|
د صدام د
غلامۍ سندونه
په بغداد كښې
د صدام لپاره د اعدام له حكم څخه د امريكا د سفير خوشحالۍ
وښودله چې ددغه ديكتاتور له شرمه ډك ژوندون څخه يې د خپلو ګټو
لپاره ډير زياته استفاده كړى ده او نن سبا خپلې ګټې ددغه
سوځيدلي مهرې په مرګ كښې لټوي .
په امريكا كښې
د پټ ارشيف د څيړندويه موْسسې لخوا وړاندې شوې سندونه ددې
ښودنه كوې چې چې په نړيوال سياسي ډګر په تيره بيا د ايران د
اسلامي جمهوريت په اړه دبغداد سياسي چلند جوړښت له 1982 م كال
وروسته د واشنګټن په نيغ په نيغه او په ډاګه لارښوونو سره شوي
دي . د ايرنا د راپور له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت پر ضد د
عراق په تپلې جنګ كښې د عراق له ناكاميو او د بغدادله پوځې
ماتې وروسته د امريكا د ملي امنيت شورا د 1362 هجرى لمريز كال
د زمرى په 21 په خپل 99 نمبر سند كښې داسي تصويب وكړ : په فارس
خليج كښې د سولې او ثبات لپاره له عراق څخه پوځي استخباراتې
ملاتړ ضروري دآ . له 99 مصوبې وروسته د امريكا د هغه وخت
ولسمشر رونالډ ريګن د عراق له ديكتاتور ضدام څخه د هراړخيز
ملاتړ حكم صادر كړ . ريګن د 1362 هجرى لمريز كال د مرغومى په
30 رامسفلډ بغداد ته له صدام سره د كنلو لپاره واستوو چې د
امريكا د بهرنيو چارو د وزارت د يادښتونو له مخې ددغه هيواد
ليږل شوې استازې په دغه يو نيم ساعته كتنه كښې د تهران په
وړاندې له بغداد څخه د سپينى ماڼۍ ملاتړ اعلان كړ .
د فارس خليج په
سيمه كښې د امريكا پوځي شتون د تهران پر ضد جنګ كښې له بغداد
څخه د واشنګټن شكاره او مستقيم ملاتړ او له 200 د زياتو كسانو
په شهادت سره د امريكايي بيړۍ لخوا د ايران د مسافرې الوتكې
ويشتل له بغداد سره په پوځى ملګرتيا كښې د ايران پر ضد د
واشنګټن د پوځې اقدام نښې دي . د ايران پرضد د صدام د ماتې
خوړلې قدرت په ختميدو سره امريكا په فارس خليج كښې خپل شتون
پياوړآ كړ او د سيمې عربي هيوادونو ته يې هم دا وويل چې د بعثى
حكومت له خطر سره مخ دى . د بغداد حكومت د ايران پر ضد له جنګ
څخه د امريكا دملاتړ په اتكا سره او په يوه بله جبه كښې د نښتې
د هيلې له امله په 1990 م كال كښې په يوه چټكه حمله كښې كويټ
ونيوو .
خو صدام د خپل
ګاونډې هيواد له نيولو وروسته په امريكا كښې د خپلو ملاتړو
ټولنو او امريكا لخوا له اعتراض سره مخ شو او د ايران پر ضد
جنګ كښې د امريكا له څو ورځنيو ښكاره ملاتړونو او د كويټ له
نيولو د امريكا د پټو ملاتړونو او يا چوپتياوو وروسته يوازې
يوه لوبه وه . خو د صدام لپاره د پاتې كيدو بله لاره نه وه او
كويټ يي نه شو پريښودلاى . د بغداد پر ضد د واشنګټن جنګ د
لسګونو خلكو په وژلو او د دوو هيوادونو كويټ او عراق په
ورانولو او د صدام د حكومت په دوام سره پاي ته ورسيده او له
هغې وروسته او له هغې وروسته په عربستان او كويټ او همدغه راز
د مينځني ختيځ په امير ميشته سيمو كښې پيل شو .
د اسنادو په
برابرولو سربيره د سيمې اوسنې حالات ددې ښودنه كوي چي گ د صدام
ټول كړچارونه په داسې ډول هدايت شول چې په فارس خليج سيمه كښې
خپلو هدفونو ته ورسيږي . په افغانستان كښې د القاعدى او
طالبانو د رول له ختميدو وروسته چې د امريكا د استخباراتې
ادارو لخوا جوړ شوي وو . امريكايانو د صدام د خطر په ستر ښودلو
سره دا فرصت ترلاسه كړ د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزيو په پلمه
خپلو پراختيا غواړو موخو ته د رواوالې وركولو ادعا وكړى . صدام
هم په يوه ډول د امريكا له سياستونو سره ملګرآ شو او داسې
چلند يې وكړ چې سپينۍ ماڼۍ هره ورځ د جنګ د پيلولو لپاره خپل
ټينګار زيات كړ .
صدام په
داسيي حال كښې د محكمې لخوا د ځان لپاره د اعدام حكم واوريده
چې په لوبه كښې د ريګن ، پلار بوش ، ځوي بوش لخوا د ماتې خوړلې
ملګرې په توګه د جدى اعتراض حق هم نه درلوده . خو اوس بايد د
صدام دوسيه بنده و نه بولو ځكه د ايران پر ضد د هغه جنګ ، د
كويټ د نيواك او د عراقي پوهانو د وژلو په څير د هغه د
جنايتونو دوسيې نه دي جاجول شوي او احتمال شته بوش او سپينه
ماڼۍ صدام ته له اعدام وروسته له هغه څخه نوره استفاده هم وكړى
. له بلې خوا ټاكل شوي وه د صدام د اعدام حكم يوه مياشت مخكې
اعلان شي . زياتره كارپيژاندې په دې باور دي ددغه اقدام د
ځنډيدو علت د كانګريس په ټاكنو كښې د جمهوري غواړدو په موقعيت
ځكه نظرسنجۍ د عمومي افكارو په وړاندې ددغه ګوند د ځوړتيا
ښودنه كوى .
|