|
|
|
نوې څيړنې او په زړه پورې خبرونه ايډز د نړيوالې ورځۍ په مناسبت داپه داسې حال کې دي چې هر کال کابوپنځه ميليونه نورپه دغه ويروس ککړيږي . په دغو کسانوکې کابو اويافيصده دافريقا دصحرا په جنوبي هيوادونوکې ژوندکوي ددې سيمې په ځينوهيوادونوکې په هروردريو لويانوکې يو کس په دغه ويروس ککړ دى . اوس روسيه او منځنۍ آسيا په نړۍ کې ترټولو ککړې سيمې دي او په منځني ختيځ کې هم پهH I V دککړوکسان شميرپه زياتيدا دى او له بده مرغه په دې ناروغۍ له اخته کيدا انکار هغه واقيعت دى چې په دغوهيوادونو کې ېې ددې ناروغۍ دپراختيالپاره زمينه برابره کړې د ه ايډزيواځې په 2005 ميلادي کال کې پنځه مليونه اوپنځه لکه کسان ووژل چې داشمېره په ټولوجګړوکې دوژول شووکسانوله شمېرې سره دپرتلې وړنده . دملګروملتونو سرمنشي کوفي عنان پرون له ايډزسره دمبارزې دنړيوالې ورځې په مناسبت په يوپيغام کې ډاګينه کړه ايډزاوس د١٥ نه تر59 کلونوپورې دعمرلرونکو نارينه اوښځينه ته دمړينې لمړنى عامل دى اوعملايې نړۍ بدله کړېده . عنان زياته کړه په تيرولسوکلونوکې دملګرو ملتو کابو 3مليارده ډالر دايډز ، ملاريا اوسل ناروغيو سره د مبارزې په پروګرامونولګولې دي ، خوتردوه زره لسم ميلادي کاله پورې به له ايډزسره دمبارزې کلنۍ بوديجه شل ميليارده ډالره شي . په تېرو ديرشوکلونوکې ديرش مليونه کسان په ايډز ناروغۍ داخته کېدو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي . او څلوېښت مليونه کسان نورهم ددې وژونکې ناروغۍ لېږدوونکي دي . ايډز د اوسنۍ پيړۍ تر ټولو وژونکې ناروغئ ده هغه ناروغي چې له پيژندنۍ يې ٢٥ کاله تيريږي خو څه د پاسه ٢٤ ميليونه انسانان يې د مرګ کندې ته استولئ دي د غه شميره په نولسمه پيړۍ کې د طاعون د نارغۍ او ډيرو جنګونو او سيلابونو له قربانيانو ډير دى د ملګر ملتو له ايدز سره د مبارزې ادارې د دسامبر دمياشتې لومړۍ نيټه له دغې وژونکې ناروغېۍ سره د مبارزې ورځ اعلان کړې ده چې د ايډز نړيواله ورځ بلل کيږي له ايډز سره د مبارزې ورځ له دې امله مهمه ده چې نړيوالو ته ورپه زړه کوي چې ايچ آي وي ويروس اوس هم شته دى او له منځه نه دى تللى او ضروري ده چې د ختمولو لپاره يې اساسي اقدامات وشي په داسې حال کې چې په دې وروستيو لسيزو کې علمي پرمختګ د ساري ناروغيو ستونزه تر يوه حده کمه کړې ده او ډاکټرانو خپل ټول وس د زړه سرطان او رګونو په شان نورو ناروغيو ته اړولائ وو ناڅاپه په ١٩٨١ کال کې په نړۍ کې يو ډول ناروغي پراخه سوه دغه ناروغي په چټکتيا سره په درستې نړۍ کې پراخه شوه چې ايډز ونومول شوه په ايډز کې د انسان د بدن دفاعي سيسټم کمزورى کيږي او ورو ورو له منځه ځي . ايډز وژونکې ناروغي ده چې په درستې نړۍ کې په بيلا بيلو توکمونو کې کمه يا زياته ليدل کيږي په حقيقت کې يوه نړيواله ستونزه ده چې په خاص هيواد او توکم پورې يې نه شو محدودولاي. د ايډز د خپريدا اصلي لارې جنسي مقاربت ، د ککړې وېنې انتقال يا د پيچکارۍ په وسيله په تيره بيا په معتادانو او روږدو کسانو کې چې له يوې ستنې استفاده کوي او له ککړې موره ماشوم ته دي . له بده مرغه اخته کسان ډير له ٢٥ تر ٤٠ کلونو پورې عمرونه لري آو ٧٥ يآ ٩٠ فيصده ککړ کسآن ځوانان دي چې دغې چارې د ټولنو اقتصاد ته سخت تاوان رسولاي دى ځکه چې د غه عمر د هلو ځلو فعاليت او هيوادونوته د خدمت کال دى دغې چارې په درسته نړۍ کې د هيوادونو اقتصاد ته سخت تاوان رسولاي د ى که څه هم شميرنې په ډيرو هيوادونو کې د ايډز ناروغۍ د کميدا ښودنه کوي خو په ټول کې د کارايب له هيوادونو پرته په درستې نړۍ کې په دغه ويروس د اخته کسانو شمير مخ په زياتيدو دى په ٢٠٠٥ کال کې درغتيا نړيوالې ادارې او له ايډز سره د مبارزې نړيوالې ادارې په يوه ګډ راپور کې ويل شوي دي په مخکينيو کسانو پنځه ميليونه نور کسان هم ورزيات شوي دي او په نړيواله سويه په ايدز دا خته کسانو شمير ٤٠ ميليونو ته رسيدلاي دى په داسې حال کې چې دغه اندازه په ٢٠٠٢ کال کې ٣٧ ميليونه ؤه ديادولو ده چې په ٢٠٠٥ کال کې درې ميليونه کسان په دغه ويروس د اخته کيدا له امله مړه سوي دي چې نيم ميليون پکې ماشومان دي ددغه راپور په اساس په ختيځه اروپا مرکزي آسيا او ختيځۀ آسيا کې تر نورو ځايونو زيات کسان په ايډز اخته شوي دي په ايډز اخته ٩٠ فيصد ه کسان په دريمې نړۍ او وروسته پاتې هيوادنو کې دي لا هم افريقا تربل هر ځايه زيات دغه ناروغان لري د علان شويو شميرنو په اساس ايډز اوس هم د بشر د مړينې څلورم علت دى چې تر ٢٠١٠ کاله پور ې به لومړ ى مقام د ځان کړي که په ايډز د اخته کسانو شمير همدغسې په مخ روان وي اټکل کيږي چې تر٢٠٢٠ کله پور ې به د ايډز له امله تاوان دهغهو هيوادونو د ملي نا خالص توليد د ٢٠ فيصدو په اندازه وي چې هلته په ايډز ککړ تيا ترټولو بد حالت لري په هر حال په نړۍ کې د ايډز د پراختيا ګړندى بهير يو واقيعت دى چې ترې انکارنه سي کيداي او په سطحي نظر ورته نه شو کتلاي که څه هم تراوسه پورې ددغې ناروغۍ د معالجې لپاره ډيرې هلې ځلې شوي دي خولا هم نړيواله ټولنه مطلوبې نتيجې ته نه ده رسيدلې نو د ايډز د مخنيوي لپاره هماغه راز کارونه کيږي چې د دغې وژونکې ناروغۍ دمخنيوي دلاروچارو دښودلولپاره دخلکوپوهول حياتي مسله ده ايډز په ټولنه کې دخلکوپوهاوي اواطلاع رسونې ته اړتيالري ، اوپه لويه پېمانه پلانونې اودمخنيوي مشخصو ستراتيژيو ته ضرورت دى . داديوځوان اوځلمکي مسلم حق دى چې دايډزپه شان دلاعلاجه ناروغيو له خطرو خوندي پاتې شي . اوددغه کارلپاره بايد ددوى پوهه اوشعور لوړشي . بل مهم ټکى دادى چې بايدپه ايچ آى وي له ککړو کسانواقتصادي ، ټولنيز اورواني ملاتړوشي ، دغه ناروغان خاص وضعيت لري نوبايد اړوندې ادارې له هغوى ملاتړوکړي ټولنه بايد پوهه شي چې په ايډزاخته ناروغان هم دنوروکسانوپه شان دژوند حق لري دغه کسان بايدله ټولنې ونه شړل شي اوداسې ونه انګيرل شي چې دغه ناروغان داخلاقي فسادله امله په ايډز اخته شويدي ځکه چې پرجنسي لاروسربېره نورې لارې هم شته چې ويروس روغ کس ته انتقاليږي . دملګروملتودغړو هيوادونويوه ژمنه داده چې تر 2015 کاله پورې داېډزدپراختيامخه ونيسي نو بايددرست هېوادونه دخپلوژمنوپه پوره کولوکې اغيزمن ګامونه پورته کړي پدې هيله چې دغه وژونکې ناروغي يوه ورځ ختمه شي . اوبه په ماشومانو کې دبې ځايه چاغښت مخه نيسي . څيړنو ښودلې ده که ماشومان ډيرې اوبه وڅښي له هغوسره به مرسته وکړي چې اضافه وزن پيدا نه کړي جرمني څيړاندو موندلې ده د درې زره زده کونکو له څيړنې وروسته دغو څيړنوکو موندلې ده هرماشوم چې ډيرې اوبه وڅښي ا ضافي وزن به پيدا نه کړي دغه ځيړنې دوي په يوۀ کال کې کړي دي . څيړاندو په دغه يوه کال کې د آسن او دورتموند په ښارونوکې دمتوسطې پرګنې پرماشومانو دغه څيړنې کړي دي. ددې څيړنې څارونکي ماتيلده کرسيټنګ وايي ددغې څيړنې د ترسره کولو لپاره ددغو دو ښارونو په نيمايي ښونځيو کې داوبو دسړولوماشينونه وويشل او دهغو اغېز مو وڅاره په نتيجه کې معلومه شوه چې که ماشوم ډيرې اوپه وڅښي نو اضافي وزن به پيدا نه کړي
دنوي ماشوم دزيږيدو په وخت دغو څو ټکو ته پام کوئ نوى زيږيدلى ماشوم دپښو او لاسونو له خوځولو او ژړا پرته بل څه نه شي کولاي يا دا چې يوازې خپلې ګوتې رووي دغه نوى ټوکيدلى ګل دومره تاند وي چې فکر کوئ که لاس ور وړې نو وبه رژيږي او مړاوي به شي نو کله چې ماشوم پيدا شي بايد مور اوپلار خپل ډير کارونه دهغه لپاره رخصت کړي مونږ به هڅه وکړو نن له ماشوم سره دچلند په اړه ځينې لارې چارې دروښيو دمثال په توګه څڼګه ماشوم ته حمام ورکړو څنګه ېې په غيږه کې ونيسو او څنگ جامې ورواغوندوو ښايي دغه ر ودې درته آسانه ښکاره شي خو که ورته پام وکړئ درسره به مرسته وکړي ١ ماشوم څه ډول ولمبوو : دمورتوب دپړاو لومړنى سخت کار دماشوم لمبول دي تردې وړاندې چې ماشوم حمام ته بيايئ غوره ده وګورئ چې هرڅه ورته تيار دي لکه صابون، ليف ، جان پاک او داسې نور شيان بايد تر لمبيدو مخکې تيار وي که دکاليو مينځلو يوتشت په يو لوړې چوکۍ کيښودل شي دا د ماشوم دلمبولو لپاره ښه ځاي کيداي شي . تر دې وړاندې چې دماشوم لمبول پيل کړئ بايد اوبو وآزمايئ چې برابرې دي که نه؟ له هغه وروسته بايد ماشوم ته داسې وضيعت ورکړئ چې سر يې ستاسو په مړوندوي او دهماغه لاس ګوتې دماشوم په تخرګ کې کلکې کړئ په آزاد لاس سره دماشوم په بدن ليف راکاږلى شئ په لومړيو کې مور ډاريږي چې ماشوم ېې له لاسه ونه لويږي په تيره بيا هغه وخت چې دماشوم پر بدن صابون وهي نو ددې لپاره غوره ده ماشوم په خپلو زنګنو يا يو ميز کيښنوئ. دماشوم دوچولو لپاره له نرمې تولېې استفاده وکړئ او دماشوم بدن پرې مه موږئ بلکه يوازې فشار ورکوئ ترڅو دماشوم بدن وچ شي . ٢ څه ډول ماشوم په غيږکې ونيسو : دماشوم دزيږيدا په لومړيو ورځوکې دمور اوپلاريوه اساسي دنده په غيږۀ کې دماشوم ګرځول او دهغه د ارږي ايستل دي دغه کار ددې لپاره کوي چې ماشوم دمور تى ښه نه شي نيولاي او له شيدوسره يوه اندازه هوا هم ماشوم تيروي چې دغه اضافي هوا بايد له هرځل شيدو ورکولو وروسته له معدې بهر شي ددغه کار لپاره ډيرې رودې شته چې تر ټولو دود روده پکې دا ده چې ماشو م په غيږ کې ونيسئ په دې ډول چې دماشومخ دمور په اوږه پروت وي او په لاسونو ورو ورو دماشوم ملا ته مساج ورکړل شي بله روده دا ده چې ماشوم په خپل زنګون کيښنوئ ، په يوه لاس له مخې هغه ونيسئ او په بل لاس ورو ورو هغه ته په ملا مساژ ورکړئ که ترپنځو دقيقوپورې ېې ارږى بهر نه شو نو معني يي دا ده چې ماشوم د ارږي ايستلو ته اړتيا نه درلوده . ٣ څه ډول دماشوم دشيدوبوتل يا فيډر برابر کړو : تر ټولو غوره دا ده چې ماشوم دمور شيدې وخوري خو ځينې کسان مجبوره دي چې نورې شيدې ماشوم ته ورکړودغو کسانو ته سپارښتنه کوو چې دغوڅوټکو ته توجه وکړو له دې وروسته چې ماشوم خپلې شيدې وخوري تنبلي مه کوئ او په همغه وخت دماشوم دشيدو بوتل پاک کړئ ترهرڅه وړاندې دبوتل سر خلاص کړئ او سرپوښ او چوشک ترې ليرې کړئ ورپسې درست په ګرمو اوبو ووينځئ په خاصو برشونو سره دبوتل دننه ښه ووينځئ له وينځلو وروسته دفيډر درستې برخې دپنځو دقيقو لپاره وايشوئ ٣ ماشوم څه ډول بايد ويده شي : زياتره ماشوم په لومړيوکې پړ مخې څملي دا دماشوم لپاره ښه وضيعت دى ځکه چې زياتره ماشومان دنس درد لري او داسې ښکاري چې دغه و ضيعت به دماشوم دنس درد کم کړي خو ډاکټران وايي که ماشوم ستوني ستغ څملي دوه ستونزې درلودلاي شي يو داچې که ماشوم کانګي وکړي نو ممکنه ده دغه کانګې دماشوم دستوني لور ته لاړشي ا و ددې سبب شي چې دماشوم ساه بنده شي . بله ستونزه دا ده چې کله ماشوم ستوني ستغ پروت وي ښايي يولوري ته خپل سر واړوي او دغه حالت ښايي دماشوم دسر ظاهري بڼه بدله کړي که څۀ هم وروسته دغه حالت بيرته ښه کيږي ترټولو ښه روده دا ده چې ماشوم په څنګ څملوئ چې هم د ساه دبنديدا خطر ه ورسره کميږي او هم کله چې ماشوم خپل سر ښي او چپ لوري ته کرځوي نوظاهري بڼۀ ېې هم نه بدلـيږي . ٤ که چې ماشوم ژاړي څه بايد وکړو : ژړا دماشو م او دهغه دشاوخاو کسانو ترمنځ د رابطې غوره وسيله ده په تيره بيا هغه وخت چې ماشوم د رحم د داخل له چاپرياله ځآن له بهرني چاپريال سره بلدوي تر دريو مياشتو پورې دماشوم دژړا علت همدا وي خو اصولاً دماشوم دژړالپاره څو دليلونه پيداکولاي شو لوړى لوږه په دې ارتباط بايد پوه شو چې ماشوم کله او څه وخت وږى کيږي او کله بايد شيدې ورکړو مهم قانون دادى چې کله ماشوم د١٥ دقيقو لپاره يا ترهغه ډير وژاړي او دشيدوله ورکولو يې هم دوه ساعته تير شوي و ي بايد هغه ته شيدې ورکړل شي دوهمه خبره د ارږي دايستلو مسله هم ښايي ددې سبب شي چې ماشوم وژاړي دريمه مسله د ا ده چې ښايي ماشوم لوندوي چې بايد وچ شي او څلورم داچې ښايي ماشوم ستومانه او ستړي وي ځکه چې ماشوم هم انسان دى او ستړي کيږي په تيره بيا که يوه ميلمستيا وي يا ګڼه ګوڼه ډيره وي په دغه حالت کې ماشوم دومره ستړىوي چې خوب هم ونه کړاي شي په دغه حالت کې غوره دا ده چې ماشوم بايدپريږدو چې وژاړي اويا اجازه ورکړل شي چې په يو آرام چاپريال کې استراحت وکړي چې بيا وروسته دخوب لپاره تيار شي . ٥ او بالاخره دا چې څه ډول ماشوم ته جامې ورواغوندو: تر هرڅه وړاندې جامې په خپل لاس کې ټولې کړئ او ښکتنۍ برخه يې دماشوم دسر وروستېۍ برخې ته نيژدې کړئ له غه وروسته دجامو غاړه يا يخن راکاږئ او ورو ورو يې دماشوم له مخ او سره تير کړئ هيڅکله جامې دماشوم په مخ مه لګوئ دغه کار به ماشوم په تنګ کړي ماشو م ته آسانه او داسې جامې واغوندئ چې په تنګ نه شي او هڅۀ وکړئ داسې جامې ورته برابرې کړئ چې له نخو جوړې وي تنګې جامې به ماشوم په تنګ کړي .
د پاخه عمر هغه ښځې چې په ځوانۍ کې يي تر شل کلنۍ په کم عمر کې ماشومان زيږولي وي نسبت هغو ته چې تر شل کلنۍ وروسته يي ماشوم په نس شوی وي کم عمر کوي او روغتيا يي حالت يي هم دومره ښه نه وي .
دا څېړنه چې د رويترز خبري اژانس يې پایلې خپرې کړي د امريکا د فلوريدا ايالت په يوه پوهنتون کې شوې . په راپور کې راغلي چې په امريکا کې دتنکیو پيغلو ماشوم زيږول ډيرعام دي . يعني دوی تر شل کلنۍ دمخه ماشوم زيږوي چې شل په سلو کې د همدې بې وخته اميندوارۍ له امله مري . خو په راپورونو کې دا هم راغلي چې په لويديځو هيوادنو کې بيا ډير شمير ښځې اول خپلې لوړي زده کړې سرته رسوي ،بیا کارکوي اووروپسې په نسبتاً په پاخه عمر کې ماشوم زيږوي چې دا هم د مور او هم د ماشوم ژوند او روغتيا له خطر سره مخامخوي .
څېړنې وايي ددې لپاره چې په زکام لږاخته شئ نوپلی تګ زیات کوئ . هیلت ډې روغتیايي مجلې ولیکل دپلي تګ په باره کې تل ویل شوي چې دزړه اوسرطان په ناروغیودانسان د اخته کېدوچانس کموي خواوس یې داګټه هم څرګنده شوې چې منظم اوپرله پسې پلی تګ سبب کېږي چې انسان لږزکام شي .اوکه څوک زکام هم وي خوکه ډېر ګرځي ،دزکام موده به یې لنډه وي. څېړونکي وايي اصلي علت دادی چې پلی تګ دانسان دفاعيي سیستم پیاوړی کوی اوهرڅومره چې دفاعيي سیستم غښتلی شي هومره په زکام داخته کېدا امکان کمېږي .
قهوه څښل د ځيګر سرطان کنټرولوي :
دبې عدالتۍ
احساس دزړه دناروغیو خطره زیاتوي
|