآزادۍ لپاره دمسلمانانو اوهندوانو څخه متحده جبهه جوړه شي . سیاسي تفکرات : دآزاد په تفکراتو کې اسلام او قران خاص ځآي درلود هغه هڅه کوله د دین په نوم او دقران او اسلام دتعلیماتوپه اساس مسلمانان یوموټي کړي هغه استدلال کاوه چې اسلام یوازې دواده ، او نورو مذهبي دستوروپه ترسره کیدا پورې محدود نه دی بلکه دژوند د درستو چارو او مسلو سنبالونکی دی . او درستو مسله ته ځواب ورکولاي شي . هغه باوري ؤ چې که مسلمان په خپل ژوند کې په صادقانه توګه داسلام له احکامو پیروي وکړي اسلام به دهغه روزنیز او تعلیمي نظام سم او منظم کړي او دهغه اخلاقي ا صول به بدل کړي . آزاد همداراز قران دمسلمانانو دوحدت اساس وباله کله چې هغه هڅه کوله چې مسلمانان دیوه واحد غړي په توګه منظم کړي پر دې ټکي یې هم ټیګارکاوه چې مسلمانان باید قران خپل لاښود کړي او له هغه پیروي وکړي . سیاست او دین : ابوالکلام آزاد ددین او سیاست دپیوستون سخت پلوی ؤ او دخپل سیاسي ژوند له هماغه پیله ېې پر دې ټکي ټیګار کاوه چې باید سیاسي مسلې له دیني روح څخه خړوبه شي هغه باوري ؤ چې که مسلمان د اسلام له احکاموپیروي خپل یوازینی هدف وګرځوي اسلام به هغوي ته دسیاسي ژوند لاره وروښيي نوموړي به هغه کسان رټل چې ویل به ېې اسلام په سیاسي مسلو کې دهغوي اپوهولو وسی نه لري . کله چې آزاد د اسلامي ټاټوبو له سفره هندستان ته ستون شو دالهلا ل په نامه دیوې مجلې دخپرولو له لارې ېې خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل هغه دددین او سیاست پر نه بیلیدا په ټینګار سره دالهلال دکړنلارې په هکله وایي دا یوه مهمه پوښتنه ده چې آیا سیاسي مسلې دې له دینې تعلیماتو بیل وي که نه خو باید پوه شو چې دا دهغه حقیقت اسا س دی چې مونږ هڅه کو دالهلال درست بنسټونه په هغه استوار کړو که څوک ووایي چې طاقچه ېې سمه نه ده ممکنه ده د هغې د بدولو لپاره هلې ځلې وکړو خو که څوک ووايي چې د طاقچې تیږه ېې پورته کړاي شي په دې ډول دغه غوښتنې ته غاړه نه شو کیښودلاي ځکه چې دین له سیاسي چارو نه شي بیلیداي که دین له سیاسي چارو بیل شي هیڅ شی نه پاتې کیږي . تر ټولو مهم تفکر چې ابوالکلام آزاد په اسلامي متفکرانو کې ر اولي دخلافت موضوع ده آزاد باوري دی خیلفه داسلامي امت تیت پرکوالی دیوه واحد امت په بڼه راروستلاي شي . له خلیفه پرته واحد مسلمان امت هماغه ډول چې په قران کې راغلي تحقق نه پیدا کوي هغه دمسلمان ملت ترمنځ تفرقه او اختلاف دناپوهۍ او جاهلیت له امله بولي آزاد دخلافت مقام اولو الامر بولي او باوري دی چې پاک خداي دخلافت بنسټ ددې لپاره په دې نړۍ کې کیښود چې له هغه دبشر د اطاعت او پيروۍ چاره تحقق پیدا کړي یعنې خلافت یوازې دحکومت یونظام نه دی بلکه دخداي دوحدانیت داصل یوه منطقي نتیجه ده لکه دې کبله دآزاد له نظره په اسلامي ټولنه کې داسلامي امت دهدایت او داسلام دساتلو لپاره باید تل خلیفه موجود وي . ابوالکلا م آزاد وړاندیزکاوه چې هر هیواد چې ډیر نفوس لري باید دځان لپاره یو امیراو یا امام ولري او دغه امام یا امیر باید دخلیفه دمطلق حکومت په وړاندې اتحاد او وفادارۍ ته ژمن وي . آزاد دترکېې له امپراتورۍ او دعثماني سلطان له خپلواکۍ ساتنه له اسلامه دساتنې په دلیل او داسلامي نړۍ دوحدت په موخه ضروري باله . په عین حال کې هغه ټینګارکاوه چې له اسلام او مسلمانانو دفاع یوازې دخلیفه په غاړه نه ده بلکه په دې زمینه کې درست مسلمانان مسولیت لري . په دغه استدلال سره آزاد د هند مسلمانانو ته بلنه ورکړه چې دبریټانیا داستعماري حکومت په وړاندې پاڅیږي ځکه چې دبریټانیا حکومت دعثماني خلافت په ضد یرغل پیل کړی ؤ . آراد د پان اسلامیزم پلوی ؤ چې د اسلامي هیوادونو او مسلمانو ترمنځ دوحدت په موخه رامنځته شي ددغه غورځنګ یو ه ځانګړتیا ددیني ا حساساتو په اساس دلویدځ له امپریالیزم سره ددغه غورځنګ دښمني وه . آزاد دخپلو پان اسلامیستي هدفونو په لړ کې ډیر ټنیګار دمسلمانانو په وحدت کاوه او درست مسلمانا ن ېې دیوې ټولنې په چوکا ټ کې راوستل او عثماني خلیفه ېې ددغې ټولنې دمشر په توګه معرفي کاوه آزاد خلیفه یا امام دیوه مرکز په توګه مطرح کاوه چې درست امت دیوې کړۍ په شان ددغه مرکز شاو خوا راټول وي . دآزاد اصلي اندیښنه دمسلمانانو ترمنځ تفرقه او اختلافات وو هغه لټه کوله چې له یوې خوادهند مسلمانا ن له یو بل سره متحد کړي له بلې خوا له نورو اسلامي ټولنوسره دهغوي تړاو ټینګ کړي ترڅو له دې لارې دنړۍ دمسلمانانو ترمنځ یوډول اتحاد او نړیواله اجماع ممکنه کړي هغه دهند دمسلمانانو ترمنځ له موجودو اختلافات اندیښمن ؤ او ویل به ېې : په هند کې میلیونونو مسلمانان ژوند کوي چې دنړۍ دمسلمانانو سترنفوس جوړوي خو د هغوي ترمنځ هیڅ تړاو نه لیدل کیږي او دقومي وحدت هیڅ احساس پکې نه شته هغوي هیڅ رهبر یا امیر نه لري او له مذهبي حکومت او مخکښ څخه هم برخمن نه دي هغوي یوازې دیوې ډلې یا ټولنې په شان دي چې په درست هندوستان کې خپاره شوي دي او بیخي د بربریت او غیر اسلامي ژوند په لاره کې ګام پورته کوي . ددغه ډول افکارو په مطرح کولو سره آزاد په دې لټه کې ؤ چې دهند مسلمانان دیوه عمومي امارت په سیوري کې متحد کړي اوهغه یوموټي کړي داسې امارت چې له عثماني خلیفه سره اتحاد ولري او دهغه په نوم په هند کې دمسلمانانو سیاسي او ټولنیز ژوند سم کړي . په ټول کې د آزاد پان اسلامیستي تفکر ات دهند دمسلمانانو ترمنځ دوحدت په رامنځته کیدا متمرکز وو او ددغو هلو ځلو اصلي موخه هم دبريټآنیا له استعماري حکومت سرهم مبارزه او همداراز دهند خپلواکي وه . یوازینې موضوع چې دآزاد پان اسلامیستي تفکرات ېې له نړیوال بهیر سره ګنډل دخلافت په هلکه دهغه نظر ؤ چې عثماني خلافت ېې داسلامي نړۍ دمرکز او چورلیز په توګه مطرح کاوه . دشیخ محمد غزالي له نظره اسلامي وحدت : شیخ محمد غزالي د۱۹۱۷ میلادي کال دسپتامبر په دوه ویشتمه دمصر دبحیره ولایت په تکلاء العنب کلي کې وزیږيد پلار ېې دتبرک لپاره دهغه نوم داما م محمد غزالي توسي هم نومی کړ هغه خپلې لومړنۍ زده کړې داسکندرې په دینې ښوونځي کې بشپړې کړې او تر لس کلنۍ مخکې ېې درست قران حفظ کړ .په ۱۹۳۷ کال کې په مصر کې دالازهر ددیني ا صولو پوهنځي ته لاړ اوپه ۱۹۴۳ کال کې ېې لیسانس واخیست په الازهرکې له حسن البنا ء سره آشنا شو. کله چې بناء دهغه ذکاوت او پوهه ولیده نوله غزالي یې وغوښتل چې داخوا ن المسلمین دنشرېې لپاره مقاله ولیکي غرالي په دغې نشرې کې دخواطر حیه په نوم خپل کالم درلود چې داسلامي نړۍ مسلې او ستونزې ېې څیړلې او ترټولو مهمه خبره دا و ه چې هغه پر ټولنیزو او طبقاتي تبعیزونو نیوکه کوله څه موده ېې ددغې نشرېې مسولیت هم په غاړه درولود هغه دغه رازد الفکر الجدید له انقلابي مجلې سره ملګرتیا کوله دغه مجله سید قطب له اخوان المسلمین سره تر یوځآي کیدا مخکې خپروله . شیخ غزالي په ۱۹۴۳ کال کې دقاهرې د مسجد القبه اخضراء امام شو . غزالي تر ۱۹۴۸ کاله پورې داخوان المسلمین دیوه فعال غړي په توګه فعالیت کاوه په دغه کال کې د حسن بناء په ترور او داخوا ن المسلمین په ړنګیدا سره داخوان المسلمین له نورو مشرانو سره یوځاي دطورجیل ته واستول شو په جیل کې دالهبي الخولي وروسته داخوانیانو مشر ؤ . اسلامي وحدت : غزالي د اسلامی حرکتونو یوه ا صلي دنده وحدت باله . دهغه له نظره اسلامي امت له ګڼو اختلافاتو سره سره یوډول خاص وحدت لري چې باید دغه وحدت پیاوړی شي هغه په خپله په دې لاره کې ډیرې هلې ځلې وکړې او دتقریب دډګر یو فعال ؤ او د دارالتقریب بین المذاهب الاسلامیه په پیاوړتیا کې ېې ډیرې هڅې وکړې هغه دمذهبونو تقریب دوحدت یو عامل باله : زه له هغو کسان وم چې داسلامي مذهبونو پر تقریب عقیده درلوده او په ېد لاره کې مې هلې ځلې وکړې ماله شیخ محمد تقي قمي او شیخ محمد جواد مغینه سره له نیژدې ملګرتیا درلوده هماغه راز چې له نورو شیعه عالمانو سره مې اړیکې درلودې ځکه چې په اوسني وخت کې دمسلمانانو ترمنځ دواټن دلریې کولو غوښتونکی یم . غزالي دمسلمانانو دوحدت په زمینه کې دشیخ شلتوت اقدام ستایي او وايي : دشیعه په هکله دشیخ شلتوت فتوا دمسلمانانو دو حدت او دمذهبونو دتقریب په لاره کې لوړ ګام ؤ هغه ویل چې دغه فتوا به دمستشرقینو دغه نظر رد کړي چې وايي فرقه ای کینې او اختلافات به بالاخره اسلامي امت دړې وړې کړي ...... شیعه درسول ا...... مبارک په رسالت ایمان لري او علي َع ځکه غوره بولي چې له حضرت محمد سره نسبت لري او حضرت علي درسول ا.... پر سنت پایبنده دی ځکه خو هغو ي هم دنورو مسلمانانو په شان دي او هیڅ څو ک داسلام له ګران پیغمبره غوره نه بولي . هغه وایي :حقیقت دا دی شیعه او اهل سنت دواړه پر خداي او رسول ایمان لري او په عقیدو کې ېې دین صلاح او اخروي نیمکرغي ده یو له بله پورته نه دي البته غزالي له تقریب څخه خپل هدف داختلا فاتو ختمول نه بولي بکله هغه وايي : اختلاف باید دسیاست تومنه او اساس نه شي ځکه چې سیاست مغزا و فکر نه لري له دې کبله باید ډیر ژر دغه اختلاف له منځه لاړ شي چې دغه چار ه دمتقابل درک له امله تحقق پیدا کولاي شي بې له شکه اوس دغو دواړو یوبل نه دي پیژاندلي نتیجه ېې هم هماغه ډول چې ګورو بدبیني او دښمني ده . غزالي ددغه هدف دپوره کیدا لپاره تر ټولو مهم دیني ارګان دالازهر پوهنتون بولي هغه په دې په نیوکې سره چې ولې په الازهر کې امامیه او زیدیه فقه نه تدریس کیږي وايي : باید لومړنی ګام الازهر پورته کړي . زه باور ي یم که الازهر د شیعه په لور د دوستۍ لاس اوږدکړي ډیر اختلافات به په خپله اوار شي . له بلې خوا غزالي وهابیت داسلامي بیدارۍ خطرناکه دښمن بولي او وایي : زه په ډاګه دمحمد بن عبدالوهاب شاګر دانو ته وایم ستاسو دغه ظالمانه چلند مسلمانان نه شي متحدولاي . له همدې امله غزالي دغه ډول تفکر او دابن ملجم دغه جمله چې وايي ددغه کس له قتله پرته حالات نه سمیږي عجیبه تفکر بولي چې دافراط پالنې نیتجه ده او دهغه له نظره باید رد شي غرزالي په خپله سلفي دی خو سلفي والی له خاص مذهب سره د تعصب په معني نه بولي بلکه داصحابو او دپیغمبر د تابعانو په لاره کې حرکت بولي . سلفیت د هغه له نظره عاطفي او عقلاني ګروهنه ده چې داسلام په مخکینیو پیړوی او قران او درسول ا..... په سنت کې ریشې لري ځانګړتیاو ې ېې اخلاق ، توحید ، اسلامي تمدن ، اسلام ته ستنیدل او په صدق او ایما ن سره له لومړني سلف څخه پیر وي ده له دې کبله له مسلمانانو غواړي چې دخداي کتاب او د هغه درسول سنت ته ستانه شي او هغو ي هڅوي چې په خپل تول مادي او معنوي توان سره و فرقه ای اختلافاتو ته پا م سره دکلمهّ الله دلوړاوي لپاره هڅه وکړي هغه ژبني اختلافاتو ته ارزښت نه ورکوي او دغه اختلافات د عقل په خلاف بولي دهغه له نظره دمسلمانانو دوروسته پاتې والي مهم دلیل همدغه کلامي اختلافات دي . هغه په تفسیر المنار کې درشید رضا په استناد باوري دی باید د قران له متن څخه د استخراج شویو حکومونو او هغه څّه ترمنځ توپير وکړو چې دفقیهانو دقیاس او واحد خبر له لارې ثابت شوي دي ځکه چې دقراني حکومونو منکر کافر ګڼل کیږي . غزالي باوري ؤ تعصب ددین له نظره یو حماقت دی او که هغه اساس وګرځول شي د خداي ددین ددړې وړې کیداسبب کیږی ځکه چې دین انسان دانسانیت له امله مسول ګڼي .
داسلامي وحدت په هکله د استاد شهید مرتضي مطهري وینا : له اسلامي وحدت څخه مقصد څه شی دی ؟ آیا مقصد دا دی چې له اسلامي مذهبونو څخه یو اننتخاب شي او نور څنډې ته شي ؟ آیا مقصد دا دی چې ددرستو مذهبونو مشترکات له هغو واخیستل شي او دهغو ي مفترقات څنګته شي اوپه دې ډول نوی مذهب رامنځته شي چې داسې بل کوم مذهب نه وي که نه اسلامي وحدت له اسلامي مذهبونو سره هیڅ تړاو نه لري او دمسلمانانو له اتحاد ه هدف دپردیو په وړاندې له مذهبي اختلافاتو سره سره دبیلابیلو مذهبونو دپیروانو اسلامي اتحاد دی ؟ دمسلمانانو داتحاد مخالفان ددې لپاره چې اسلامي وحدت غیرمنطقي او غیر عملي وښيي هغه داسلامي مذهبونو ترمنځ دوحدت په نوم توجیه کوي ترڅوپه هماغو لومړیو کې له ماتې سره مخامخ شي . څرګنده ده چې له اسلامي وحدته داسلامي روڼ اندو او عالمانو هدف دمذهبونو یوځاي کول ، یا دهغوي د ګډو ټکو اخیستل او دمفترقاتو ردول نه دي بلکه دهغو ي هدف ددښمنانو په وړاندې په یوه لیکه کې د دمسلمانانو درول دي . دغه عالمان وايي مسلمانان ډیرګډ ټکی لري چې دیوه کلک اتحا د سبب کیداي شي درست مسلمانان دواحد خداي عبادت کوي ا و درست درسول ا..... مبارک پر نبوت ایمان لري درستو کتاب قران او قبله یې کعبه ده له یو بل سر ه یوځاي دحج دستورې ترسره کوي او دیو بل په شان لمونځ کوي او روزه نیسي او دیوبل غوندې کونۍ جوړوي یوازې په جرزیي مسلو کې له یو بل سره توپير لري . مسلمانان درست یو ډول نړۍ لید لري اوله ګډ کولتوره برخور دي او په یو ستر او پرتمین تمدن کې دګډون مخینه لري په نړۍ لید ، کولتور ، دتمدن په مخینې ،خوي او تفکر ، اومذهبي اعتقاداتو کې وحدت له هغوي یو واحد ملت جوړولاي شي او هغوي ته ستر قدرت وربخښلاي شي چې دنړۍ ستر قدرتونه به مجبوره شي هغو ته سر ټیټ کړي په تیره بیا داچې په اسلام کې په دې ټکي ټینګار شوی دی. دقران مجیدله نظره مسلمانا ن سره وروڼه دي او دهغوي دندې او حقوق له یو بل سره تړاو لري له دې ټولو سره سره ولې مسلمانان له دغو درستو امکاناتو چې ددوي په برخه شوي دي استفاده ونه کړي ؟ ددغو اسلامي عالمانو له نظره دا اړتیا نه شته چې مسلمانان دې داسلامي اتحاد لپاره له خپلو مذهبي فروعاتو تیر شي یوازینی کار چې مسلمانان ېې کولاي شي د ا دی چې خپل متا نت وساتي او پر یو بل تورونه ونه لګوي ، دیوبل پر منطق ملنډې ونه وهي او با لاخره دیو بل عواطف داغي نه کړي او دمنطق او استدلال له حدودو بهر نه شي .
|